علامه کوراني په استنبول کې یو مسجد جوړ کړ او د دارالحدیث په نوم یې یوه مدرسه هم جوړه کړه، هغه په نړۍ کې وځلېده؛ د مدرسې ټولې خونې له زدهکوونکو ډکې شوې. ده د علم په خپرولو کې پوره برخه واخیسته او لویو لویو خلکو له ده څخه پوهه ترلاسه کړه، په (۷۶۱ هـ) کال کې یې حج وکړ، له هماغه جلال سره یې پاتې ژوند تېر کړ او د (۷۹۳ هـ) کال په پای کې وفات شو، له سلطان پرته یې ډېرو نورو خلکو جنازه وکړه.
د علامه کوراني ژوند او حالات د الشقائق النعمانیه اثر لیکوال په ډېره ښه توګه بیان کړي دي، هغه به سلطان ته د نوم په اخیستلو خبرې کولې، نه به د سلطان په وړاندې کیناستلو او نه به یې د هغه لاس ښکلولو. د عامو خلکو په منځ کې به یې له هغه سره لیدل، خو تر هغه چې به سلطان نه و بللی، هغه به هېڅکله په خپل سر د سلطان دربار ته نه ورتلو.
د ده بېشمېره ځانګړنې په کتابونو کې لیکل شوې دي، چې له هغې څخه څرګندیږي نوموړی د باعمله علماوو له ډلې څخه و. سلطان محمد فاتح ته به چې معلومه شوه، چې په فلاني ځای کې یو عالم دی او غریب دی، نو سمدلاسه به ورغی، هغهذته به یې ډاډ ورکاوه، مرسته به یې ورسره کوله او له دنیوي کارونو به یې بېنیازه کاوه.
د سلطان محمد فاتح علمي عادتونه
د سلطان محمد دا عادت و، چې په روژه کې به د ماسپښین له لمانځه وروسته شاهي ماڼۍ ته راتلو. د علماوو او مفسرینو یوه ډله به ورسره وه، له دوی څخه به هره ورځ یو مفسر د قرآن تفسیر کاوه، او نورو علماوو به ورسره مباحثه کوله. سلطان به پخپله په دې مباحثو او مناقشو کې ګډون کاوه، سلطان د دې علماوو ډېر عزت کاوه، هغوی به یې په ډالیو نازول او مال و دولت به یې هم ورکاوه.
د ادیبانو او شاعرانو قدرداني
یو عثماني مؤرخ لیکي چې سلطان محمد د ادب د پرمختګ مخکښ او یو لوی شاعر و، هغه دېرش کاله حکومت وکړ، او دا دېرش کاله د خوښۍ، برکت او پرمختګ کلونه وو، سلطان د “ابوالفتح” په نوم مشهور شو، ځکه چې په خپلواکو پاچاهانو باندې غالب شو. اووه هیوادونه او دوه سوه ښارونه یې ونیول، علم او عمل ته یې لوړ مقام ورکړ، له همدې امله هغه د “ابوالخیرات” په نوم هم شهرت لري.
سلطان محمد به په عام ډول د ادیبانو او په ځانګړي ډول د شاعرانو ډېر عزت کاوه. شاعرانو ته به یې د دربار د حاضرېدو اجازه ورکوله، او په سفرونو کې به هم ورسره ملګري وو، ډېری شاعران یې درباري ملګري وو، چې په دې کې د احمد پاشا، محمود محمد پاشا او قاسم جزري پاشا نومونه د یادولو وړ دي. دا او یو څو نور درباري شاعران ټول شاوخوا شل تنه وو، د هر یوه شاعر میاشتنی معاش نږدې زر درهمه و.
سلطان په طبیعي ډول غوښتل چې ادیبان او شاعران د ده د علمي او ادبي کارنامو په اړه غوره شعرونه ولیکي، خو هغه په شاعرۍ کې بېحیایي او بدخویي نه خوښوله. که کوم شاعر به د ادب له دایرې وتلو، نو بندې کاوه به یې یا به یې له دربار څخه ایستلو.
د کتابونو د ژباړلو هڅې
سلطان محمد فاتح په رومي ژبه ډېر ښه پوهېده، هغه په اسلامي نړۍ کې د فکري او نظري پرمختګ لپاره د یوناني، لاتیني، عربي او فارسي ژبو ډېرو کتابونو د ترکي ژبې ته د ژباړلو امر وکړ، په دې کتابونو کې یو مشهور کتاب د بلوتارک شاهیر الرجال و. همدارنګه، د اندلس عالم امام زهراوي، چې د طب په برخه کې ډېر مشهور و، خپل مشهور کتاب “التصریف لمن عجز عن التألیف” ولیکه. دغه اثر سلطان محمد فاتح وژباړه، په دې کتاب کې یې د زیاتونو تر څنګ د جراحي وسایلو انځورونه هم رسم کړل، چې په عملیاتو کې ترې کار اخیستل کېده.
کله چې د بطلیموس کتاب، چې د جغرافیې په اړه و، د سلطان لاس ته ورغی، نو په هغه کې یې یوه نقشه ولیده، سلطان پخپله د هغې مطالعه او څېړنه پیل کړه او پېژندل شوی رومي عالم “جارج امیروتروس” یې ورسره شریک کړ، بیا سلطان محمد د دې رومي عالم او د هغه د زوی، چې په رومي او عربي دواړو ژبو بشپړ مهارت درلود، څخه وغوښتل چې دا کتاب عربي ژبې ته وژباړي، څېړنه وکړي او نقشه بیا چمتو کړي، دغه عالم دوه نسخې تیارې کړې چې یوه په عربي او بله په رومي ژبه وه، سلطان د هغه هڅه وستایله او ورته یې ښه انعام ورکړ.
علامه علي قوشجي، چې په خپل وخت کې د ریاضي او فلکیاتو لوی عالم و، په فارسي ژبه یو کتاب ولیکه. له دې کتابه یې یوه عربي ژباړه هم برابره کړه، او دا عربي نسخه یې د ډالۍ په توګه د سلطان محمد فاتح دربار ته واستوله.











































