اسلامي امارت د خلافت اعلان ولې نه کوي؟

پنځمه برخه

 

خلافت فرض عین دی که فرض کفایي؟

 

یوه پوښتنه راولاړیږي: خلافت فرض عین دی که فرض کفایي؟

که بالفرض، فرض کفایي یې هم وبولو نو د فقهاء کرامو او اوصولپوهانو منل شوې قاعده ده، چې فرض کفایي تر ټاکلې نېټې پورې ادا نه شي نو هغه فرض عین کرځي، د خلافت قیام په پېل کې فرض کفایي دی، خو تر ټاکلې نېتې یعنې درېیو ورځو پورې یې که څوک ادا نه کړي نو فرض عین به وګرځي.

لکه جهاد په پېل کې فرض کفایي دی، خو که په ټاکلې نېته کې یې څوک ونه کړي نو فرض عین ګرځي او ترڅو چې ادا شوی نه وي، نو ټول خلک ګناهګار دي. لکه د جنازې لمونځ فرض کفایي دی، خو تر ټاکلې نېټې یې څوک ادا نه کړي نو فرض عین ګرځي او ټول خلک به یې د نه کولو له امله ګناهګار وي.

د شلمې پېړۍ لومړیو کې د عثماني خلافت له سقوط رادې خوا د خلافت نظام معطل دی او د خلیفه انتخاب نه دی شوی، د پورته دلایلو په رڼا کې د خلافت بیا ژوندي کول او خلیفه ټاکل له هغه وخته تر ننه پورې د لمانځه او روژې په څېر فرض عین دی، چې زر تر زره یې ادا کول د مسلمانانو په ذمه دی.

 

منبع: (شیطان لښکر)

 

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version