داعش خراسان څانګه! دویمه برخه

اسلم خراساني

ولې افغانستان د داعش لپاره مهم دی؟

په ریښتیا سره افغانستان د نړۍ د لویو قدرتونو د جګړو او شخړو ډګر پاتې شوی، دی او ښايي پاتې به شي، دا ځکه چې دا خاوره نه یوازې له ځانګړو زېرمو او کانونو څخه برخمنه ده، بلکې دلته د مېړنیو، جنګیالیو او باتورو خلکو شتون، دې هېواد ته یې یو ځانګړی ارزښت ورکړی.

افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت او لا نه لمس شوي فطرت له امله، د ټولو لپاره مهم ارزښت لري. له دې ځایه د آسیايي هېوادونو ډېرو سیمو ته لاس‌رسی آسان، چټک او اغېزناک دی.

داعش چې هر ځای کې د خپل افراطي فکر د پلي کولو هڅې کوي، دا وضعیت په دقت تر نظر لاندې نیولی، نو دا طبیعي ده چې دوی به د دې خاورې لپاره خاص پلانونه او طرحې جوړې کړې وي، له بلې خوا چې په افغانستان کې د عدل او انصاف یو اسلامي نظام رامنځته شوی، نو دا هم طبيعي ده چې داعش او د دوی فکري ملګري او ملاتړي به له دې امله په غصه، وارخطا او اندیښمن شوي وي.

د داسې نظام لیدل، چې د ولس له‌منځه راپورته شوی وي، د ولس لپاره وي او د اسلامي عدالت د احکامو د پلي کېدو لپاره راولاړ شوی وي، د هغو خلکو لپاره یو زهرجن حقیقت دی، چې زړونه یې له تورتمه ډک دي، هغوی حتمي هڅه کوي چې پر دې نظام، حکومت او ولس بریدونه وکړي او له ځان سره پلانونه ولري.

کله چې انسان د داعش ستراتیژي ته ژوره کتنه وکړي، او د دوی د پراختیايي پروګرامونو او اهدافو څېړنه وکړي، نو درک به کړي چې داعش له افغانستان څخه څه غواړي او ولې غواړي خپل شتون پیاوړی ښکاره کړي، که یو څوک دا پوښتنه له ځان سره واخلي چې “افغانستان د داعش د اوږد مهاله موخو او د دوی د جغرافیایي پراخېدو لپاره کوم اهمیت لري؟، نو حتمي ده چې حیرانوونکي ځوابونه به ومومي.

همدا اوسنی وضعیت، جغرافیوي موقعیت او د افغانستان ځانګړتیاوې دي چې د دې ډلې پام یې ځان ته را اړولی دی. داعش دا باور لري چې که دلته اوسنی نظم ګډوډ کړي، نو کولای شي د دې خاورې نوی نسل، په ځانګړي توګه ځوانان، د خپل کرغیړن فکر ښکار کړي او ځان ته یو خوندي ځای ومومي.

داعش دا باور لري چې د افغانستان ولس، له تاریخي پلوه او د خلکو له روحي وضعیت سره، پوره وړتیا لري چې د غچ اخیستنې احساسات را وپاروي، په ځانګړي توګه د هغو ځوانانو په منځ کې، چې کلونه کلونه د جنګ، غربت او دروغجنو حکومتونو تر فشار لاندې ژوند کړی.

د کلونو جګړو او د لاس‌پوڅو رژیمونو له خوا د ډېرو ارزښتونو ړنګېدو، د دې لامل شوی و چې د دې خاورې د خلکو په زړونو کې د اجیرو نظامونو پر ضد د مبارزې روحیه تر بل هر وخت ګړندۍ او پياوړي کړي، د افغانستان غښتلی، فداکار او باتور ولس د داعش د طمّاعو سترګو لپاره، یوه داسې هیله ښکارېده چې ښيي خپل شوم اهداف پرې پلي کړي.

خو کله چې یو اسلامي نظام رامنځته شو، نو د داعش دا هیله او خیال بې‌نتیجې او تش خیال پاتې شو. له بل پلوه، داعش چې یوه استخباراتي پروژه ده، د اسلامي حکومتونو پر وړاندې راپاڅېدلی، هغه هم داسې نظام ته د زغملو توان نه لري، چې له ولس سره اړیکه لري او پر اصولو ولاړ دی.

داعش چې غواړي خپل ځان د سیمې او نړۍ لپاره یو مهم لوبغاړی معرفي کړي، اړ و چې په یوه ستراتیژیک موقعیت کې پښه ولګوي او له ځان سره داسې کسان راټول کړي، چې نړۍ ترې ووېريږي چې د دوی له نظره، له افغانستانه ښه بستر نه وو. هغه خاوره چې خلک یې د یو اسلامي او قوي نظام د جوړېدو لپاره ولاړ دي او داعش هم، په شعارونو کې، همداسې ادعاوې کوي.

د همدې سوچ پر بنسټ، دوی هڅه وکړه چې دا خاوره تر خپلې ولکې لاندې راولي، تر څو ځان ته یو قلعه او د فکري جګړې یوه نه تسخیرېدونکې مورچه جوړه کړي، خو الله جل جلاله، یو ځل بیا د دې خاورې خلک له دښمنانو وژغورل او د عدل او اسلام پر بنسټ د یو نظام په راتګ سره، دا ملت له هغو شیطان‌صفتو له شره خلاص شو.

داعش، چې له خپلو امیدونو بې برخې شوی و، د اسلامي نظام د لومړیو کلونو پر مهال خپل تباه کوونکي بریدونه زیات کړل، خو له دې امله چې دا ډله د دې خاورې ریښه نه لري او دا خاوره د بې‌نسبه ډلو لپاره امن پناه‌ ځای نه شي کېدلای، نو لکه نور اشغالګر او دښمنان، دا ډله هم له ماتې، سپکاوي او شرم سره مخ شوه او د افغانستان د مبارز ملت په تاریخ کې به د یو بل شرمېدلي دښمن په نامه ثبت شي.

د داعش په فکر او لید لوري کې، افغانستان نه یوازې د بیا راپاڅېدو یوه محوري سیمه ګڼل کېږي، بلکې یوه ستراتیژیکه لار ده چې د هغوی د لوړو اهدافو او نورو سیمو ته د رسېدو لپاره د پُل حیثیت لري، داعش او د هغوی ملاتړي ښه پوهېږي چې افغانستان د دوی لپاره یو مهم معبر دی، چې له همدې لارې کولای شي خپلې اوږد مهالې موخې او پراخې جغرافیایي غوښتنې تعقیب کړي.

Exit mobile version