داعش او مقاومت؟!/ دویمه برخه

#image_title

امرالله صالح چې د امریکایي استخباراتو سره د نزدیکت پخوانۍ سابقه او مخینه لري اوس په دې لټه کې دی چې څنګه یو ځل بیا د امریکا او اسرائیلو پلان ب (داعشي خوارج) استخدام کړي، دی مخکې هم په دې تورن وو چې د داعشي خوارجو سره یې نږدې اړیکې درلودې او دوی یې له خارج افغانستان ته واردول.

اوس چې په افغانستان کې د صالح مخالف حکومت واکمن دی، نو دی غواړي په هر قیمت چې وي د حکومت مخالف جهتونه (ولو که هغه د پاکستان او تاجکستان تمویل شوي کفر غلامه خوارج وي او که غلام ابن غلام بغاوتیان) ایجاد او قوي کړي هغه که د پاکستان له لوري وي که د تاجکستان، خو دی خپلو موخو ته ځان رسول او د امریکایي بادار خوشحاله کول غواړي.

شهاب المهاجر چې اوس د بلوچستان په سیمه کې د ویرې خپلې شپې سبا کوي او پټ دی هغه هم د صالح ځانګړی باډیګارډ پاتې شوی نو اوس تاسو فکر وکړئ چې د شهاب مهاجر غوندې کس چې د داعشي مرداریو ډیر پخوانی او مخکښ کس دی هغه څنګه د یو امریکا غلامه شخص سره باډیګارډ پاتې کیږي؟ حتمي ده چې د امریکا په غلامۍ کې به سره شریک وي.

د امرالله صالح اړوند به زه درته دا ووایم چې دا هغه شخص دی چې په خپله خوله یې ادعا وکړه چې د ملي امنيت زندانونو ته پاکستاني استخباراتي مستنطقین راغلي ول او له زندانيانو یې استنطاق وکړ؛ دا د داعشي خوارجو د پاکستان له لوري د پړسونې دوهمه مرحله وه او دوی غوښتل په زندانونو کې بند داعشیانو ته په زندان کې دننه مهمې دندې وسپاري او بیا یې د ایله کولو کوښښ وکړي چې پاکستان په خپل دې کار کې کامیاب شو.

اوسني داعشي خوارج زیاته برخه د پاکستان او بیا د تاجکستان په سهم کې وځي، د هغوی له لوري تمویلیږي او روزل کیږي، بیا افغانستان او ځینې وخت نورو هيوادونو ته د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره لېږل کیږي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version