خوارج ولې مسلمانان هدف ګرځوي؟

لیکنه:برکت الله “مسرور”

دا چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ ستره جابره امریکه او ورسره مل متحده ایالات سره له دومره تجهیزاتو پر ګونډو کړل او پر ټیټو سترګو یې له هیواده وشړل، څرګنده خبره ده، چې د دوی لپاره یو لوی د شرم ځای ده او هیڅ کله هم ورته د زغملو نده
د دې لپاره چې امریکا ځانته د خټې پوزه جوړه کړي، نو د خپلو ټولو پلانونو سره په دې وتوانیده، چې د مسلمان په جامه کې داسې ډله پیدا کړي چې د اسلامي نظام او مسلمانانو پر خلاف مسلحه جګړه وکړي او د دوی شوم اهداف تر لاسه شي.

هغه ډله چې د داعشو (خوارجو) په نوم جوړه او د افغانستان په شمول ټولو اسلامي ممالکو کې یې خپل فعالیتونه شروع کړل.

خوارج هغه څوک دي چې د کفري نړۍ د خوشحالولو لپاره یې هر ډول ظلم او ستم ته ملا تړلې.
خوارج د مسلمانانو عامه ځایونه هدف ګرځوي او بریدونه ورباندې کوي.

دوی له اسلام څخه خارج اشخاص دي او غواړي چې د نړۍ پر مخ د اسلام نوم بدنام او بلاخیره یې له منځه یوسي، خو کامیاب به نشي بنصر الله.

دا چې پر افغانستان کې لله الحمد اسلامي نظام حاکم او مسلمانانو بری وموند، نو خوارجو هم زمونږ هیواد افغانستان هدف وګرځول. زمونږ پر مدارسو یې بریدونه وکړل او زمونږ لوی-لوی علماء کرام او شیوخ کرام یې په شهادت ورسول، زمونږ طلباء کرام یې په شهادت ورسول او همدا سلسله جاري ساتي، ځکه چې د دوی موخه یوازې په اسلامي نړۍ د علم ختمول دي، مګر دوی پوه ندي چې زمونږ قیادت پر علماء کرامو پسې دی او پر هر قیمت به د علماء کرامو، طلباء کرامو او عامو مسلمانانو دفاع ته مټې رانغاړو او رانغاړلې مو دي.
مونږ به پر خپل ټول ایماني قوت د اسلام دښمنانو مخه نیسو او هیڅ کله به اجازه ورنکړو چې پر لاس راغلی امن اخلال کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version