شیخ بدرالدین په خپلې بې لارۍ کلک ولاړ و
شیخ بدرالدین په خپلې بې لارۍ کلک ولاړ و، فکر یې کاوه چې په دې سيمه به غلبه حاصله کړي، ځکه دا سيمه بشپړه له مینځه تللې وه د هر اړخیزو بریدونو له کبله د ناامنۍ او ناقانونۍ فضا خپره وه، بدرالدین ویل: زه په ټوله نړۍ د خپلې عقیدې د خپرولو په خاطر هڅه کوم هغه عقیده چې د منلو وړ ده او له غيبو راته پرې لارښوونه شوې نړۍ به په خپلو دوو مریدانو د راز په قوت و وېشم، د اهل تقلید قوانین او مذهب به له مینځه یوسم او په شریعت کې به ځیني حرام حلال کړم.
د (رومانيا) امير الافلاق له دې بدعتي او زندیق سره مرسته وکړه، سلطان محمد چلبي ددې ماديت پرسته او د اسلام دښمن چې باطله دعوه يې کړې وه، په لټه کې و؛ ددې زندیق د ويلو قوت يې بند کړ، تر دې چې بدرالدين له ناچارۍ (دلي اورمان) سیمې ته ولاړ، دا سیمه نن سبا په بلغاريا کې ده.
محمد شرف د بدرالدين د (دلي اورمان) په لور د تلو په اړه ليکي: دا او له دې شاوخوا سيمې د هغه د باطني مذهب کلاوې وې، دا هغه سيمې وې چې د بابا اسحاق د غورځنگ مرکز پاتې شوې وې، چې د اوومې هجري پېرۍ په نيمايي کې د عثماني دولت په وړاندې بغاوت ته تیار شوی و، د بدرالدین دغو سيمو ته تلل او له خپلو سلگونو زره مریدانو سره د دې ځای نیول او په دې سیمو د یاد غورځنگ تېزي ددې خبرې دلیل دی چې شیخ دا سيمه په خپله خوښه ټاکلې وه.
شیخ ته په دلي اورمان کې اروپایي مرستې په ښه توگه رسېدې، تر دې چې د سلطان په وړاندې د بغاوت دایره ډیره پراخه شوه، د اسلام د حقیقي دښمنانو او د دې باطنیانو د جگړه مارو شمېر اته یا اووه زره ته رسیده.
سلطان لومړی محمد چې ويښ او هوښیار کس و او هر کار به یې په پوره فکر او غور پای ته رساوه، هغه به له دې حالاتو څنگه ناخبره و؛ سلطان د بدرالدین، د هغه د ملگرو او دده د غورځنگ د ټکولو لپاره بل مشر ونه ټاکه، په خپله یې وسله واخیسته او ډگر ته راووت او لوی لښکر یې له ځان سره کړ او دلی اورمان ته ورسید.
سلمان محمد په (سیروز) کې چې اوس د يونان برخه ده په خپله مشرۍ لښکر چمتو کړ او د باغیانو د کولو لپاره روان شو، د دواړو لوریو تر مینځ جگړه پیل شوه، باغيانو ماتې وخوړه او بدر الدين چې د دوی مشر و له ماتې وروسته د سلطان له ویرې پټ شو.
د سلطان ملګرو په خپله ټوله هڅه د باغیانو کتارونو ته ورننوتل، له ځیرکتيا څخه يې کار واخيست او د باليانو د بدعتي سردار بدرالدين په نيولو بريالي شول، بدرالدين چې کله سلطان ته راوړل شو نو سلطان ترې وپوښتل: رنګ دې اووښتی او سور شوی يې ولې؟ بدر الدين ځواب ورکړ: زما آقا امور چې کله پرپوځي، نو سوروالی راوړي، د امپراتورۍ عالمانو له بدرالدین سره پراخه او آزاده مناظره وکړه بیا یې د شرعي قانون په اساس د مرګ په حکم محکوم کړ.
بدرالدين چې کومې باطلې نظريې او لارې ته خلک رابلل، هغه عيناً معاصره يهودي ماسوني نظریه ده، کومې ته چې په پينځلسمه هجري پیړۍ کې یعنې (نن ورځ) چې له يوويشتمې ميلادي پېړی سره سمه ده په خورا زور او شور بلنه روانه وه، ددې بلنې موخه د مسلمانانو او د باطني نظريو د خاوندانو تر مینځ د ټولو پردو لرې کول او له هغو څخه د يو ملت د جوړولو پلمه وه.
ولې دې (وحدت ادیان) بلونکو تر مینځ د تړون او یوځای کېدو ښه لار وه خو دا خبره د اسلامي عقيدي خلاف ده، ځکه اسلام وايي چې د مسلمانانو او نامسلمانو تر مینځ وروري او دوستي نه شي کېدای، نو د الله تعالى او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم په وړاندې د جگړه کوونکو او د توحيد د غږ د پورته کوونکو مؤمنانو تر مینځ د ورورولۍ اړیکه څنګه تینګېدای شي.
لومړي سلطان محمد له ادب سره ځانګړې مینه درلوده او د شعر و ادب او فنونو ډېر خیال یې ساته دا لومړنی واکمن دی چې د مکې امر ته به یې کلنۍ ډالۍ چې (الصرة) یا ځانګړی بکسه بلل کېده استوله، په اصل کې دا ځانګړې پیسې وې چې د مکې امير ته يې استولې، تر څو هغوی دا پیسې د مکې او مدیني په نا چارو او بي وسو وویشي.