دا ستاسو د غیر سنجیدګۍ، غرور او تکبر مسئله ده

عبدان صافی

#image_title

پرون د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف یوې مطبوعاتي غونډې ته وویل، د پاک-افغان پوله ډېره اوږده ده چې یو‌‌طرفه څارنه یې ممکنه نه ده. هغه د دلیل په توګه وویل چې پاکستان د پولې پر غاړه ۱۴۰۰ پوستې جوړې کړي دي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه یوازې ۲۰۰ پوستې لري. د هغه په وینا، دا دلیل دی چې د افغانستان حکومت د پولې په ساتنه کې سنجیده نه دی.

 

د جنرال صاحب په خدمت کې به ووايو، چې تاسو لومړۍ د خپلې خبرې تصحیح وکړئ او ډیورنډ فرضي کرښې ته پوله مه وایئ، ځکه چې دا نه نړیواله پوله ده او نه افغانانو کله هم دا فرضي او جبري لیکه د پولې په توګه منلې ده.

 

تر کومه ځایه چې د دې فرضي کرښې د څارنې خبرې دي، نو د دې خرابۍ په مسئله کې ستاسو انا، تکبر او غیر سنجیدګي شامله ده. ځکه چې تا باړ ولګاوه، پوستې دې جوړې کړې، کیمرې دې ولګولې او ډير زيات پوځيان مو هلته ځای پر ځای کړل؛ مګر په دې مسئله کې مو افغان حکومت نه په اعتماد کې واخيست او نه ورته خبر ورکړل شو.

 

چيرته چې د دواړو هیوادونو د يوه ګډ ميکانيزم د جوړولو اړتيا وه، تاسو یک طرفه اقدامات وکړل او د خپل زور د ښودلو لپاره مو د ډیورنډ فرضي لیکه د خوندي پولې په توګه اعلان کړه.

 

پر دې سربېره، پاکستان خپله دا نام نهاده پوله تل د سیاسي مقاصدو لپاره کارولې ده. هر وخت یې بغیر له کوم معقول دلیل څخه د لارو په بندولو سره افغان سوداګرو او خلکو ته زیان رسولی او په افغان حکومت به یې فشار راوست، خو اوس د فشار دا طریقه هم ناکامه شوې ده او افغانستان خپل انحصار په پاکستان باندې کم کړی او خپلې اړتیاوې تر ډېره حده له نورو ګاونډیو هیوادونو څخه پوره کوي.

 

پر دې ټولو سربيره، د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې د امن راوستو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي او هغه کسان یې چې له پاکستان سره جنګېدل، له غرونو څخه د مذاکراتو میز ته راوستل، مګر د مذاکراتو بهیر هم د پاکستان د حکومت او جنرالانو د غرور او تکبر له امله ناکامه شو. د هغوی له رویې څخه داسې ښکارېده چې دوی په مسئلو کې سنجیده نه دي.

 

پاکستان ته چې په کوم ځای کې د افغانستان د اسلامي امارت څخه مننه پکار وه، هلته یې د امارت اسلامي د بدنامولو لپاره په نړیوالو فورمونو کې پروپاګند پیل کړ، چې دا د پاکستاني حکمرانانو غیر سنجیده او سطحې سوچ ثابتوي.

 

پاکستان په دې بسنه ونه کړه او د امارت اسلامي د احسان او هڅو په بدله کې یې د افغانستان په داخل کې د داعش په څیر خونخوار او ترهګریز تنظیمونو کارول پیل کړل، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې ورته مرکزونه ورکړل او د دوی مشرتابه ته یې پناه ورکړه، تر څو دوی د افغانانو وینه په ښه توګه تویه کړي.

 

د امارت اسلامي پر ضد د بغاوت کونکو عناصرو ملاتړ یې وکړ او هغوی ته یې سیاسي مشروعیت ورکړ او د پاکستان د رسمي دورې بلنې يې ورکړې، چې دا ټول په هیڅ ډول جواز نلري او د منلو وړ نه دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version