په اوس وخت کې داعش ځان په داسې یوه خالي پنجره کې بند کړی چې نه نندارچي لري او نه هم ملاتړي، ځکه چې دوی په هیڅ ډول ثابتو دیني او ټولنیزو اصولو باندې ولاړ نه دي او هېڅکله یې هم دا فکر نه و کړی؛ چې یوه ورځ به د خلکو مخې ته درېږي او پایله به یې څه وي.
د خلکو تصور د دې حرکت د پیل په ورځو کې له مینې او توان څخه ډک و، خو ډېر وخت نه و تېر چې داعش خپله اصلي څهره ښکاره کړه او د خپلې سخت دریځي او سخت فکرۍ له امله؛ خلکو او پلویانو یې ترې لاس واخېست.
په مبارزه کې بریا د هغه چا او هغه حرکت په برخه وي، چې د خلکو د ملاتړ لاسونه له ځان سره ولري؛ خو خلک له هغه چا او حرکت څخه ملاتړ کوي، چې دین او د اسلامي شریعت احکام ورته لومړیتوب ولري.
داعش په دې وروستیو کې یوې داسې نقطې ته رسېدلی، چې نه یوازې یې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړی؛ بلکې هېڅ عالم او د اسلامي نړۍ هېڅ پوه یې په اړه مثبت نظر نه لري.
داعش له خپلې سختدریځۍ سره، د دې باور په نشتون چې زور هیڅکله بریا نه شي راوستلی؛ خپل مسیر ته دوام ورکړ، خو پایله یې اوس ټولو ته معلومه ده.
دغه حرکت د خلکو په منځ کې د ویرې او ترهې په خپرولو سره؛ د نرمۍ او عاجزۍ فکر ته زیان رسولی او په دې ډلې کې د نرمۍ او عاجزۍ هېڅ مفهوم نشته.
انسان باید د وخت بدلونونه په نظر کې ولري او د ټولنې پر بنسټ د ژوند ټولنیزې لارې و ارزوي، په دیندارۍ محکم او ثابت پاتې کېدل؛ له دې سره چې وېره او ترهه دې د ټولنې برخه شي، په بشپړ ډول متضاد دي.
د داعش سازمان او حرکت؛ چې په یوازیتوب یې د نړۍ لپاره پلانونه جوړ کړي، لکه د دوی فکرونه، بېثباته او ورانونکي دي، په عصري نړۍ کې د تنګو او محدودو افکارو درلودل د پرمختګ لاره دنه ده، د انسان فکر باید په نړۍ کې د محسوسو بدلونونو په کچه پراخ وي.
په دیني افکارو ټینګ پاتې کېدل غوره امر دی، خو تر هغه چې د دین سرې کرښې نه ماتېږي، انسان باید نرمښت هم وښيي، هغه خلک او حرکتونه چې شاوخوا یې دیوالونه جوړ کړي او نور یې په زندان کې ګڼلي؛ پرته له دې چې وخت ضایع کړي او د خدای جل جلاله له نعمتونو څخه ګټه وا نه خلي؛ بل څه نه کوي.
داعش؛ بدمرغې پدیدې، ځان په داسې خالي قفس کې لیدلی چې له حقیقي دُښمنه خالي دی، له همدې امله، کله پر یو مسلمان، چې د دین د دښمنانو لخوا ځانګړی نوم ورکړل شوی؛ حمله کوي او کله په بل مسلمان یا بله ډله د بل نوم او لقب سره.