د هغه ګناهونو په قطار کې چې خوارج پرې مرتکب دي، ځينې نور ګناهونه هم شته چي خوارجو خپل معمول ګرځولي دي او لازمه ده چې ځوان نسل له هماغه ګناهونو نه ځان باخبر کړي تر څو له دې فتنې څخه وژغورل سي، د هغو ګناهونو تفصیل په لاندې شکل دی.
(۲) التسلط علی بلاد المسلمين (د مسلمانانو پر هېوادونو او ښارونو تسلط)
دا یو لوی ظلم او فتنه ده، ځکه دا عمل د مسلمانانو د امن، مال، ناموس او نظام له منځه وړي، الله جل حلاله په قرآن عظيم الشان کي فرمايي: «إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ، أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ» (الشورى: ۴۲)
ژباړه: بېشکه سزا او ملامتي يوازې د هغو کسانو لپاره ده چې پر خلګو ظلم کوي او په ځمکه کې ناحقه سرکشي کوي؛ همدغو ته به دردناکه عذاب وي.
نو دا ډول تسلط ظالمانه بغاوت دی، چې د شریعت له مخې حرام دی، خوارج له پېله د اسلامي دولتونو پر ضد بغاوت کړی، د حضرت علي رضي الله عنه پر خلاف یې جګړه شروع کړه، کوم چې د هغه وخت مشروع خلیفه و، هغوی د مسلمانانو خاوره اشغال کړه، ښارونه یې ونیول او خلک یې ووژل.
همدارنګه خوارجو د نهروان جګړه پیل کړه، ښځې، ماشومان او عام مسلمانان یې شهیدان کړل، دا عمل څرګندوي چې هغوی د اسلامي دولت د جوړښت، سولې او ثبات پر ضد و.
(۲۷) شدة حربهم لبلاد الحرمین ودول الخليج (د حرمینو او خلیجي هېوادونو سره جګړه)
حرمین شریفین (مکه او مدینه) د اسلام تر ټولو سپېڅلي ځایونه دي، پر دوی جګړه کول د دین، قبلې او شعائر الله توهین دی، الله ج په قرآن کريم کي فرمايي: “ومن یعظم شعائر الله فانها من تقوی القلوب”
یعني: د یو مسلمان د تقوی نښه هم دغه ده چي د شعائر الله تعظيم وکړي.
له همدې آيت څخه څرګند کيږي چې د شعائر الله تعظيم پر هر مسلمان واجب او بی حرمتې يې حرام بلل کيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«من أراد أهل المدينة بسوء، أذابه الله كما يذوب الملح في الماء» (مسلم)
ژباړه: څوک چې د مدینې خلکو ته بد نیت ولري، الله به هغه داسې له منځه یوسي لکه مالګه چې په اوبو کې وېليږي.
همدا راز د حرمینو ساتنه د اسلامي امت مسؤولیت دی، او پر ضد یې جګړه د خوارجو خوی دی، په معاصر وخت کې داسې ډلې چې ځانونه اسلامي ډلې بولي، خو د خوارجو عقیده لري (لکه داعش او ورته ډلې)، د مکې او مدینې پر ضد یې تهدیدونه کړي، پر مسجدونو یې بریدونه کړي، او د اسلامي دولتونو علما او حکام یې تکفیر کړي.
خوارجو به مکې مکرمې او مدینې منورې ته اهمیت نه ورکاوه، ځکه د هغوی د عقل اساس دا و چې څوک د هغوی له عقیدې سره برابر نه وي، دوی يي کافر ګڼي، که هر څوک وي.