داعش او د بلوڅانو قتل عام

أبو خلاد

مخکې له دې چې د بلوڅ قوم له ژوند او اجتماعي شرایطو خبر شم. ماته د نړۍ تر ټولو دربدره قوم پښتانه معلومیدل. مګر کله مې چې د پاکستان او افغانستان په ځینو بلوڅ میشتو سیمو کې د بلوڅ قوم د ژوند حالات ولیدل نو پوه شوم چې په دې سیمه کې شاید تر دې قوم بل مظلوم، وروسته پاته، د رحم وړ او دربدره قوم نه وي.

د بلوڅانو سره خو یو ستر ظلم استعمار کړی دی چې د کردانو غوندې یې درې ټوټې کړي دي. په کومه سیمه چې دوی آباد دي، نه په کې زراعتي ځمکې شته او نه بهانده اوبه، وچ ریګونه او سوزنده صحراګانې دي چې د بلوڅانو هیڅ درد نه دوا کوي. تر ځمکه لاندې زیرمې یې هغه څه دي چې دې قوم ته ګټه نه کوي بلکې د ایران او پاکستان حکومتونه یې شپیلوي.

په بلوڅانو کې اوس هم سرداري نظام په پوره قوت نافذ دی. د اکثرو خلکو یې داسې باور جوړ شوی چې هر څه تر نواب او سردار ځاروي. قومي تربګنۍ، قبیلویت، بې علمي، بې کاري او د ژوند وروسته پاتې شرایط نورې هغه بدمرغۍ دي چې دغه زړور او باتور قوم یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

په دې سربیره د پاکستان او ایران حکومتونه هم دې قوم ته د مساوي وطندار په نظر نه ګوري. پاکستان یې په بغاوت او د هند د ملګرتیا په بهانه ځپي او ایران یې سني اسلام ته د تعهد له امله ځوانان اعداموي.په دې وروستیو کې یوه بله بلا هم په بلوڅ خاندان نازله شوې چې هغه د داعش فتنه ده.

تاریخ موږ ته راښيي چې لس پیړۍ وړاندې هم د سیستان یا اوسني بلوچستان سیمه د هغه مهال د خوارجو مهم مرکز او پټنځای و. تر دې چې سلطان محمود غزنوي او نورو اسلامي سلاطینو خوارج وټکول او د ځمکې له مخې یې ورک کړل. خو په اوس وخت کې یو ځل بیا په دې سیمه کې د معاصرو خوارجو ( داعشیانو) د خال خال بریدونه خبرونه په رسنیو کې راځي.

څو ورځې وړاندې د بلوچستان په مستونګ کې په یوه غونډه کې د داعش یوه قاتل ځان منفجر کړ چې له ځان سره یې ۱۳۰ تنه عام بلوڅ مسلمانان شهیدان او او یونیم سل تنه نور یې ټپیان کړل. له دې مقالې سره په راغلي لوړ عکس کې وینئ چې د داعش قاتل د ولسي خلکو په منځ کې ناست دی. دغه عکس له چاودنې څو شیبې مخکې اخیستل شوی دی. تاسو دې خلکو ته سم متوجه شئ چې آیا دا عام خلک د وژلو وړ دي او کنه؟

داعش په خپله اعلامیه کې چې د دې برید مسؤلیت یې منلی او د أعماق سایټ خپره کړې ده. ویلي دي چې دوی د مشرکینو په یوه غونډه باندې حمله کړې ده.راځئ دلته همدې تصویر ته متوجه شو او بیا د خوارجو دعوه د انصاف په تله کې واچوو چې څومره وزن داره راخیږي.

آیا په تصویر کې ښکاریدونکي خلک کافران دي او که محلي مسلمانان؟

د دې خلکو له څيرو، رنګ او لباس، مسنونو ږیرو او ټول کیفیت څخه معلومیږي چې دا د بلوڅ قوم بې غرضه سني د اهل السنة والجماعة عقیدې والا مسلمانان دي. په دوی کې خو دکفر هیڅ نښه هم نه ښکاري.

دغه سپین ږیری چې دداعشي بریدګر چپ بغل ته ناست دی. تاسو د ده معصومیت ته وګورئ، زه په الله قسم کوم چې ده به دغه سوچه ږیره په اسلام کې سپینه کړې وي. دغه عاجز او بې غرضه بلوڅ کلیوال به ضرور د داعشي قساوت په لمبو کې وریت شوی وي. دا سپین ږیری بلوڅ مسلمان به اوس د الله تعالی په حضور کې وي. الله تعالی ته وایي چې زما ربه! زه خو دې پیدا کړم. خو په دنیا کې مې هیڅ هوس ونه لید. حکومتونو وټکولم. د غربت، فقر او ناروغیو امتحانات راباندې تیر شول. خو بیا مې هم پر تا ایمان درلود او ستا په دین مې لاس لګولي وو.

زما ربه آخر زما ګناه څه وه چې د بغدادي خلافت قاتلانو داسې په خپلو وینو سور کړم. ما کوم جرم کړی و چې د داسې سخت ترین عذاب مستحق شوم. زما ربه! یو ځل ستا په حضور کې ما او بغدادي سره مخامخ کړه تر څو پر ما زما کفر ثابت کړي او زما د وژلو دلیل راته ووایي.

داعش چې روزانه د داسې بې غرضه او معصومو مؤمنانو وینې تویوي. نو د دوی فکري سرلاري، د دوی د منهج او فکر اصلي مبلغین او هغوی چې دغه ناخبره ځوانان یې د داعشي دیالکتیک په ښوولو او خپرولو سره له داسې هلاکوونکي فکر څخه ډک کړي دي. په هیڅ صورت به د دغو معصومو وینو له پور څخه خلاص نه شي. که دوی له داعش څخه علنا برأت اعلان نه کړي نو  الله تعالی به ضرور دوی د قیامت په ورځ را ونیسي چې ناخبره بي علمه ځوانان مو ولې له داسې افراطي او مؤمن وژونکي فکر څخه ډکول، لږ خو به مو دا سوچ هم کاوه چې آیا بیا یي د کنټرول او رهبرۍ وس لرو او کنه؟

د بلوچستان د ۱۳۰ تنه مسلمانانو د قتل تر څنګ زموږ د هیواد په ننګرهار، کابل، هرات او نورو سیمو کې د ناخبرو سني او شیعه خلکو بې دریغه وژل او د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې  په مسجد، مدرسه، بازار، مارکیټ او هر ځای کې د مسلمانانو د وینو رودونه بهول د داعش خوارجي ماهیت بربنډوي او دا ثابتوي چې داعشي ذهنیت نه یوازې د اسلام بلکې د انساني فطرت سره مناقض دی. ځکه هیڅ سالم فکر د الله تعالی د اشرف مخلوق انسان (چې عیال الله او بنیان الرب بلل شوی)  د داسې بې دریغه وژلو جواز نه شي ورکولای.

و الی الله المشتکی و به نستعین

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version