د داعش رسنیز فعالیت او رسنیز فعالان

ماهر بلال

ټولنیزې رسنۍ په حالیه دور کې زیاتې مهمې دي، د اوس عصر زیاته برخه خلک رسنیو ته لاس رسی لري او په توسط یې ځان د نړۍ له هر نوي خبر آګاه کوي.
فکري جګړه یا په بله معنی سړه جګړه هم د ټولنیزو رسنیو پر مټ کېږي، غرب د پرون په نسبت، نن نظامي جګړې ته په فکري جګړې خاص اهمیت ورکړی، ځکه چې په اوسني شرایطو کې د خپل فکر او عقیدې تر نورو رسولو لپار دا آسانه لار ده.
د رسنیو له اهمیت او معلوماتو څخه تېرېږم، راځم خپلې موضوع ته:
غرب د نظامي جګړې په پرتله تر ډیره فکري جګړه تعقیبوي، ځکه پدې سره په ډیره آسانۍ خپلې شومې موخې پاللی شي، د همدې پالنې په اساس غرب خپلو ټیټ رتبه غلامانو ته هم په دغه برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي، د مثال په ډول؛ هغوی ته تر ډیره حده د فعالیت اجازه ورکوي، د دغه فعالیت په مقابل کې نقدي مرسته ورسره کوي، وخت ناوخته بیا خپله دا کُفار د خپلو غلامانو لپاره رسنیزې واویلاوې هم کوي، لکه د داعش لپاره چې د کفارو لخوا پروپاګند کېږي، کله وایي: افغانستان کې داعش زیات شوي، کله بیا وایي: چې احتمال ډیر دی، چې داعش نومې ډله بیاځلي په قوت راڅرګنده شي.
د داعشیانو رسنیز خوځښت اګر که اوس سر هم خوړولی او تر ډیره د مؤمنانو سپیڅلې مبارزې په نتیجه کې په نشت حساب شوي، خو بیا هم دوی خپلې هڅې جاري ساتلي.
د داعش رسنیز فعالان په څو ډوله دي؛ یو هغه دي چې په رنګارنګ نومونو او په مختلفو طریقو دوی ته کار کوي. په دغه لړ کې د هغو کسانو یادول هم ضروري ګڼم، کوم خلک چې په ټولنیزو رسنیو کې د داعشیانو ننګه کوي؛ په ټویټر(ایکس) پاڼه، فیسبوک یا په نورو رسنیزو پلیټ فارمونو کې د داعش ننګه هغه خلک کوي؛ چې یا خو د افغانستان د تېر پرځیدلي جمهوریت ښکاره کارمندان وي او یا هم نور پټ مخي جاسوسان چې خودي داعشیان ورته مرتدین وایي، خو بیرته دغه مرتدین د داعشي خوارجو لپاره په رسنیو کې هجومي مشغله سرته رسوي او د داعش له لوري ستایل کیږي، د مشرک او مرتد په ځای ورته د صاحب او ښاغلي الفاظ د داعشي فعالانو لخوا کارول کیږي.
بله ډله جعلي فعالان بیا په جعلي نومونو لکه؛ ابو فلان بن فلان … صفحې چلوي ترڅو وکولای شي، خلک د دوی له حضور وویروي، خو د دغو صفحو تر شا زیات تعداد ناست ټول هغه خلک دي، چې د داعشي منهج له لوري مرتدین او مشرکین ګڼل کېږي، خو که د داعش لپاره فعالیت کوي بیا داعش ته محترم او مکرم وي، اګر که ښکاره پردي جاسوسان هم وي.
(عزام د جمهوریت د انتخاباتو کمیسیون کې وظیفه درلودله او اوس د داعش لپاره رسنیز او نور مهم کارونه پرمخ وړي.)
دوهمه خبره:
د داعش او نورو اسلام ضد کړیو رسنیز خوځښت زیاتره په پاکستان، تاجکستان او هندوستان هېوادونو کې مخ ته وړل کېږي، چې دا ټول بیا د یاد شویو هېوادونو تر دقیقې څارنې لاندې کار کوي، دوی ته د پاکستان او تاجکستان لخوا رسماً فنډونه ورکول کیږي، ترڅو د اسلامي دولت نومې ډلې لپاره فعالیت او د دوی لپاره ذهن سازي وکړي.
زیات باور دا دی، چې د داعش رسنیزې مقالې، خپرندویه چینلونه او بعضې ویډیویي اصدارونه په پاکستان او تاجکستان کې د باوري خلکو لخوا جوړیږي او نشر ته سپارل کیږي، ځکه چې په پاکستان او تاجکستان کې ورځ تربلې د داعشي خوارجو حضور په زیاتېدو دی او په ځینو ځایو کې په مسلح شکل لیدل شوي هم دي.
د دې خبرې د ثبوت لپاره به د داعشي خوارجو نیول شوو غړو هغه اقرارونه کافي وي؛ چې دوی یې خپله وایي: ”مونږ ته به په تاجکستان کې ډالر راکول کېده!“ نو آیا دا ډالر د هیڅ لپاره ورکول کېدل؟
یا څه وو/شته چې دغه هېوادونه یې له داعشیانو تمه لري؟

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version