خوارج، د حقيقي خلکو په جامه کې یوه توره، ذلیله او فتنه ګره ډله ده، دوی په خپلو بدو کړو او ناوړه چلند، د انسانیت رنګ بدل کړی دی، ځانونه حقيقي مسلمانان او الله جل جلاله ته ژمن معرفي کوي، او ادعا کوي چې له نورو ډېر شریعت ته پابند دي، خو که د شریعت له معیار سره وکتل شي، ټول اعمال یې له دین سره په ښکاره ټکر کې دي.
خوارجو تل د مسلمانانو په جامه کې، د همدې امت د کمزوري کولو هڅه کړې، د مسلمانو لښکرو مخ یې له فتوحاتو را ګرځولی، په اوسني عصر کې، امریکا او اسرائیلو ته دوی ښه فرصت برابر کړی، تر څو مجاهدین او مسلمانان له پرمختګ، وحدت او بریا را ګوښه کړي.
په عراق د امریکا د یرغل پر مهال، د ابومصعب زرقاوي سپېڅلی مقاومت، چې د امریکا غرور یې ولړزاوه، دغه یرغلګر له یوه ناوړه راتلونکې سره مخ کړل، کله چې سپېڅلی جهاد د بریا پر لور روان و، د امت دا ستر اتل ابو مصعب زرقاوي په شهادت ورسید، له دې وروسته، خوارج راپورته شول، د جهاد بریالی لښکر یې له فتوحاتو محروم کړ، امریکا ته یې بیا امید ورکړ، قوت یې ور تازه کړ، او پر مسلمانانو یې بیا وحشت پيل شو.
خوارج د سپېڅلو مجاهدینو ځورونه پیل کړه، ډېر مجاهدین یې له لاسه ووتل، هغه مجاهدین چې امریکا به یې له نوم او نوموسه وېرېده، همدغه خوارجو له جګړې را ګوښه کړل، یا یې بنديان کړل، یا یې له عراقه وشړل.
له عراق وروسته، چې کلونه وړاندې د شام (سوریې) مجاهدین د فتوحاتو په ګړندي بهیر کې روان وو، همدغه فتنګرې ډلې د هغوی په وړاندې ودرېدې، او مجاهدین یې بېرته له بریاوو بې برخې کړل. دوی د بېلابېلو نومونو لاندې، د حق لښکرو پر وړاندې جګړه پیل کړه.
امریکا او اسرائیلو ته، دا لوی غرور او چانس همدغو خوارجو ورکړی، که دوی د امت له زلمي نسل سره نه وای یو شوي، که یې پر دوی تکیه نه وای کړې، نن به دا غرور خاورې شوی وای، لکه څنګه چې یې په افغانستان کې خاورې شو.
نن که وکتل شي، هر ځای چې مجاهدین د کفر پر وړاندې جهاد کوي، همدغه خوارج د هغوی په وړاندې جګړه کوي، د دوی د بریا مخه نیسي، په داسې حال کې، چې دوی ځان حقپرست معرفي کوي، او خپل باطل صف ته د حق لښکر نوم ورکوي.
خو موږ پوهېږو چې دوی څوک دي، او د چا لخوا حمایه کېږي، د دوی زیاتره مشران د موساد او سي آی اې (CIA) سره اړیکې لري، او له همدې خوا حمایت کېږي، د دوی اقتصاد د سپېڅلو مجاهدینو او علماوو په وینو ولاړ دی، دا هغه پاکې وینې دي چې دوی یې امریکا او اسرائیلو ته خرڅوي، او خپل اقتصادي بنسټ پرې جوړوي.
د دې تورې ډلې پیروان باید د دوی تېر تاریخ مطالعه کړي، حق او ناحق وپېژني، او په پټو سترګو دا توره رسۍ ونه نیسي، کنه د محشر پر ورځ به د الله په وړاندې ذلیل ولاړ وي، او پای به یې جهنم وي، إن شاءالله.