د ثور یا غوايي میاشتې ۷ او ۸مه نېټه د هېواد په معاصر تاریخ کې خورا مهمې او نه هېرېدونکې ورځې دي، هر کال په مکرر ډول یادېږي او پرېمانه لیکنې ورباندې شوې دي. ددې لپاره چې دا لیکنه هم ددغه تکراري لیکنو په لړ کې را نه شي، څو لنډو یادونو او اوسنیو حالاتو په پام سره مشخصو سپارښتونو او عبرتونو ته اشاره کوم.
کمونېستانو نږدې نیمه پېړۍ (۴۸) کاله وړاندې (۱۳۵۷ل) په ډېره خام فکرۍ سره د پخواني شوروي اتحاد د سیاسي اېډیالوژۍ تر تور سیوري لاندې پوځي کودتاه وکړه چې ګني افغانستان سوکالۍ او ازادۍ ته رسوي، خو په حقیقت کې یې یو نسبتاً ارام او خپلواک هېواد د خپلو ناوړه سیاسي غوښتنو قرباني کړ او کمونېستي مردودې مفکورې ته یې د خپل ارزښت په سترګه وکتل، خو بل اړخ ته بیا د افغانستان مسلمان ولس دا حساسیت ښه درک کړی و او په پوره ویاړ یې د مبارزې او قربانۍ ډګر ته را ودانګل چې هم له مسکوه د راغلو اشغالګرو پر وړاندې او هم د هغوی د کمونېستي لاسپوڅو پر وړاندې جهاد او مبارزه وکړه.
تر دې چې له ۱۴ کلن مقدس جهاد وروسته شوروي یرغل ځواکونه له شرمېدلې ماتې سره مخامخ شول او افغانستان د ثور په ۸مه ویاړلې فتحه تر لاسه کړه، خو دا فتحه د چا ډالۍ نه وه، بلکې د لکونو تش لاسو مجاهدینو د قربانۍ او شهادتونو حاصل و، خو دا چې د جهاد تقدس، د فتحې عظمت او دغه ملي ویاړ ته درناوی ونه شو؛ نو هېواد د کورنیو جګړو په جال کې را ګیر شو او جهادي مشران د خپل دغه نعمت (فتحې) د کفران په سبب نوم بدي او رسوا شول.
د ثور ۸مه نېټه په دې حساب کومه عادي ورځ او کلیزه نه ده، بلکې د تاریخ په زړه کې یوه داسې پټه حماسه ده چې د وخت د نړیوال استکبار او استعماري ځواک پر وړاندې د یوه بې وسه، خو با ایمانه ولس د مبارزې او مجاهدې تاریخي داستان بیانوي. تر ټولو لومړی پیغام یې دا دی چې ازادي اخیستل او د اشغالګرو په ګونډو کول تش د خولې او شعار خبره نه ده، د قربانۍ او په خپل دین او هېواد سر ورکولو فلسفه ده چې افغانانو هغه مهال دا ثابته کړه او په حقیقت کې یې د ایمان او مادیاتو تر منځ د یوه ستر او تاریخ ټګر انځور وکښه.
دا چې پخوانیو تنظیمي مشرانو د واک په سر شخړې پیل کړې، د ځان غوښتنو ښکار شول او خپلو کې سره ونښتل، دا په حقیقت کې د جهاد د عظمت ساتنې له اصل څخه د سرغړونې جزا ده او دا چې یو شمېر هغه یې تر ننه سرګردانه او پېښمانه ګرځي او خپل ولسي درنښت یې له لاسه ورکړی دی، دا په دې معنی ده، چې د څښتن تعالی پر وړاندې هم ذلیل او شرمېدلي دي. اوسني نسل او مسوولینو ته ددغه تاریخي ورځې څو پیغامونه په لاندې ډول دي.
اول:
د پخوانیو خلکو دا خبره بیخې پر ځای ده چې خپلواکي اخیستل کېږي، ورکول کېږي نه، افغان غازیانو ثابته کړه چې دین او هېواد تر ټولو ستر ارزښت او ویاړ دی، له اشغال څخه د هېواد د ژغورنې او ساتنې لار یوازې ازادي ده.
دویم:
ازادي ساتنه هم د ازادۍ اخیستنې په څېر لوی معنوي هنر دی، که استقلال د څښتن تعالی و نعمت وګڼو، نو بیا ددغه نعمت نا شکري ګناه ده، ازادي د جهاد ارزښتونو په ژمنتیا، اخلاق او له ځان غوښتنې څخه په تېرېدو کې نغښتې ده.
درېیم:
نږدې پنځه کاله وړاندې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره یو ځل بیا اندېښنې وې چې هسې نه هېواد یو ځل بیا د فتنو او کورنیو جګړو خواته لاړ نه شي، خو د امارت مشرانو دا درک کړې وه چې هغه ترخې تجربې به نه تکرارېږي او د ازادۍ ساتنې قدر به کوي.
څلورم:
د ثور په اتمه د مجاهدینو له بریا سره که هم مهاله په جګړو کې د وران شوي هېواد بیا رغونې فکر شوی وای، نن به افغانستان د سیمې په کچه اباد او ځلېدلی هېواد و، همدې اندېښنې ته په پام سره د اسلامي امارت د خپل بیا راتګ په لومړۍ میاشت کې په کارونو او هېواد ابادونې تمرکز وکړ او تر ننه هم د یوه متوازن انکشاف له لارې د هېواد هر اړخیزه ابادي دوام لري.
پنځم:
د ثور له ۸ مې سره جهادي او ملي روحیه خورا ژوندۍ، ویاړمنه او په لوړ موقف کې وه، خو د تنظیمي مشرانو ځان غوښتنو او تر همدې شعار لاندې خپلو ناوړه کړنو ته د نوم ورکولو په سبب دومره وځپل شوه چې د اسلام دښمنانو ته یې د نیوکو او پېغور ژبه وکړه.
همدې تاریخي تجربې ته په پام سره د اسلامي امارت له فتحې وروسته نه یوازې چې د جهاد او فتحې ارزښتونه همغسې عالي وساتل شول، بلکې تر ننه پورې هم په ډېر درنښت پالل کېږي او د نوي نسل په ذهنونو کې د یوه مقدس امانت په توګه ځای نیسي، ځکه چې د اسلامي امارت مشرتابه د خبرو او عمل تر منځ واټن ته ځای ور نه کړ او شعارونو ته یې د عمل او تطبیق جامې هم ور واغوستې.
په دې هیله چې د ثور اتمه نېټه د افغان مجاهد ولس د یوې ویاړلې ورځې او هم ټولو هغو یرغلګرو ته د عبرت یو ستر درس وګرځي چې پر افغانستان د برید او اشغال لپاره زړه ښه کوي، ددغه مقدسې خاورې نیول ښايي یرغلګرو ته اسانه وي، خو خپلول او اشغال یې امکان نه لري چې د ثور د اتمې په څېر تاریخي ورځو او حادثو ثابته کړې ده.












































