حالات مو مثبت لور ته بدليدای شي خو عبدالرحمن بن معاویه بن هشام (صقر قريش) غواړي

ژباړه: عبیدالله رقیب

أمویانو ته دنیا سور اور شوه، ټول قریبان او خواخوږي یي تر تېغ تېر شول، فقط څو کسان پاتي وو، چې یو یي ۱۹ کلن ځوان عبدالرحمن و، چې دنیا یي په لټه کي وه، په سر یي جائزې منل شوې وې، او پنا ورکونکي ته یي د مرګ سزا اعلان شوې وه.
ځوان حیران و چي چیرته سرپنا پیدا کړي؟! څنګه له وژلو خلاص شي… خو مایوس نه و، د پلان له مخي له یو ملګري سره د عراق له اطرافو شام ته لاړ، له شامه مصر او بیا طرابلس ته ورسېد، وروسته تونس او جزائر ته لاړ، له مغربه تېر شو او تر سمندر واوښت، دا شپږ کلن سفر یي د شپې مزل د ورځي په پټیدو سره وکړ، سخت کړاونه یي ولیدل او څو واره له هلاکت سره مخ شو، خو همت یي له لاسه ور نه‌کړ.
اندلس ته چي ورسېد هلته د مسلمانانو تر منځ د بربر او عرب په نوم جګړې وې او د عربو تر منځ هم د قیسیانو او یمنیانو په نوم وژني او ډلبازۍ وې، د دې تر څنګ نصارا هم په سرحداتو مسلط وو او د اسلامي خاوري څنډې یي سکڼلې!
ځوان عبدالرحمن د الله په توکل، په خپل درایت، عقل، همت، …. مستقل دولت تأسیس کړ، فوج او مالي دفتر یي تیار کړ، هیوادوال یي یو موټی کړل او نصارا یي وزغلول؛ په دنیا کې د کوم هیواد مرسته څه، چې ټوله مسلمانه او نامسلمانه نړۍ يې د وينو تږې وه، خو دغه مؤمن ځوان داسي نظام تأسیس کړ چې په کم وخت کې د ټولې نړۍ لپاره بېلګه شو، سلګونه کلونه يې ډبرين پلونه وپالل شول.
مرجع: شیخ علي طنطاوي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version