تش په نوم «شام ولایت» د داعشیانو لپاره د سمندر ګرداب ګرځیدلی

ژباړه: عبدالکریم امت زوی

 

په دې وروستيو کلونو کې په شام کې د داعش لپاره د امنيت نشتوالی، د «نورو ولایتونو و د شام ولايت» تر منځ د نه اعتماد شتون د داعشیانو لپاره په دايمي مرض تبديل شوی دی.

د ډېرو عملياتو، چاپو، د نيونو او اعترافاتو تکرار له دوست څخه مخکې دُښمن ته په ثبوت ورسوله، چې د «شام ولايت» د جاسوسۍ او اجيرخورۍ په سرطان اخته شوی دی. داسې سرطان چې د داعش ريښې يې له بيخ څخه وويستې او تقريباً ټول اميران او مشران یې ورته ختم کړل.

په شام کې د ډېرو مشکلاتو څخه، يو غټ مشکل، دې تش په نوم ولايت کې د داعش د رهبري قيادت موجوديت وو. د څلورو خليفه ګانو، او د درې وياندويانو وژل، د رهبري شورا د غړو، د مفوضه کميسيون او د ولاياتو د عامه قيادت د مديرانو څخه یې ډېری شمير بې طرفه کېدل، په دې خبره کره دليل دی، چې د شام په نامه ولايت د داعش لپاره د سمندر ګرداب ګرځيدلی، چې د داعش عامه قيادت یې په ډېر بد شکل تېر کړ او کولای شي چې ټول داعش سره د تفصيلاتو په آرامۍ له ستوني تېر کړي.

اوس مهال د داعش له داخل څخه ځينې خلک دا توثيقوي، چې ډېری ولايتونه په کُلي شکل د شام په ولايت بې اعتماده دي، تر دې چې د جاسوسۍ په ولايت یې نوموي، دغو خرابو وضعيتونو د شام د ولايت او د رسنيو د مرکزي دفتر تر منځ فاصلې لا ډېرې کړي، او نيمه تائيد شوي خبرونه ښیي، چې د خليفه د مړينې د اعلان ځنډول به په داعش کې مشران دېته مجبور کړي، چې د داعش نوی خليفه او اداره د عراق او شام څخه خارج وټاکي. او تر ټولو د اعتماد خبره دا ده چې داعش د داسې يو اضطراري حالت سره مخ دی، چې مخکې ورسره هیڅ وخت نه وو مخ شوی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version