د خوارجو پر وړاندې د بریاليو عملیاتو راز

شهاب الأفغاني

د حق إعانت او مرسته تل د کائناتو څښتن کړې او کوي، او خپل مخلص بندګان یې د باطل پر واړندې بريالي کړي.

د حق او باطل جګړه د آدم( علیه السلام) د وخت څخه تر قیامت پورې دوام کوي، خو باید دا مو په یاد وي، چې حق او د حق لارویان تل بریالي وي.

افغانستان په نړۍ کې د هغه هېوادونو څخه دی، چې حد اکثر وګړي یې مسلمانان دي او برحال (موجوده) حاکم نظام یو رښتنی إسلامي نظام دی، چې افغانانو په لسيزو د همدې نظام د قائمېدو لپاره قربانۍ ورکړي.

د برحال( موجوده) نظام پر وړاندې هر ډول تېری او تجاوز د بغاوت او خروج په معنیٰ دی، چې د شریعت له لحاظه کوم مشروعیت نه لري.

په افغانستان کې د آمریکایي إشغالګرو د ماتې وروسته د امریکایانو خواخوږو (داعشي خوارج) غوښتل چې د خپل بادر د ماتې غچ د إسلامي إمارت او د هېواد مظلومو وګړو څخه واخلي، چې تر څو یې یهودي بادارن خوشحاله شي.

نو په همدې موخه یې د اسلامي نظام پر وړاندې خپل نا مشروع تحرکات پیل کړل، خو لله الحمد د الله (ﷻ) په نصرت او د ولس په همکارۍ د هېواد په هر څنډه کې لمنځه وړل کېږي.

د خوارجو پر وړاندې د بریاليو عملیاتو مهم راز، د ولسي وګړو ملاټړ دی، چې د داعشي فتنګرو پر وړاندې د إسلامي إمارت ځواکونو سره هر ډول همکاري کوي، ځکه ولس په دې پوهېدلی چې داعشي خوارج د إسلام او د مسلمانانو د بدنامولو لپاره د کفارو یوه ستره پروژه ده.

پايله:

د خوارجو پر وړاندې د بریالیو عملیاتو راز إلهي نصرت، د ولس همکاري او د إسلامي نظام سر سپارلي ځواکونو پرېکنده عملیات دي.

د إسلامي إمارت ځواکونه تل په دې طمعه وي، چې د خوارجو سره د جهاد سعادت څخه به کله برخمن کېږي، او تل د إنتظار سختې شېبې تېروي.

الله (ﷻ) دې ټولو مجاهدينو ته أجرونه ورکړي، چې د خارجي فتنې (خوارجو) په لمنځه وړلو کې همکار او برخوال دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version