د وچي او بحري پوځ چمتووالی
عثمانيانو له سلطان اورخان څخه وروسته ځانګړی پوځ درلود. د ده وروسته هر سلطان د پوځي ځواک د زیاتولو لپاره هڅې کړې وې، په ځانګړي ډول سلطان محمد فاتح د پوځ په چمتووالي، روزنه او نظم کې ډېره دلچسپي لرله. د ده په باور پوځ د هر هېواد د بنسټ او ستنې حیثیت لري. همدا لامل و چې په نوې بڼه یې پوځ وروزه او د هرې ډلې لپاره یې مشر (آغا) وټاکه. د پوځ عمومي مشر به په مستقیم ډول له صدراعظم څخه امر اخیست، سلطان محمد فاتح صدراعظم د پوځ د دفاع وزیر ټاکلی و.
د سلطان محمد فاتح د حکومت دوره د پوښتې له پلوه نوره هم پیاوړې شوه. هغه ځینې عسكري صنعتخانې جوړې کړې چې په کې به د پوځ د اړتیا وړ ټول شیان لکه جامې، د اسونو زینونه او نور توکي تیارېدل. سربېره پر دې یې د وسلو جوړولو او نورو پوځي تجهیزاتو فابریکې هم جوړې کړې. په مهمو ځایونو کې یې کلاګانې او استحکامات جوړ کړل. پوځ د آسسوارو، پلي عسکرو، توپچیانو او مرسته کوونکو ډلو څخه جوړ و چې د دوی د روزنې او تنظیم لپاره ځانګړې پاملرنه شوې وه، او په نويو وسلو سمبال وو.
د خدمت ټولۍ د مرمیو، بارودو، خوړو، د څارويو د ساتنې او د جګړې د وسایلو د ذخیره کولو صندوقونو د چمتو کولو او تر جګړې لیکو پورې د انتقال بشپړه ذمه واري لرله.
یوه بله قطعه چې “لغمهجه” (Laghmacı Corps) بلل کېده، د کلابند شویو ښارونو تر احاطې لاندې د بارودي تونلونو له لارې د لارو جوړولو دنده یې لرله. یوې بلې ډلې د پوځ لپاره د اوبو برابرولو مسوولیت درلود، او حتی د جګړې په مهال به یې مجاهدینو ته اوبه رسولې.
په سلطان محمد فاتح زمانه کې عسکري پوهنتونونو ډېر پرمختګ وکړ. ډاکټران، انجینران، د اسونو درملنه کوونکي، علما او نور متخصصین به پرلهپسې فارغېدل او د پوځ سره به یې تخنیکي مرسته کوله. عثمانیان د خپل مهارت، صنعت او ښه تنظیم له امله ډېر شهرت موندلی و.
سلطان محمد فاتح د وچې او بحري پوځ په پرمختګ ډېر امید لاره. د بحري ځواک ارزښت هغه ته په ځانګړي ډول د قسطنطنیې د محاصرې پر مهال ښکاره شو، ځکه چې عثماني بحري پوځونو محاصره ډېره کلکه کړې وه او د وچې او بحر دواړو له لارې د بریا اسباب برابر شوي وو. د قسطنطنیې له فتحې وروسته د بحري ځواک اهمیت نور هم زیات شو، او په لنډ وخت کې عثماني بحري ځواک په تور سمندر او سپین سمندر کې ډېر وځلېد.
د اسماعیل سرهنګ د کتاب حقایق الأخبار عن دول البحار د مطالعې پر مهال ښکاري چې سلطان محمد فاتح په ځانګړي ډول د بحري پوځونو پالنه کوله، تر دې چې تاریخپوهان هغه د عثماني بحري پوځونو لومړنی بنسټګر بولي.
ده له هغو هېوادونو څخه ګټه واخیسته چې د بحري کښتیو په جوړولو کې یې لوړ مهارت لرل، لکه د ایټالیا جمهوریتونه، په ځانګړي ډول بلغاریا او جینوا، چې په هغه وخت کې ستر بحري قوتونه وو. کله چې ده په سیوب کې یوه ډېره لویه او بېمثاله کښتۍ ولیده، نو یې امر وکړ چې همدا کښتۍ ونیسئ او ورته نورې کښتۍ جوړې کړئ، او د اړتیا په صورت کې یې لا ښه ترمیم او بیارغونه وکړئ.
د کښتۍ جوړونې لپاره یوه ځانګړې اداره موجوده وه چې د پوځ برخه بلل کېده او “طاقه العزب” نوم یې درلود. په دې اداره کې شاوخوا درې زره بحري عسکر شامل وو چې په کې کپتانان، د کښتیو مشران او چلوونکي موجود وو.
عدل او انصاف
د خلکو تر منځ د عدل او انصاف ټینګول د عثماني پاچاهانو له مهمو دندو څخه وه. سلطان محمد فاتح هم د خپلو لومړیو پاچاهانو په څېر په ټول هېواد کې د انصاف د پلي کولو کلکه هیله لرله. د عدل د څارنې لپاره به هغه وخت ناوخت نصارا مذهبي عالمان (روحانیون) ګومارل کېدل چې هېواد ته سفر وکړي او د عدالت وضعیت معلوم کړي. دغو کسانو ته به ځانګړي فورمونه ورکول کېدل چې د څېړنې طریقه پکې لیکل شوې وه، او دوی به په بشپړه ازادۍ سره پلټنې کولې، پرته له دې چې کوم محدودیت پرې ولګول شي.








































