د داعش حقيقت څرګند شو!

ډاکټر عائشه

يو وخت په المرصاد کې د داعش په اړه ځیني ناليکل شوي حقايق خپرېدل، خصوصاً د داعش او اسرائيلو ملګرتيا او ترمنځ يې لاسليک شوي تعهدات.
داسې فکر کېدو چې پدې کې به له افراط کار اخېستل شوى وي، خو نن معلومه شوه چې داعشيان د همغه اسرائيلو بچيان دي.
ټول کفار په يو غږ له غاصب اسرائیلي دولت ملاتړ کوي خو مسلمانان مظاهرې کوي او بريدونه غندي. داعش چې د خلافت دعوى يې کوله، د حماس په شمول يې ټول اسلامي جهادي تنظيمونه کافر او مُرتد بلل، د افغانستان په اسلامي امارت يې نيوکې درلودې چې ولې په ټوله نړۍ کې د خلافت او جهاد غږ نه پورته کوي، ولې يې اسلامي امارت تر افغانستان منحصر کړى او داسې نور.
همدا داعشي يهودان د سوريې په څنډه کې د اسرائيلو سرحد سره نږدې شتون لري، يوه وړه حمله يې هم په اسرائيلو ونکړه. يو ميزائيل يې هم ونه توغاوه، نه صرف دا چې نن! بلکې داعش له خپل ظهوره تر نن ورځ پورې د اسرائيلو خلاف د يوې حملې شواهد نشي وړاندې کولاى.
جنګ خو پرېږده پدې حساسو حالاتو کې يې د اسرائيلو پر خلاف يوه بيانيه ورنکړه، د هغو خويندو ورونو او هغو ماشومانو چې خولې يې له شېدو سره يوځاى په وينو ډکې شوې، په شهادت يې تر اوسه اه او افسوس ونکړ.
حال دا چې د نړۍ بعضې یهودان هم پرې وژړېدل. معلومه شوه؛ چې دا ډله نه خو پخپله مسلمانان او نه خو د مسلمانانو خواخوږي دي، بلکې د يهودو قرارداديان او هغوى ته وفاداره دي.
مسلمانان بايد داسې ځان ترې وساتي، لکه له يهودانو او داسې پرېکون ورسره اعلان کړي، لکه له يهودانو سره او د مسلمانانو له مېنځه دغه فتنه خارجه کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version