داعشي خوارج؛ د ښکنځلو او بدو ردو عادي

ماهر بلال

 

 

عموماً د یو چا اخلاق او د هغه صفات هغه وخت معلومېږي چې په بحث یا سفر کې ورسره مخ شې، شخصاً ما له ډېرو خلګو او ډېرو نظریو والا سره په مختلفو موضوعاتو بحثونه کړي، عجايب مې ترې اورېدلي او لېدلي، هغوی سره هم په بحثونو کې مخ شوی یم چې دعوه یې د اسلام او اسلامي خلافت وي خو په اصل کې دا مدعا یې په بشپړ ډول کاذبه وي.

داعش هغه نوم دی چې زه یو وخت ورسره تازه اشنا شوی وم، فکر به مې کاوو چې څنګه خلګ به وي، د کومې لارې لارویان به وي او مقابل لوري سره به یې اخلاق څنګه وي؟ د دې سوالونو ځوابونه ماته ورو په ورو حاصلېدل، د داعشي خوارجو وحشتونه چې په مسلمانانو یې کول دا راته واضحه کړه چې دا باطل قشر دی، د وخت په تېرېدو سره بالاخره د دوی ټول ظاهري اصلیت راته معلوم شو، بیا چې مو د حضر محمد ﷺ احادیث ولوستل، نو هاغه خوارج چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د قتلولو هیله څرګنده کړې وه په اصل کې د همدغو داعشي خوارجو لومړني مشران او رهروان وو. ”لئن ادرکتهم لاقتلنهم قتل عاد“

داعشي خوارج ځان ته د محمدي دین لارویان او د ﷴ ﷺ اصلي وارثان وایي خو ناخبره مخلوق ته دا معلومه نه ده چې ﷴ ﷺ څنګه اخلاق درلودل، یو څوک دې دومره له دین ناخبره وي او بېرته دې ځانونه د دین اصلي مدعیان بولي نو څه فکر کوئ چې دوی به خپله مدعا کې ريښتوني وي!؟

نه هیڅکله نه!

ځکه حضرت ﷴ مصطفی ﷺ خو به د کفارو سره هم په ډېر نرمښت او خوش اخلاقۍ چلند کاوو، خو بل طرف د خلافت او محمدي اخلاقو دعوداران دي چې په بحث او مباحثه کې یواځې او یواځې د تکفیر په ټاپې، ناموسي ښکنځلو، مړو شويو ته په بد رد ویلو، مقابل شخص ته د مرګ په ګواښونو او مقابل په ښکنځلو رخصتولو باندې اکتفاء کوي.

دا ټول بد خویونه د همدغو خوارجو اړین او ځانکړي صفات او مهم کارونه دي.

ماسره ډېری داسې ثبوتونه شته چې داعشي خوارج د ښکنځلو بار ګیډي خلګو ته په شا کوي. د بحث په پېل کې د دوی اخلاق ډیر ښه وي، سړی فکر کوي چې ښه پوه خلګ دي خو چې ورته فهم شي چې مقابل مو مخالف دی نو یوه بې کاره حربه رامخې ته کړي ترڅو مقابل په خبرو کې ګډوډ او روانه موضوع ترې خطاء کړي، له اول یې نیولې تر اخر شخص به یې بېل بېل موضوعات ډنګوي او جدا جدا دلیلونه به غواړي چې دا کار یې د دې لپاره دی ترڅو د داعشي خوارجو اصلیت پټ وساتل شي او په یوه مبهمه طریقه مقابل له بحثه وشړي، خو د دې هرڅه باوجود که دې بحث ورسره جاري وساته نو تکفیر، ارتداد او ښکنځلو ته مخه کوي. بیا که په دې هم کار ونشي د مرګ ګواښونه پېل کړي چې دا ټول کارونه د دوی په بطلان دلالت کوي، باطل هرکله خپل بطلان په مبهمو اشیاوو پټوي لکه داعشي خوارج چې یې کوي.

تاسو د خوارجو نشریدونکې مقالې او لیکنې وګورئ، له مسلمانیت او انسانیته خارج، د ښکنځلو عادي او نور ډېر بد کردارونه لري.

یانې خوارج د هرې بدۍ سره سره اخلاقي کمزورتیا هم لري نو زما په اند دوی سره بحث کول مطلقا د وخت ضیاع ده او بس …

ځکه نه قناعت کوي او نه قناعت بخښلای شي.

یو څوک چې عادي په فسق او فساد وي د هغه خوله به تل په همدغه بدبویۍ اخته وي لکه داعشي خوارج چې تل په ښکنځلو ګویا وي.

په ټوله کې دا هغه څه دي چې د یوې ډلې اخلاقي زوال په نښه کوي نو د داعش د نورو برخو د زوال په څېر اخلاقي زوال هم شروع دی.

د نورو مرضونو ترڅنګ د داعشیانو اخلاقي مرض هم مسلمانانو ته ظاهريږي. بعون الله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version