داعش که د یهودو شطرنج

ابو بلال انوري

۲۰۱۴ کال وو، د هېواد د نورو سیمو په څېر د ننګرهار په خوګیاڼو او شاوخوا سیمو کې هم عملیات روان وو، شهید مُلا نیک محمد رهبر، د نظامي قطعاتو او تشکیلاتو په رأس کې وو، زیاتره اطرافي او کلیوالي سیمې مفتوحه وې، باقي داسې وې چې خارجي اشغالګر او داخلي ګوډاګیانو پکې تګ راتګ آسانه نه شو کولی.
په شام عراق او سوریا کې د داعش خوځښت په چټکۍ مخته روان وه، ځایي خلک او مجاهدین هم ورسره د دوی د شعار او خوش باورۍ له امله ملاتړي شول، مونږ او ځینو ملګرو هم ورته دعاګانې کولې ځکه په ظاهره مو موخې مشترکې ښکاریدلې او شعار مو مشترک وه.
هغه وخت زه په خارج کې یوه اسلامي هېواد کې مسافر وم، ما سره زمونږ د مشرقي یو شخص چې ډېر له پخوا نه په برطانیه کې میشت او تابعیت هم د برطانیې لري کورنۍ یې هم له پخوا همالته ده، اړیکه ونیوله، چې هغه دلته هم کور او کاروبار لري، تر دې د مخه به یې هم وخت ناوخت د غم، ښادۍ په نوم له ماسره اړیکه نیوله، زنګ یې وکړو مولانا صیب چېرته یې، ما وویل: کور کې یم، وویل: بیرون راځې، که درشم. ما وویل: ستا خوښه خو خیر راغلو کیناستلو د وطن په اړه مو کیسې او خبرې وکړې، هغه وویل ماښام به زما میلمانه کیږئ، فلان او فلان هم درسره راواخله، ما وویل: سمه ده، ماښام ورغلو کله چې دغه ټاکلي ځای ته ورسېدو، چې هغه یو افغانی هوټل دی، خو دیوالونه یې شیشه ده له بیرون ښکاري، ما وویل: حاجي صیب مونږ خو راغلو، دې وخت کې مونږ عینًا د هوټل دروازې ته نږدې شو، چې په دوی مو نظر ولګېدو، دننه په هوټل کې ناست دي، مونږ پښه نیولي شو، زما سره یو ملګری چې پاکستان کې ډېر وخت پاتې وه او د پاکستان د هغه وخت د یو وزیر سره ډریور پاتې شوی وه، نو زیاتره خلک یې پېژندل ماته وایي، تاسو راشاته شئ ما وویل: څنګه؟
وویل: دا خو فلانی او فلانی ورسره دي، د پاکستان د جاسوسي شبکې آی ایس ای میجر فلانی او دا بل فلانی دی او دا خو صلاح الدین رباني دی او دا بل خو حاجي حضرت علي او دا بل د مشرقي فلانی قومندان دی، ماته خو دا کیسه څه بل ډول ښکاري، زه هم غلی شوم، دې وخت کوربه زنګ راووهلو، چې تاسو دا خوا ته بل هوټل په دغه نوم دی، هغې ته ورځئ، زه درغلم، ما وویل: سمه ده هلته لاړو شیبه وروسته راغلو روغبړ او سلام مو وکړو.
ویې ویل: تاسو ډوډۍ خورئ زه بیرته راځم او دلته څه میلمانه راسره دي، ساعت پس راغلو. وویل: مولانا صیب تاسره ځانته مجلس کوم. ما وویل؛ سمه ده.
هغه وویل: مونږ په یو نوي پلان کار کوو، ما وویل څنګه؟
هغه وویل: افغانستان کې نوی بیرغ راوباسو، زه حیران شوم ما وویل څنګه نوی بیرغ؟
وویل تور بیرغ راباسو او سپین پرې وهو، ډېر په فکر کې شوم ځکه ماته بیخي جالبه او حیرانوونکې وه.
وویل: د داعش په نوم ډله عیاروو، نو ما وویل؛ دلته خو امارت شته هغوی ته څه ضرورت دی، هاغه وخت زمونږ په فکر له داعش سره زمونږ په فکري اړخ کې کوم اختلاف نه وو، هرچا همدا فکر کاوه چې دا خو د دولت اسلام مُدعیان دي، عینًا لکه امارت، خو خبره داسې نه وه خیر خبرې مو ډیرې وکړې خو زه سخت په یو ژور فکر کې پریوتم څو ورځې تیرې شوې چې بیا یې اړیکه ونیوله ویل زه درځم، راغلو سره کیناستلو نو تر دا وخت ما د دوی په اړه یو څه معلومات راټول کړي وه، چې زه هم شکمن شوم وویل؛ تاته ما تیر ځل هم جریان ویلی وو، خو اوس مونږ تشکیلات برابروو تاسو راسره پکې ونډه اخلئ که نه؟
نو ما ورته وویل: زمونږ مسئولیت به څه وي؟ وویل د ننګرهار او خصوصًا د خوګیاڼو ساحه کې واک ترلاسه کول او هغه داسې چې ګاډي نقلیه وسائط درکوو، د ملي امنیت کارتونه درکوو، اعاشه ښه مضبوطه درکوو، بس ته ملګري جوړ کړه نو ما وویل؛ د هاغه وخت د حکومت سره به جنګ کوو، که څنګه؟ وایي؛ نه فقط کومې منطقې چې طالبانو سره دي هغوی کې خپله پروژه عملي کوو، سخت حیران شوم خو خیر تر ډېر اوږد بحث او خبرو وروسته ما ورته وویل: حاجي صیب یوه خبره زما واوره هغه خلک به دلته ځکه بریالي نه شي، چې یو خو د هغوی نظریه او تګلاره بدله ده، زیاتره وهابیان او سلفیان دي او افغانستان کې دا مفکوره نه چلیږي.
دویمه خبره دا چې؛ دوی دلته ریښه نه لري اولسي ملاتړ نه شي ترلاسه کولی، ځکه دوی دلته هدف ته نه شي رسیدلی.
راته ویې ویل، مونږ یې د بریا او ناکامۍ په فکر کې نه یو، زمونږ پروژه ده هغه پرمخ بیایو، نور زمونږ کار نشته. نو ما ورته وویل طالبانو سره جنګ خو اول ممکن نه دی، چې وشي او که چیرته کیږي هم نو زما په اړه دا تصور هم چیرته ونکړئ، زه به د دنیا ومافیها په بدل کې د امارت خلاف قدم پورته نه کړم، زه لا کوچنی وم چې د تیر امارت په وخت کې مې بیعت کړی تر اوسه دا شل کاله کم زیات مې یو لحظه د امارت څخه د بغاوت یا نافرماني تصور هم نه دی او نه دې الله توفیق راکوي، په هر صورت ما ورته وویل دا څنګه پلان جوړ شو؟ ویې ویل مونږ درې اړخه پاکستان، افغانستان، برطانیه سره موافقه وکړه، چې افراد به پاکستان راکوي او ځای او ممکن ملاتړ به ملي امنیت راکوي، مالي ملاتړ او امکانات به برطانیه او متحدین ورکوي، نو ما وویل دا به څومره امکانات وي؟ ویې ویل قسم دی دومره پیسې راته منظور شوي، چې زما بچیان او لمسیان یې هم نه شي خلاصولی نور زه وطن څه کوم او زه ملت څه کوم، سخت مې ورته فشار لوړ شو ما وویل؛ دا خو ستاسو د ایمان او عقیدې خطر دی.
وویل؛ مونږ کله د کلک مسلمان او ایمان دعوه کړې، خو تجارت کوو، نو خیر دا ځل سره پوه شو چې په یو بل باور باید ونکړو. مګر دای بیا هم یو ځل راغلی او راته ویې ویل: تاته ما وویل چې راشه پیسې درباندې وګټم خو تاسو بزرګي غوره کړه، پیسې مو نه ګټلې نو زما ځواب څه وو، پوهیږئ؟ قسم دی عینًا دغه الفاظ وو: چې په وطن سودا په ضمیر سودا په خپل ایمان او قام او ناموس سودا ده، دا په خپله مور سودا ده او زه هیڅکله په دې شیانو سودا نه شم کولی، که د غربت نه مړ هم شم، پروا نشته مګر مور نه شم خرڅولی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version