د افغانستان او هند ترمنځ زیاتیدونکې اړیکې؛ د ګډو ګټو د لټون هڅې

عبدان صافی

#image_title

د هند او افغانستان تر منځ د فزیکي سرحد د نشتوالي سره سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه اوږده تاریخ لرونکې اړیکه شتون لري چې په فرهنګي، سوداګریزو او ډیپلوماتیکو بنسټونو ولاړه ده، خو پاکستان همېشه دغه اړیکې ته د شک په نظر کتلي دي او هڅه یې کړې چې په افغانستان کې د هند هر ډول رول محدود کړي.

 

دغه پالیسي نه یوازې پاکستان ته ډیپلوماتیک زیانونه اړولي، بلکې د افغانستان سره یې د دې هېواد اړیکې هم پیچلې کړي دي، په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو سکریټري وکرم مسري ترمنځ په دوبۍ کې ترسره شوې لیدنه د همدې پس منظر په رڼا کې ارزول کېږي، چې نه یوازې د هند او افغانستان ترمنځ د تعلقاتو د یوه نوې دورې پیل کېدای شي، بلکې د پاکستان لپاره په یوه بل ډیپلوماتیک چیلنج هم بدلیدای شي.

 

د پاکستان د افغانستان په اړه پالیسي همېشه د تضادو او ناسمو پرېکړو ښکار شوې ده، اسلام آباد په 1990مو کلونو کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژند، خو کله چې په 2021 کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، پاکستان ور څخه نورې طمعې درلودې او فکر یې کاوه چې په کابل کې خپل نفوذ وساتي، خو طالبانو ورته دا څرګنده کړه چې دوی د پاکستان تابع نه دي، بلکې خپلې خپلواکې بهرنۍ پالیسۍ ته ژمن دي.

 

دا هغه دلیل دی چې په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ یې اړیکې کړکېچنې کړې دي، په رد عمل کې پاکستان د افغانستان خلاف ځینې ناسم اقدامات پورته کړل په ځانګړې توګه کله چې پاکستان د افغان کډوالو پر ضد سخت اقدامات وکړل او په اسلامي امارت باندې یې د فرضي کرښې هغې خواته د بریدونو تور ولګاوه او په ځواب کې یې په افغانستان کې بمباري او بریدونه وکړل.

 

د پاکستان تر ټولو لویه ناکامي هغه پالیسي وه چې افغانستان ته یې د خپلې ستراتیژیکې ژورې نظریې په ترڅ کې کتل او هڅه یې وکړه چې افغانستان د خپلو ګټو تابع کړي، نه د یو خپلواک دولت په توګه.

 

برعکس، هند تل په افغانستان کې د پراختیایي پروژو او د افغانانو سره د اړیکو ساتلو هیله لرلې ده، تعلیمي بورسونه یې ورکړي، سړکونه او روغتونونه یې جوړ کړي او د افغانانو سره یې مستقیمې اړیکې ټینګې کړي، دا هغه توپیر دی چې نن ورځ په واضحه توګه څرګند دی، ښکاره ده چې اوس د ګاونډیتوب باوجود پاکستان د افغانستان اسلامي امارت سره د اړیکو په جوړولو کې ستونزې لري، خو بلې خوا ته د هند سره د خبرو دروازې لا هم پرانیستې دي.

 

د دوبۍ په لیدنه کې شویو خبرو ته یوازې د یوه رسمي ډیپلوماتیک فعالیت په توګه باید ونه کتل شي، ځکه د طالبانو حکومت د دې لیدنې له لارې دا پیغام ورکړی چې دوی د هند سره د خپلو اړیکو یو نوي باب پرانیزي، په دې ملاقات کې نه یوازې د ډیپلوماتیکو، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه خبرې شوې، بلکې د امنیت او سیمه ییز ثبات مسایل هم تر بحث لاندې راغلي، دا ملاقات د دې نښه ده چې د طالبانو حکومت خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخوي او غواړي په سیمه کې یوه متوازنه پالیسي خپله کړي.

 

د طالبانو د ډیپلوماتیکې ستراتیژۍ هڅه، په ځانګړې توګه د هند په څېر لوی هېواد سره د اړیکو ښه کول، یوه د ستاینې وړ تګلاره ده، اسلامي امارت پوهېږي چې یوازې د یوه یا دوه هېوادونو باندې تکیه کول ګټوره پالیسی نده، بلکې یوه پراخه او متنوع خارجي پالیسي د افغانستان ګټې خوندي کوي، له همدې امله؛ دوی نه یوازې له چین او روسیې سره نږدې اړیکې جوړوي، بلکې د خلیج هېوادونو، ایران او هند سره هم خپلې اړیکې پراخوي.

 

اوس پاکستان ته یوه جدي پوښتنه متوجې ده، چې که پاکستان خپل بهرنی سیاست د سیمه یېزو حقایقو سره سم بدل نه کړي او خپل متکبرانه چلند ته دوام ورکړي، نو په افغانستان کې یې اغیز نور هم کمېدلی شي، اسلامي امارت باندې فشار راوړل او د دوی په وړاندې سختي کول هیڅ ګټه نه لري، بلکې دا به نور هم د اړیکو خرابېدو لامل شي.

 

اسلام آباد باید دا ومني چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دا حق لري چې خپلې پریکړې د خپلو ګټو پر بنسټ وکړي.

 

د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو ښه والی دا معنا نه لري چې دا د پاکستان ضد یوه توطیه ده، بلکې هدف یې په سیمه کې ثبات او پرمختګ راوستل دي، که پاکستان دا حقیقت ومني او په خپلو پالیسیو کې تغیر راولي، نو هغه هم د دې وضعیت څخه ګټه اخیستلی شي، خو که هغه خپل زاړه طرز تفکر ته دوام ورکړي او د افغانستان په اړه د هند شتون ته د دښمنۍ په سترګه وګوري، نو زیان به یې یوازې پاکستان ته ورسیږي.

 

د دوبۍ په کی لیدنه د یوه نوي پیل نښه شته، که دغه خبرې او لیدنې مثبت لور ته پرمختګ وکړي، نو د افغانستان او هند ترمنځ به نه یوازې اقتصادي اړیکې پیاوړې شي، بلکې دا به د سیمې په ډیپلوماتیک او ستراتیژیک توازن کې هم مهمه ونډه ولري، د افغانستان اسلامي امارت دا ثابته کړه چې دوی د نړیوالو اړیکو د سمولو وړتیا لري او که دا لړۍ دوام وکړي، نو افغانستان کولای شي په راتلونکي کې د یوه مهم سیمه یېز لوبغاړي په توګه ځان وښیي.

Exit mobile version