د داعشي خوارجو د ظُلم بېلګه.

بریال فاتح

 

زه د امارت د قیام څخه وروسته خلیج ته مسافر شوم، هلته مې د کورنۍ لپاره حلال رزق ګاټه.

وخت روان وو، د مصر، یمن، سوریه او نورو هېوادونو د وګړو سره مې لږ ناسته پاسته کوله، غوښتل مې د دوی په رسم او رواج ځان خبر کړم.

یوه ورځ یو سورياوال واتساف کې راته لکویشن(موقه) ولېږله او راته يې وويل چې راشه زما سره لږ څه سامان ده، هغه يوسه.

هلته ورغلم مازيګر وخت ؤ؛ ماته يې قهوه راوړه او وې وېل: چې راځه ته دا وڅښه هغه نور نفر په کار اخته دي. ورغلم ورسره کیناسم، مجلس مو کاوه؛ د هېواد(افغانستان) د حالاتو پوښتنه يې راڅخه وکړه، د طالب مؤمنانو د حاکمیت په شتون کې مې د افغانستان یو ښه تصوير ورته وړاندې کړ.

ما يې هم د هېواد په اړه ترې وپوښتل چې سوریه کې د مسلمانانو ژوند څنګه روان ده، او څنګه هېواد ده؟

اوږد اسویلی یې وکړ او په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې په خبرو یې پیل وکړ او وېل یې: په سوریه کې مې ډېر ښه ژوند روان ؤ، ډېرې ځمکې مې درلودې او خپل جنتي هېواد کې خوشحاله وم، د وخت په تېرېدو سره سوریه کې مشکلات رامينځته شول، ډلې ټپلې زياتې شوې، او نا امني اوج ته ورسېده.

د لږ وخت وروسته ثابته شوه چې دلته(سوریه) کې د داعش په نامه د اسلام دُښمنان را پیدا شوي.

داعش یو سخت چلنده ډله وه، ځان يې يوه اسلامي ډله بلله مګر ټول کارونه يې د اسلام سره ټکر کې ؤ. هیڅ داسې څوک نه ؤ چې د داعشي خوارجو غلطي دې دوی ته ورپه ګوته کړي؛ ځکه چې دوی د مسلمانانو په وژنه کې ځانګړی او بې ځنډه مهارت درلود.

د داعش خوارجو به چې کومه کړنه خوښه شوه هغه به يې کول، ځان يې اسلام ته نه، بلکې اسلام يې ځانته برابر کړی ؤ؛ دوی به د کورنیو څخه په زوره د خپل ضرورت وړ سامان اخیسته، او زمونږ عزتونه به يې لوټ کول.

همدا مشکلات ؤ چې خپل هېواد مو پرېښود، او دېخوا ته را مهاجر شو.

دلته مو هجرت د هغه ځای د ژوند څخه ډېر بې خونده شو؛ څوک چې په وس کې ښه ؤ د خپلو اولادونو لپاره یې د کرايې کورونه ونیول، او څوک چې بې وسه ؤ د هغوی پېغلې لوڼې د خپل ژوند د ښه والي په موخه د سپین ږیرو سړیو ښځې شوې، چې دا حالت ډېر ځورونکی ؤ.

هغه په ډکو سترګو ووېل: مونږ هم غوښتل چې ښه ژوند ولرو، لوڼو مو هم غوښتل چې د هجرت په مهال د غلامۍ ژوند ونکړي او خپل هېواد کې د ځوانانو سره په حلاله نکاح ښه ژوند مخته یوسي. خو زمونږ د ځوانانو پېغلو سپین ږیرو او ماشومانو په ارمانونو داعش خوارجو خاورې امبار کړې.

وېل زه به په آخره کې د خپل هېواد په اړه درته داسې ووایم: چې د داعشي خوارجو له راتګ سره سم سوریه د جهنم په کنده بدله شوه.

د قيامت په ورځ به زمونږ د سورياوالو لاسونه وي، او د بغدادي داعشیانو ګرېوانونه.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version