د ابو طالب په مړینه د رسول الله ژړا

ایمان وردګ

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تره ابو طالب رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه په ژوند کې بې شمېره کړاوونه او مشکلات تېر کړل؛ مګر بیا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ډېرو هڅو سره سره ابو طالب ایمان رانه ووړ.

د بخاري او مسلم روایت دی: چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ابو طالب ته د وفات په مهال راغی او ورته یې وفرمایل: یا عم! قل لااله الاالله؛ کاکا جانه! ووایه لااله الاالله. نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ابو طالب د ژوند تر وروستۍ شیبې پورې خپله هڅه وکړه، تر څو خپل دغه مهربان تره مسلمان کړي، مګر د ده په څنګ کې د ابو جهل او امیه غوندې کسان هم ناست وو، چې دی یې پښیمانه کاوه او نه یې پریښود تر څو ابو طالب کلمه ووایي.

کله چې د ابو طالب د ژوند وروستۍ شیبو ( ځنکدن) وخت شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ورته وفرمایل: کاکا جانه! که ته اوس هم فقط یو ځل په خوله کلمه ووایي نو ماته به ستا لپاره د الله تعالی په درګاه کې د سفارش موقع برابره شي؛ مګر ابو طالب وویل زه د عبدالمطلب په دین او طریقه دنیا پریږدم.

بالاخره د کاکا په بې دینۍ کې د وفات کېدو وروسته، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته سخته صدمه ورسیده؛ او د غم د شدت له وجې یې له مبارکو سترګو اوښکې راغلې، او داسې یې وفرمایل: د خپل تره ابو طالب لپاره به تر هغه له الله پاک نه د بښنې او مغفرت غوښتنه کوم تر څو خپله الله تعالی منع کړی نه یم.

طبقات ابن سعد کې د حضرت علي کرم الله وجهه روایت دی: کله مو چې رسول الله ته د ابو طالب د مړینې خبر ورکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر وژړل او راته ویې فرمایل: علي! لاړ شه ابو طالب ته غسل ورکړه، کفن یې کړه او بیا یې خاورو ته وسپاره؛ الله دې هغه ته مغفرت او ورباندې د رحم وکړي.

حضرت علي کرم الله وجهه فرمایي: ما د رسول الله امر پرځای کړ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ډېره له کوره راونه ووت، تر هغه پورې یې خپل تره د بښنې او مغفرت دعا کوله چې جبریل علیه السلام د الله تعالی دغه فرمان له ځانه سره راووړ: نه ښایي پیغمبر او هغه کسانو ته چې دوی ایمان راوړی کله چې معلومه شي دا خلک جهنمي دي بیا هم د مشرکانو لپاره د مغفرت غوښتنه کوي که هر څو یې نیږدې خپلوان هم وي. ( التوبه)

(یادونه) بعضې معتبره مفسیرین د دغه آیت د نزول سبب بعضې نور واقعات هم بیانوي چې تفصیل یې په تفاسیرو کې درج دی. ( طبقات ابن سعد، ابن کثیر)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version