خوارج په کلام الله نه پوهیږي، څو مثالونه یې! دویمه برخه

قیس نعماني

کله چې حضرت ابن عباس “رضي الله عنهما” د خوارجو سره مناظرې کولو ته وړاندې شو، نو ورته وې ويل:

“قلت: لهم، أتيتکم من عند اصحاب النبي “صلی الله عليه وسلم” المهاجرين والأنصار، ومن عند إبن عم النبي “صلی الله عليه وسلم” وصهره، وعليهم نزل القرآن، فهم اعلم بتأويله منکم، وليس منکم فيهم احد.”

“زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين له جانبه راغلی يم، چې په هغوی کې هم انصار سته، او هم مهاجرين؛ او د رسول اللہ صلی اللہ عليه وسلم د تره زوى او د زوم “حضرت علي کرم الله وجهه” له جانبه راغلی يم، دا هغه خلك دي، چې د دوی په مخکې د کلام الله نزول شوی، دغه خلك د کلام الله په تفسير او تأويل له تاسې څخه ښه پوهيږي، او په تاسو کې له دغه خلکو څخه هيڅ داسي شخص نسته.”

دا حديث مبارك ډير اوږد دی، خو د موضوع مطابق مو لږ را نقل کړ، سنن نسائي په السنن الکبری کې را اخيستی دی، رقم الحديث: “8522” دی. هلته پوره حديث مبارك لوستلی شئ.

علامه إبن حزم رحمة الله عليه په خپل تصنيف کې د خوارجو د ناپوهۍ اړوند داسي ويلي:

“ولکن الخوارج کانوا اعرابًا جهالاً کالأنعام، بل هم أضل سبيلا”.

(الفصل في الملل والاهواء والنحل)

په بل ځای کې وايي: د خوارجو اسلاف غرني او صحرايي خلک و، هغوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د صحيح ثابت کړی شوي سننو کې تر تفقّه حاصلولو مخکې کلام الله ويلی و، او په خوارجو کې له مشهور فقهاء کرامو څخه يو هم نه و.

نه د عبد الله بن مسعود له شاګردانو څخه څوك و، نه د عمرو بن عاص له شاګردانو څخه څوك و، نه د حضرت علي “رضي الله عنه” له شاګردانو څخه څوك و، نه د عائشه صديقة “رضي الله عنها”، نه د ابو موسی اشعري، نه د معاذ بن جبل، نه د ابو درداء، نه د سلمان، نه د زيد بن ثابت، نه د عبد الله بن عباس، نه د عبد الله بن عمر له شاګردانو څخه څوك ؤ،”رضوان الله تعالی عليهم اجمعين”.

له همدې امله تاسې که يو ځای خوارج ګوری، چې کله يوه نوې مسئله ور پېښه شي، او هغه مسئله به يوې وړې فتوی ته ضرورت لري، نو د دوی په منځ کې به پرې سخت اختلاف جوړ وي، او د هغې پر اساس به دوی يو پر بل د تکفير مهر سره و وهي، له همدې څخه د خوارجو ضعف او ناپوهي در قياس کړئ، چې دوی څومره ناپوه، د کلام الله، کلام الرسول او علم الفقه څخه ليري او ناخبره خلك دي.

کوم وخت چې حضرت علي “کرم الله وجهه” دوی ته په نصيحت کولو کولو ستړی او مايوسه شو، او د ځمکې پر مخ همدې خوارجو د فتنې او فساد خپرولو او د ناحقه وينې تویولو وروسته ده مبارك رضي الله عنه د خوارجو پر ضد د جنګ اعلان وکړ، نو د خوارجو لاندي او راتلونکي صفتونه يې ذکر کړل.

“قاتلوا من حاد الله، وحاول أن يطفئ نور الله.

قاتلوا الخاطئين الضالين القاسطين المجرمين.

الذين ليسوا بقرآء للقرآن، ولا فقهاء في الدين، ولا علماء في التاويل، ولا لهذا الامر بأهل سابقة في الإسلام.

و الله! لو ولوا عليكم لعملوا فيكم بأعمال كسرى و هرقل”

(تاريخ الطبري ۷۸/۵).

د هغه خلکو پر ضد جهاد وکړئ چې د الله تعالی سره دښمني کوي، او د الله تعالی نور په ځمکه کې مړ کول غواړي. د هغه خلکو پر ضد قتال وکړئ چې خطاکار، بې لارې، ظالمان او مجرمان دي؛ دا خلك نه د کلام الله قاريان دي، نه د دين اسلام فقهاء دي، نه د علم تفسير و تاويل علماء دي او نه په اسلام کې تر دې وړاندي د دې خوارجو کوم وجود و.

په الله جل جلاله قسم! که دا خلك ستاسي پر سر حکَم وګرځيدل، نو دوی به ستاسي په داخل کې هغه کارونه ترسره کړي، کوم چې کسری او هرقل بادشاهانو وکړل.

وما توفيقي إلا بالله، عليه توکلت وإليه أنيب

Exit mobile version