په هره ټولنه کې چې اصلاح او فساد رامنځته کېږي، سرچينه يې د ټولنې يو عمده قشر دی؛ چې د علماوو په نوم يادېږي، همدوی ټولنه د اصلاح او فساد پر لور سوق کوي، ځکه چې په ټولنه کې د فکري او اخلاقي لارښوونو په پياوړتيا کې مهم رول لري، همداراز خلکو ته د دين د سم فهم رسولو او تبليغ مسئوليت لري، خو کله چې دغه عمده قشر له خپل اصلي مسئوليت څخه منحرف شي او دين د خپلو شخصي ګټو لپاره تحريف کړي او د وسطيت او اعتدال پرځای افراطي فهم ته ترجيح ورکړي، نو دې ته بيا د پېغمبر وارث نه بلکې “ناکاره عالم” ويل کېږي، د افراطي او ناکاره علماوو شتون نه يوازې دا چې دين بدناموي بلکې د ټولنې وګړي او خپل پیروان د رڼا پرځای په تيارو کې ساتي، د نېغې لارې پرځای يې په کږو وږو لارو روانوي.
د پورته يادو شويو افراطي علماوو غوره بېلګه په اوسني عصر کې د داعشي خوارجو د خراسان څانګې بې علمه او افراطي علماء دي، چې په دې وروستيو کلونو کې يې په افغانستان کې د افراطي تبليغاتو پر مټ د افغانستان د مسلمان ولس، په خاصه توګه د مذهبي طبقې د فکري انحراف لپاره ډېری پروژې په لاره اچولې دي، مګر تر ټولو عجيبه دا ده چې د دې ډلې تبليغاتي پروژه د داسې کسانو له خوا تغذيه کېږي چې ځانونه “علماء” بولي، خو نه يوازې دا چې ژوره ديني پوهه نه لري، بلکې د اسلامي نصوصو افراطي او ناسم تفسير وړاندې کوي. چې د خير القرون په زمانه کې يې هېڅ ساری نه موندل کېږي.
د خارجي پروژې د رهبرۍ او تبليغاتي محصول د بې علمۍ او افراطيت څو بېلګې وړاندې کوو، ترڅو لوستونکو ته د هغوی افراطي دريځ روښانه شي او حقيقت څرګند شي، څو لوستونکي د تيارو د لارويانو پرځای د رڼا د لارويانو ملګرتيا غوره کړي:
۱. د داعش خراسان څانګې د تبليغاتي پروژې اصولي انحراف.
ياده ډله په بنسټيزو اصولو کې د اهل السنت والجماعت له اصولو، مشخصاتو او ځانګړنو څخه ناخبره ده، د صدر اسلام په اوائلو کې د خارجي پروژې اصول د اهل السنت والجماعت اصول معريفي کوي، د نمونې په ډول د تکفير (کافر ګڼلو) په مسئله کې د سخت دريځ استازولي کوي، دوی هر هغه څوک چې د دوی له افراطي منهج سره موافق نه وي د «مرتد» يا «طاغوت پلوي» په نوم يادوي.
دا ډول افراطي تکفير د اسلام په تاريخ کې تل د منحرفو ډلو ځانګړنه پاتې شوې ده، ځکه دوی له شرعي دلائلو (قرآن، حديث، اجماع او شرعي استدلال) څخه ظاهري او جزئي برداشت اخلي، بې له دې چې د اسلامي فقهې اصول، مقاصد الشريعه، او د أمت اجماعي اصول په پام کې ونيسي.
د نور وضاحت لپاره بايد ووايم، اوسني خوارج د خپل همدې افراطي او جاهلانه اصل له مخې د أمت اکثره حصه تکفيروي چې په هغې کې ټولې جهادي، سياسي او مذهبي ډلې دي، يوازې له خپل ځان پرته چې د خيالي خلافت تر داعيې لاندې راټول شوي؛ په خاصه توګه هغه سپېڅلي مجاهدين چې کلونه کلونه يې د غربي ټلوالې په مقابله کې خپل ځانونه د اسلام، مسلمانانو او اسلامي مقدساتو د دفاع په خاطر وقف کړي وو؛ دوی يې هم د خپلې بېعلمۍ او سطحي برداشت په نتيجه کې تکفير کړل، وينه، مال او ځانونه يې ورته حلال وبلل، دغه افراطي اصول د دوی د بېعلمۍ شاهدي ورکوي.
دوی آن د خپلې ډلې ډېری کسان هغه وخت تکفير کړل او استتابة (د توبې طلب) يې ترې وکړ، کله چې د اسلامي امارت د مجاهدينو د کلکو ګزارونو په نتيجه کې د تېر جمهوري حکومت چارواکو ته تسليم شول او د هغوی سره يې لاره ونيوله؛ بيا د دوی قاضيانو دغه خپل ټول تسليم شوي اتباع مرتد وګڼل او د بيا ايمان راوړلو غوښتنه يې ترې وکړه، نو دوی د تکفير کليمه د خپلې غذا په څېر په هر ځای کې استفاده کوي، چې دا د اسلام له نظره غير شرعي تکفير دی.








































