د نړۍ دجالو اشغالګرو کفارو له سلو کلنو را په دېخوا له نوي تاکتیک نه کار اخیستی او ټوله اسلامي نړۍ یې یو له بل سره په جګړو اخته کړې ده، د ځمکې په کره کې د موجودو نژدې ۵۷ اسلامي هېوادونو ټول یو له بل سره په کورني، ګاونډیتوب او یا اشغالي دفاعي او تعرضي جګړو لګیا دي، چې خپل پخوانی برم ترې هېر، یوازې د خپل آبادولو سوچ ورسره وي او د غفلت په درانه خوب ویده دي.
یهود او عیسویان په خپل دې جنګي تاکتیک کې د بریا حد ته رسېدلي او ځانونه یې د پیشرفت په نامه نړۍ ته پېژندلي، ځکه د مسلمانانو په خپلو پړو لاسونه او پښې تړل شوي دي، یوې خواته هم اقدام نه شي کولای، چې مسلمان خپل غم ورکولو ته نه دی خلاص شوی، نو د بل کومک ته خو بیخي لاس نه شي غځولی، ځکه نړۍ کې ټول اسلامي هېوادونه د غم په ټغر په یوازې توګه خپلې ساندې وهي او د “وا معتصماه” غږ سره هیڅ انسان زاد هم نه تر سترګو کېږي.
افغانستان شل کاله د امریکايي اشغال لاندې په سپېرو خاورو کې پروت و، خو هیڅ چا یې مخ له ګردونو څخه پاک نه کړ او نه یې د مرحمت لاس پر سر ور راتېر کړ، چې الله تعالی د خپل قوت په ښودولو سره معجزانه فتحه د آزادۍ د لارې ستړو مجاهدینو ته ور په برخه کړه.
د مسلمانانو لومړنۍ قبله مسجد الأقصی نژدې له ۷۰ کلنو څخه د صهیونیستي اسرائیلو په لاس کې لوېدلې او د فلسطین غیور ولس باندې شپه او ورځ د ټکندې غرمې په شان ده، چې د تېز لمر په څېر لوی- لوی بمونه پرې اورېږي، ماشومان یې په مسجدونو، ښوونځیو او مدارسو کې شهیدانېږي، ځوانان یې په پوهنتونونو او ښارونو کې په لاسونو او پښو شل شوه، سپین ږېري او سپین سري یې په کورونو کې له خاورو لاندې شوه، خو بیا هم هیڅ اسلامي هېواد سر ونه ګاروه او د پخوا په څېر لاس تر زنې لاندې یې ډډه وهلې او د غفلت په درانه خوب ویده دي.
هغه ځمکه چې د زیاتو پیغمبرانو علیهم السلام په قدمونو ښکلې او بابرکته شوې وه، هم د وخت د جابرانو لخوا د تور تمونو او ظلمونو لړۍ پکې پیل او د سوریې د ګدۍ واګې یې په لاس کې واخیستې، یواځې د اسد کورنۍ د ۱۹۷۱ ز کال څخه چې د یوې نظامي کودتا په توګه یې په سوریې واک ترلاسه او ګدۍ یې ځان لپاره موروثي ګڼله، داسې ظلمونه یې وکړل د چنګېز خان تاریخ یې را ژوندی کړ او د ګوانتنامو د زندان خاطرې یې د صیدنایا په زندان جوړولو سره د تور تمونو له کتاب څخه حذف کړې.
بالآخره رب عزوجل د خپل قوت په ښکاره کولو سره د ۲۰۲۴ ز، کال د دسمبر میاشتې په اتمه نېټه د عملیات العسکریه جهادي خوځښتونو ګډي اتحادیې ته چې أحمد الشرع الجولاني یې نظامي مشري کول، د یوولسو ورځو په موده کې د سوریې عظیم الشانه او مبینه فتحه ور نصیب کړه.
که څه هم اسلامي نړۍ ویده ده، هر څومره ظلمونه او بربریتونه چې پر خوارو مسلمانانو کېږي، دوی یې تماشه کوي او ځینې بې وجدانه هېوادونه خو بیخي د دښمن په صف کې ولاړ او د مسلمان په ځپلو کې پوره ونډه اخلي، خو لوی څښتن عزوجل ټولي نړۍ ته وښودله، چې بریا په ډېرښت او د اسبابو په مجهز والي نه ده، بلکې فتحه به د هغه ډلې په نصیب وي، چې الهي اوامرو ته یې غاړه اېښي وي او رب ته خوښ بندګان وي.
د مبینو فتحو په لړۍ کې موږ د افغانستان او سوریې مثالونه ورکولی شو، چې په ډېرو کمو امکاناتو او دواړه هېوادونه د ۱۱ ورځو په جریان کې د اسلامي برم د اعادې کوونکو شازلمو د یبلو پښو د مزلونو او الهي مرستې په برکت بریا ور په برخه شوه او د اشغال ټغرونه یې ټول کړل، نو ان شاء الله تعالی رب عزوجل به د غزې د ځورېدلي او ټوک ټوک شوي ولس آه ته رسېدنه کوي او مبینه فتحه به ور په برخه کوي. وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ