خوارجو د صفين له جګړې وروسته څنګه خروج وکړ؟
د حضرت عثمان رضی الله عنه له شهادت وروسته چې کله خلګو حضرت علي رضی الله عنه ته بیعت ور کړ، معاویه بن ابي سفیان چې د شام والي و، د عثمان رضی الله عنه د قاتلانو د سپارلو غوښتنه کوله او له علي رضی الله عنه سره یې بیعت تر هغه وخته پورې نه منلو چې قاتلانو ته سزا نه وای ور کړل شوې.
علي رضی الله عنه غوښتل چې لومړی د ټولو ښارونو خلک د خپلې واکمنۍ لاندې راولي، ځکه هغه مهال چې د عثمان رضی الله عنه د شهادت له امله فتنه زیاته شوې وه، قاتلانو ځانونه په عامو خلکو کې ګډ کړي و او پېژندل یې ستونزمن و، د قاتلانو معلومول او د شرعي دلایلو په اساس د قصاص پرېکړه کول وخت ته اړتیا لرله، خو معاویه رضی الله عنه دې ته چمتو نه و چې وخت ورکړي، هغه وېره درلوده چې که وخت ډېر شي، نو قاتلان به تیت و پرک شي او سزا ته به ونه رسېږي.
دواړو اړخونو خپل دلایل درلودل چې د هغوی دریځونه توجیه کوي، دواړو لوریو په پایله کې د صفین په میدان کې مخامخ جګړه وکړه، علي رضی الله عنه د عراق د پوځ مشري کوله او معاویه رضی الله عنه د شام د پوځ.
د جګړې په ترڅ کې چې کله د معاویه رضی الله عنه پوځ ته د ماتې نښې ښکاره شوې او د علي رضی الله عنه د بریا چانس زیات شو، معاویه رضی الله عنه له عمرو بن العاص رضی الله عنه سره مشوره وکړه چې له دې وضعیت څخه څنګه ځان وژغوري، عمرو بن العاص رضی الله عنه ورته مشوره ورکړه چې د نیزو په څوکو باندې قرآنونه پورته کړي او له عراقي پوځ څخه وغواړي چې د قرآن په حکم موافقه وکړي.
د مسعودي په قول، په دې وخت کې د شام پوځ ۵۰۰ قرآنونه پورته کړل او له عراقي پوځ څخه یې د قرآن د حکم غوښتنه وکړه.
د علي رضی الله عنه موقف په دې اړه له پیل څخه ډېر محتاط او پرېکنده و، هغه باور درلود چې د دې غوښتنې هدف د ده د پوځ ترمنځ اختلاف پیدا کول او د معاویه رضی الله عنه پوځ ته د خپل ځواک بیا رغولو وخت ورکول دي، علي رضی الله عنه خپلو ملګرو ته د دې غوښتنې د منلو له پایلو څخه خبرداری ورکړ، خو د ده په پوځ کې یوې ډلې د جګړې درول غوښتل او له علي رضی الله عنه یې غوښتنه وکړه چې د تحکیم لپاره موافقه وکړي.
دا ډله د خوارجو په نوم پېژندل کېږي، چې وروسته د علي رضی الله عنه پر ضد راپورته شول، هغوی علي رضی الله عنه ته د “امیرالمؤمنین” په ځای د نوم په خطاب کولو سره وویل: “ای علي! د کتاب الله غوښتنې ته لبیک ووایه، که نه نو موږ به له تا سره هغه وکړو چې له عثمان سره مو وکړل.”
دې ډلې په ډېره سخته لهجې سره علي رضی الله عنه وګواښه او هغه یې مجبور کړ چې تحکیم ومني، هغوی باور درلود چې دین له هغوی څخه د دې کار غوښتنه کوي او د قران په حواله یې ویل: “ألم تر إلى الذين أوتوا نصيباً من الكتاب يدعون إلى كتاب الله ليحكم بينهم ثم يتولى فريق منهم وهم معرضون.”
په دې توګه د دې ډلې د غوښتنې له امله تحکیم پیل شو، خو وروسته همدا ډله د خوارجو په نوم له دین څخه واوښته او د علي رضی الله عنه پر ضد یې بغاوت وکړ.