د تاریخ اوږدې پاڼې یو تلپاتی حقیقت بیانوي: هیڅ امپراتوري، هیڅ ځواک او هیڅ ستراتېژي نه ده توانېدلې، چې د یوه ژوندي ملت عزم مات کړي. ځواکونه راځي نقشې جوړوي، جګړې پیلوي او بیا له ماتې وروسته د تاریخ په تیارو کې ورکیږي، خو ملتونه پاتې کیږي ځکه ملت د خاورې، عقیدې، عزت او هویت هغه ځواک دی، چې د زور، دسيسې او استخباراتي لوبو پر وړاندې هم نه ماتیږي.
په معاصر تاریخ کې هم دا حقیقت بیا تکرار شو. کله چې د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ایتلاف د افغانستان جګړه (۲۰۰۱ز کال) پیل کړه، د نړۍ ډېرو ستراتېژیکو مرکزونو داسې انګېرله، چې د ځواک توازن به د اوږدې مودې لپاره بدل شي. پرمختللې وسلې، لوی پوځونه او نړیوال فشارونه ټول د دې لپاره راټول شوي وو، چې افغان ملت مات کړي، خو د جګړې پایلې دا وښوده، چې کله یو ملت د خپل هویت او خپلواکۍ لپاره درېږي، نو د نړۍ تر ټولو ستر ځواکونه یې هم د ارادې د ماتولو توان نه لري.
د همدې تجربې له پای وروسته نړیوال سیاست یو بل پړاو ته داخل شو. پوځي حضور کم شو، خو سیاسي او استخباراتي سیالۍ لا ژورې شوې. هغه ځواکونه چې د جګړې په ډګر کې بریالي نه شول، اوس هڅه کوي د نفوذ نوې لارې ومومي؛ داسې لارې چې د سیمو ترمنځ بېثباتي رامنځته کړي او د سیمهییزو کړیو له لارې خپلې ستراتېژۍ عملي کړي.
په دې معادله کې د جنوبي اسیا جغرافیه بیا د سیاسي سیالیو مرکز ګرځېدلې ده. په ځانګړي ډول د پاکستان د پوځي جوړښت ځینې کړۍ د دې تورونو سره مخ دي، چې د نړیوالو سیالیو په یوه حساس پړاو کې د بهرنیو اهدافو د پلي کولو لپاره کارول کیږي. د دې تورونو له مخې هڅه کیږي، چې سیمه په دوامدار فشار کې وساتل شي، څو د ستراتېژیکو حسابونو توازن بدل شي.
د سیاسي لیدنو او سفرونو لړۍ هم د همدې بحث یوه برخه ګرځېدلې ده. د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر څو ځله د واشنګټن له سیاسي حلقو سره اړیکې ټینګې کړې او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د امریکا له مشرانو سره پر اړیکو ټینګار کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سیمې د امنیتي معادلو په اړه څرګندونې کړې، چې د تحلیلګرانو لپاره د بحث موضوع ګرځېدلې ده.
په عین حال کې د سیمې لویه جغرافیه د نویو احتمالي تقابلونو تر سیوري لاندې ده. د ایران پر وړاندې د فشارونو زیاتوالی، د منځني ختیځ کړکېچونه او د نړیوالو قدرتونو سیالۍ د دې سبب شوې، چې سیمه د یوې سترې ستراتېژیکې لوبې په مرکز بدله شي خو په دې ټولو معادلو کې تر ټولو مهم عنصر بیا هم د ملتونو اراده ده.
تاریخ موږ ته دا هم ښيي، چې ستراتېژۍ ډېر ځله د کاغذ پر مخ ځواکمنې ښکاري، خو کله چې د ملتونو له ارادې سره مخ شي، نو ماتې خوري ځکه ستراتېژي د څو سیاستوالو پلان وي، خو اراده د یوه ملت ګډ شعور وي. پلانونه د دفترونو په مېزونو جوړېږي، خو اراده د قربانیو، مبارزې او عقیدې له لارې پیاوړې کیږي.
ملتونه هغه وخت نه ماتیږي، چې جګړه ورباندې وتپل شي؛ ملتونه هغه وخت ماتیږي چې خپله اراده له لاسه ورکړي خو کله چې اراده ژوندۍ وي، نو حتی د نړۍ تر ټولو پېچلې سیاسي لوبې هم د هغه ملت راتلونکی نه شي بدلولای.
همدا لامل دی، چې نن د سیمې په سیاسي فضا کې یو بنسټیز سوال راپورته کیږي: ایا هغه ستراتېژۍ چې د پردیو د ګټو لپاره طرحه کیږي، کولای شي د ملتونو د ارادې پر وړاندې د اوږد مهال لپاره دوام وکړي؟
تاریخ تر اوسه یو واضح ځواب لري: امپراتورۍ ړنګې شوې، ستراتېژۍ بدلې شوې، ځواکونه بدل شول، خو هغه ملتونه چې د خپل عزت او خپلواکۍ ساتنه یې خپل رسالت بللی، تلپاتې شوي دي. په پای کې وروستۍ فیصله نه د وسلو ده، نه د استخباراتو او نه هم د ستراتېژیو؛ وروستۍ فیصله د ملتونو د نه ماتېدونکې ارادې ده.













































