ګواکې دوه تور سیورې د انسانیت پر وجدان خپاره شوې دي. اسرائیل او پاکستان، هر یو په خپل ډګر کې، په داسې لاره ګام ایښی چې د بېګناه انسانانو په وینو لړل شوې ده؛ داسې لاره چې نه ویاړ لري او نه انسانیت، بلکې یوازې د مظلومانو د ژړا او آه له لارې پېژندل کېږي.
تاریخ، دا چوپ خو ویښ شاهد، څو ځله داسې صحنې لیدلې دي؛ هغه صحنې چې پکې واکطلبه کسان، د غرور په نشه کې او له عدالت څخه بېپروا، لاس جنایت ته غځولی دی. خو همدغه تاریخ د دې کیسو پای هم په خپلو پاڼو کې لیکلی دی. هېڅ ظُلم تلپاتې نه دی پاتې شوی او هېڅ ظالم نه دی توانېدلی چې له خپل حتمي برخلیک څخه وتښتي.
نن هم دا شومه سیالي، که څه هم دردناکه او زړه سوځوونکې ده، خو د هماغه نه بدلېدونکي الهي او تاریخي سنت یادونه کوي؛ هغه سنت چې له مخې یې، که د ظلم شپه هر څومره اوږده وي، بالآخره د عدالت سپېدې ته رسېږي. د ماشومانو چوپ شوي غږونه، د میندو اوښکې او پر خاوره توی شوې وینې، دا ټول به ګواهي ورکوي او یوه ورځ به په داسې فریاد بدلې شي چې د ظلم ماڼۍ به ونړوي.
باید وکتل شي چې په دې ناوړه لاره کې به کوم یو تر بل وړاندې سقوط ته رسېږي؛ خو دا خبره څرګنده ده چې د دې لارې پای د دواړو لپاره له رسوايۍ او نابودۍ پرته بل څه نه لري. ځکه د زمانې څرخ هېڅکله د ستمګرو په ګټه نه دی ګرځېدلی او نه به وګرځي. خو دا پای به یوازې یو ساده سقوط نه وي؛ بلکې داسې نړېدل به وي چې له دننه پیل کېږي. کله چې د ظلم بنسټونه پر وېره او دوکې ولاړ وي، لومړي درزونه به په همدې بنسټونو کې راڅرګندېږي.
هغه ولسونه چې د ستم تر بار لاندې چوپ پاتې شوي وي، یوه ورځ به راویښېږي؛ او دا ویښتابه هماغه ځواک دی چې هېڅ ځواک یې د مهار توان نه لري. په دې توره لاره کې، هر هغه ګام چې د بېګناه انسانانو پر وینو اېښودل کېږي، د کندې تر غاړې واټن لا کموي. هر ځپل شوی فریاد، په داسې انګازې بدلېږي چې ژر یا وروسته بېرته راګرځي او هره اوښکه چې پر ځمکه څاڅي، داسې تخم دی چې یوه ورځ به ترې د قهر او عدالت ونه راټوکېږي.
نن ورځ د ځواک شورماشور ممکن حقیقت د دوړو تر شا پټ کړی وي؛ مګر سبا به همدغه حقیقت د سوځوونکي لمر په څېر به پردې وشلوي. هغه وخت به نه کومه پلمه پاتې وي او نه د تېښتې لار. نومونه به پاتې شي، خو نه د ویاړ په توګه، بلکې د تاریخ په پاڼو کې د عبرت د نښو په توګه.
په پای کې، دا سیالي به د قدرت په ډګر کې نه، بلکې د وخت په محکمه کې قضاوت شي؛ یوه محکمه چې پکې هیڅ نفوذ کار نه کوي او هیڅ دروغ نه منل کیږي. او هلته به روښانه شي چې ریښتینی ګټونکی هغه څوک نه دی چې تر ټولو ډیر یې ویجاړۍ کړي وي، بلکې هغه څوک دی چې د حقیقت او انسانیت تر څنګ ولاړ وي.
