خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې/ اتمه برخه

#image_title

 

خوارجو چې وار د مخه یې حضرت علي رضي الله ته نیت او اراده سمه نه وه او د يوې بهانې په لټون کې وو، چې څنګه حضرت علي رضي الله عنه پرې متهم او له عادت سره سم د یو بل خلیفه په ضد پاڅون وکړي؟

د صفين د جګړې په جریان چې په کال 36 ـ37 هـ ق کې پېښه شوه، خوارجو ته يوه بهانه په لاس ورغله او هغه دا چې معاويه رضي الله عنه له حضرت علي رضي الله عنه څخه د قرآن په پورته کولو سره غوښتنه وکړه چې نور باید جګړه پای ته ورسېږي.

خوارجو فوراً حضرت علي رضي الله عنه ته ګواښ وکړ چې د شامیانو غوښتنه ومنه، کنه ستا سره به هغه څه وکړو، کوم څه چې مو له حضرت عثمان رضي الله عنه سره کړي وو.

حضرت علي رضي الله عنه یې د مصلحت په بنا غوښتنه ومنله.

کله چې دا بهانه هم د دوی له ګوتو څخه ووته بیا د تحکیم (پرېکړې) مسئله مخته راغله او عمرو بن العاص رضی الله عنه او ابو موسیٰ الاشعري رضی الله عنه د پرېکړې کوونکو په حيث وټاکل شول.

خوارجو له موقع څخه په استفادې غږ پورته کړ چې “الحکم لله” پرېکړه يوازي له الله جل جلاله سره ده، څنګه تاسو په انسانانو پرېکړه کوئ؟

خوارجو په دې سره په حضرت علي، معاويه او نورو سترو صحابه رضوان الله تعالیٰ علیهم په وړاندې د کُفر فتوا صادره او دوی یې واجب القتل وبلل.(العیاذ بالله).

دولس زره کسان د حضرت علي رضی الله عنه له صف نه جلا او په یو داسې نازک پړاو کې یې د هغه له اطاعت څخه خروج وکړ چې ډېری مسلمانان په دې جګړه کې په شهادت رسېدلي وو او آن خلکو به دا ویل: چې د سرحداتو د ساتني او جهاد لپاره به اوس کسان له کومه کوو؟

او همدا ډله چې دې پرېکړې ته یې غاړه نه کېښوده او د الحُکم لله شعار یې د دې لپاره بدرګه کاوو، تر څو د شر او فساد لمن ښه پراخه کړي او د حضرت علي رضي الله عنه په وړاندې د خلکو کرکه لا ښه را وپاروي.
ځکه هم حضرت علي رضي الله عنه ویلي: شعار ښه شعار دی لیکن دوی سبب د فساد کرځولی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version