د جهادي غورځنګونو په وړاندې د داعش افراطي دریځ! لومړۍ برخه

عبود بلخي

#image_title

داعش د نړیوالو جهادي غورځنګونو په وړاندې باطل او افراطي دریځ لري او ډېری جهادي ډلې منحرفې او د کافرو دوستان یادوي، دوی د اسلامي امارت، جبهة النصر، قاعدة الجهاد، حماس، الشباب، انصار الاسلام او تحریک طالبان پاکستان په وړاندې د خپل افراطي فکر په اساس جګړه روا او د مجاهدینو وژل مشروع ګڼي.

موږ دلته د داعشي خوارجو هغه ادعاوې په لنډه توګه بیانوو د کومو ادعاوو پر بنسټ چې دوی له مجاهدینو سره په جګړه کې ښکېل دي.

١:- د اسلامي امارت پر وړاندې دریځ:

د داعش په وینا اسلامي امارت په افغانستان کې د یو ملي حکومت په جوړولو ټینګار کوي او د داعش د نړیوال خلافت په نوم د وحشت او بربریت نظریې ته ژمن نه دي، ځکه یې په وړاندې جګړه کول واجب او د داعش زمه واري ده.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت په لومړیو کې هم د شر او فساد په وړاندې صادقانه جګړه وکړه، هيواد یې له تجزیې وژغوره، زورواکۍ او سرزورۍ یې ختمې کړې، امنیت یې تأمین کړ او بشپړ اسلامي نظام یې تأسیس کړ او له هغې وروسته یې هم د اشغال په وړاندې شل کاله جهاد وکړ او په افغانستان کې یې د دوهم ځل لپاره اسلامي نظام نافذ او بشپړ امنیت تأمین کړ.

٢:- د القاعده په وړاندې دریځ:

داعش خپل سازمان یوازینی مشروع اسلامي خلافت بولي او ادعا کوي چې ټول مسلمانان باید له دوی سره بیعت وکړي، دوی القاعده ته په دې نظر ګوري چې ګویا د خلافت د جوړولو اصلي هدف ته وفادار نه دي او یوازې په محدودو سیمو کې فعالیت کوي، په داسې حال کې چې داعش په نړیوال خلافت ټینګار کوي.

دغه راز د القاعده تګلاره “نرمه” ګڼي او هغوی باندې نیوکه کوي چې ګویا دوی له کفري هېوادونو سره اړیکې جوړوي او په سیاسي او اوږدمهاله مبارزه باور لري، القاعده له بریدونو مخکې د عامو مسلمانانو ملاتړ ته ډېر ارزښت ورکوي، خو داعش پر دې باوري دی چې یوازې تاوتریخوالی او فزیکي جګړه باید لومړیتوب وي، پرته له دې چې د عامو مسلمانانو ملاتړ ته پام وکړي.

په داسې حال کې چې القاعده د نړیوال جهاد لپاره د مسلمانانو د ویښولو او له کفري ځواکونو څخه د اسلامي سیمو د دفاع لپاره یو مهم غورځنګ ثابت شوی.

٣:- د جبهة النصر یا تحریر الشام په وړاندې دریځ:

جبهة النصر چې په اصل کې د القاعده یوه څانګه وه، دوی په سوریه کې له محلي ډلې او خلکو سره ګډ کار ته ترجیح ورکوي او د سوریې جګړه د خپل محلي جهاد په توګه مشروع ګڼي، د داعش نړیوال خلافت ته د یوې استخباراتي پروژې په سترګه ګوري او د سیمه ییزو خلکو ملاتړ ته ارزښت ورکوي.

دوی هڅه کوي چې د خپلو کړنو له لارې د سوریې خلکو او نورو اسلامي ډلو ملاتړ تر لاسه کړي، لیکن په مقابل کې یې داعش د عامو خلکو ملاتړ ته ډېر پام نه کوي او په تاوتریخوالي او سخت دریځۍ باندې ټینګار لري، له همدې امله جبهة النصر یا تحریر الشام د نرمې لارې پیروان بولي، د هغوی سیاسي کړنې او محلي تړونونه غندي او په وړاندې یې جګړه جهاد ګڼي.

په داسې حال کې چې تحریر الشام د خپلې خاورې د آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې په لار کې تر اکثریت جهادي غورځنګونه ښه ثابت شوي.

Exit mobile version