د بغدادي خلافت او جهادي تنظیمونه

پنځمه برخه

صلاح الدین (ثاني)

 

لکه څرنګه مو چې په تېره برخه ویلي وو، د بغدادي په امر او فرمان تللی، حجي بکر کمونیست سوریې ته ورسېد او هلته یې د جبهة النصر او نورو جهادي تنظیمونو په وړاندې جګړه پیل کړه، چې د وخت په تېریدو سره د لواء التوحید د مجاهدینو په یوه تکتیکي عملیاتو کې محاصره او د عملیاتو په نتیجه کې د عبدالرحمن بن ملجم الخوارجي لاروي ژوند ته د پای ټکی کیښودل شو او محمدي اُمت یې له شر څخه د تل لپاره په امن شو.

و لله الحمد.

داعش د حجي بکر له وژل کېدو وروسته، په سوریه کې یواځې د جیش الحر ډله کافره او مُرتده بلله او ورسره جنګېدل.!

په شورا کې پاتې کمونستانو د اسرائيلو پلانونو او د اسرائيلي پولې د ساتنې لپاره داعش جنګیالي دې ته وهڅول، چې په سوریه کې له نورو جهادي ډلو سره هم وجنګیږي، خو هېڅ شرعي دلیل یې نه درلود.

خو بیا هم له درواغجنو تبلیغاتو او او د اطاعت امیر او خلافت له نومو څخه په کار اخیستو یې داعش جنګیالي دې ته اړ ایستل، چي وجنګيږي.

د سوریې جهادي ډلې او داعشیان یو له بله ښه سره وجنګېدل، چې نا څاپي یوه موافقه وشوه او وویل شول؛ چې دواړه لوري دې دا موضوع ایمن الظواهري ته ولیږي.

ایمن الظواهري دولت ته په ځواب کې وویل: چې تاسې په عراق تمرکز وکړئ او سوریه جبهة النصر ته پرېږدئ. دا فیصله ابوبکر ته د منلو نه وه؛ ځکه که چېرته داعشیان له سوریې څخه په شا شوي وی، نو د جبهة النصر څخه اسرائيلو ته خطر متوجه کېده او دا کار نه اسرائيلو ته د منلو وو او نه ابوبکر البغدادي ته؛ ځکه چې د اسرائيلو اصلي اجنټان (جاسوسان) همدا بغدادي داعشیان دي او د اسرائيلي پولې ساتنه یې دنده او وظیفه ده او کاذب خلافت یې هم د اسرائيلو په مټ ولاړ وو.

وروسته له فیصلې څخه ابوبکر او کمونیستي جنرالانو بغاوت وکړ او دا خبره یې راپورته کړه، چې اسلام پولې او حدود نه لري او ظواهري د (سایکس بیکو د تړون موافق چې د برطانوي او فرانسوي جنرالانو تر منځ وشو او منځني ختیځ وویشل شو) ژمن دی.

د داعشیانو د دې خبرې په ځواب کې زه وایم: چې ظواهري پولې او حدود ټاکي، تاسې ولې په عراق او سوریه کې له اسرائيلو سره پوله او حدود ټاکلي او لا تر اوسه مو د اسرائيلو په طرف یو تش کالتوس هم نه دی وار کړی.

تر صومالیه او نیجریا پورې رسېدی شی، خو د اسرائيلو ترڅنګ غلي یئ؟!

اوس راځو خپلې موضوع ته.

د ابوبکر او کمونیستي جنرالانو له لوري د ظواهري د فیصلې رد څخه وروسته داعشیانو په پراخه کچه لوی بریدونه وکړل او بی دریغه معصومې ویني یې توی کړلې، چې وروسته ظواهري د ابوبکر سره د خبرو او قناعت ورکولو لپاره یو څو مشهورې څهرې، یعنی علماء مشخص کړل، چې هر یو یې لکه؛ شیخ عبدالله المحيسیني ، ابو خالد السوري او ابو سلیمان المهاجر وټاکل، خو د ډېرو هڅو سره سره ابوبکر له دې غونډې څخه انکار وکړ او د ظواهري فرمان یې بیا ځلي رد کړ.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version