خلک د یو بل اړتیاوې محسوسوي، تر څو هغوی ته دین وښيي او د خدای په اطاعت یې وروزي. علماء داسې خلک دي چې خلکو ته د الله تعالی احکام او د نبي علیه السلام لارښوونې ښيي او د شریعت د اصولو تفسیر او تشریح کوي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: ﴿فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴾ (النحل: ۴۳)
ژباړه: «له پوه خلکو څخه پوښتنه وکړئ که تاسې نه پوهېږئ.»
دولت په عیش او عشرت، لهو او لعب مه مصرفوه، ځکه اسراف د مړینې لوی لامل دی. په دې وصیت کې سلطان محمد فاتح خپل ولیعهد ته لارښوونه کوي چې په معاملاتو کې منځلاریتوب غوره کړي. دا وصیت د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د حکمونو څخه د سمې موخې اخیستلو پایله وه. سلطان محمد فاتح ډېر ښه پوهېده چې له اسرافه د بادشاه او ملک لرې پاتې کېدل ډېر اړین دي، ځکه په اسراف کې د الله تعالی او د هغه د رسول نافرماني ده.
د سلطان محمد فاتح وفات او په ختیځ او لوېدیځ کې د هغه اغېزې
په (۸۸۶هـ) د ربیعالاول په میاشت کې (۱۴۸۱م) سلطان له قسطنطنیې څخه د کوچنۍ آسیا (اناتولیا) په لور روان شو، هلته چې یو بل لوی لښکر جګړې ته تیار وو، سلطان لا له استانبول څخه نه و وتلی چې روغتیايي حالت یې خراب شو، لیکن د جهاد سره د مینې له امله یې د ناروغۍ پروا ونه کړه او روان شو. هغه پخپله د لښکر مشري وکړه. د هغه اصول دا وو چې حتی په ناروغۍ کې به یې هم د جګړې چارې پر مخ وړلې، او په جګړو کې به الله تعالی له ناروغیو شفا ورکاوه.
خو دا ځل ناروغي ډېره سخته شوه. اسلدار ته له رسېدو سره سم له مزل ولوېد. ډاکټران راغلل، خو د الله تعالی پرېکړه شوې وه؛ علاج هېڅ ګټه ونه کړه. سلطان محمد فاتح د پنجشنبې په ورځ، د ربیعالاول د میاشتې په پنځمه (۸۸۶هـ) چې د (۱۴۸۱م) کال د مې میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون خوري، د لښکر سره د سفر په حالت کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. د وفات پر مهال د هغه عمر دوه پنځوس کاله و، او له دېرشو کلونو زیات یې د عثماني دولت مشري کړې وه.
کله چې د نوموړي د وفات خبر په ختیځ او لوېدیځ کې خپور شو، یوه ډاروونکې صحنه رامنځته شوه چې د اسلامي نړۍ لپاره لوی زیان و. د نصاراوو په کورونو کې خوشالي وشوه، او په کوڅو کې یې د شکر عبادتونه پیل کړل، ځکه له داسې یوه وېرونکي دښمنه خلاص شول.
د عثماني امپراتورۍ لښکرې د ایټالیا جنوب ته رسېدلې وې تر څو ټوله ایټالیا ونیسي، خو له بده مرغه د سلطان د مرګ خبر د ټول لښکر حوصله ماته کړه. له ناچارۍ عثمانیانو د ناپلز له پاچا سره مذاکرات وکړل تر څو ځانونه او مالونه خوندي کړي او بېرته ستانه شي. مذاکرات په ښکاره بریالي وو، خو نصاراوو خپله وعده ماته کړه او د پوځ پاتې برخه یې بندیان کړل او په زنځیرونو یې وتړل.
کله چې د سلطان د مرګ خبر روم ته ورسېد، پاپ بېحده خوشاله شو او د کلیساوو د خلاصولو امر یې وکړ. په ټولو کلیساوو کې د شکر سجدې وشوې، لارې او کوڅې سینګار شوې، غونډې وشوې، او د توپونو په ډزو یې خوشالي څرګنده کړه. تر درېیو ورځو پورې په روم کې جشنونه روان وو. د سلطان له وفات سره عیسویان له یوه لوی خطره وژغورل شول چې تل به د تېرې تورې په څېر د هغوی پر سر ولاړ و.
هیڅ څوک نه پوهېده چې سلطان به خپل پوځ کوم لوري ته لېږي. په دې اړه خلکو بېلابېلې رایې لرلې: ایا هغه د رودس د نیولو اراده لرله، کوم چې د هغه د مشر، مسیح پاشا، په لاس ونه نیول شو؟ که به یې جنوبي ایټالیا ته مخه کړې وه، هلته چې اسلامي لښکرو د فتوحاتو لمن پراخوله، تر څو ورسره شمالي ایټالیا، فرانسه او هسپانیه هم ونیول شي؟
دا یو داسې راز وو چې د سلطان په سینه کې ښخ پاتې شو او تر نن ورځې پورې ترې هېڅوک خبر نه شول.









































