افغان کډوال ځورول به پاکستان ته څه ورکړي؟

زبیر عاطف

د خپل داخلي بحران په قابو کولو کې تر ناکامۍ وروسته پاکستاني رژیم خپل ټول پام په خپله خاوره کې د هغو افغان کډوالو نیولو او ځورولو ته اړولی چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې مېشت وو. لومړی په ځینو سیمو کې دا اقدام د ځینو چارواکو لخوا د نژادي تعصب له مخې پیل شو، خو اوس ښکاري چې له افغانانو سره دا تعصب حکومتي کچې ته رسېدلی دی.
میلیونونو افغانانو لومړی ځل د ۱۹۷۰یمې لسیزې په اخیر کې پاکستان ته تر هغه وروسته هجرت وکړ چې پر افغانستان شوروي اتحاد یرغل وکړ. پاکستاني ولس په خلاصه غېږه د خپلو افغان وروڼو لاسنیوی وکړ خو حکومت یې تل دا موضوع د فشار د یوې آلې په حیث استعمال کړې ده.
افغان کډوال د پاکستان په اقتصاد او ټولنیزه رفاه کې عمده رول لري. په یوه معنا پاکستان ته اوښتو افغانانو ته مهاجر ویلای هم نشو ځکه چې د ډیورنډ کرښه فرضي ده او که یو افغان تر دې کرښې واوړي په هغه غاړه کې یې خپل نور خپلوان اوسیږي.
اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې په داسې حساس وخت کې د بېګناه افغان مهاجرو کورنیو (چې عمدتًا یې ماشومان، ښځې او سپین ږیرې دي) نیولو ته مخه کړې ده؟
ممکن بېلابېل علتونه ولري خو یو څو علتونه به یې دلته ووایو.
پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. دوی فکر کوي چې افغانان د پاکستان پر اقتصاد بوج دی او په ایستلو سره به یې د دوی اقتصاد عادي حالت ته وګرځیږي. دا فکر یې کاملًا اشتباه دی ځکه چې افغان کډوال په پاکستان کې خپل جایدادونه او کارخونې لري او که راووځي، سلګونه زره پاکستانیان به مستقیمًا ترې اغېزمن شي.
د پاکستان اوسنی رژیم، چې په بشپړ ډول د پوځ په واک کې دی، ممکن غواړي چې په دې کار سره له نړیوالو ادارو پیسې ترلاسه کړي او د معمول په څېر یې پر کډوالو د مصرف پرځای د پوځ او سیاستوالو شخصي اکاونټونو ته رهي کړي. پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغان کډوالو له برکته سلګونه میلیونه ډالر د مرستې په نوم ترلاسه کړي، خو تقریبًا ټول شخصي جېبونو ته تللي دي.
دا هم امکان لري چې د پاکستان ادارې دې دې موضوع ته د دې لپاره هوا ورکوي چې په خپلو داخلي ناکامیو او فضاحتونو پرده واچوي او عامه اذهان بل لور ته سوق کړي.
تر ټولو مهمه دا ده چې پاکستان د افغان کډوالو موضوع پر افغانستان د فشار د یوې آلې په حیث کاروي. دوی فکر کوي چې په دې سره به افغانستان د دوی د هغو بې بنسټه فرضي ګواښونو له منځه وړلو ته مجبور شي چې اصلا له افغانستان سره تړاو نلري او سرچینه یې بېرته د پاکستان داخلي ناسمو پالیسیو او ناکامیو ته ورګرځي. الله تعالی به افغان مهاجرینو ته د حل یوه لاره برابره کړي (في الحال د افغانستان د حکومت په کچه د کډوالو راستنولو لپاره په سترو پلانونو کار روان دی) خو پاکستان له افغان کډوالو سره د ناسم چلند له امله خپل اعتبار په نړیواله کچه له لاسه ورکوي او د افغانانو په زړونو کې به یې نفرت نور هم زیات شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version