د سلطان محمد فاتح اداري تنظیم
سلطان محمد فاتح د خپلې امپراتورۍ د پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړل، قوانین یې جوړ کړل تر څو کورني اداري کارونه منظم شي. دا قوانین د اسلامي شریعت په رڼا کې جوړ شوي وو، او د دې د نظارت لپاره سلطان د علماوو یوه ډله ټاکلې وه، چې وخت په وخت به یې د قرآن او سنتو په رڼا کې د نویو قوانینو د اجرا لپاره وړاندیزونه کول. که کوم څه د اسلامي شریعت له مخې ناسم وو، دوی واک درلود چې اصلاح یې کړي.
قرآن او سنت د هېواد اساسي قانون وو. دې قانون درې فصلونه لرل، ځینې قوانین د دولتي کارکوونکو، ملکی رواجونو، دولتي رسمي ملاقاتونو او له شاه سره په ناستو پورې تړلي وو. همداراز د جزاګانو او جرمونو په اړه هم لارې چارې پکې بیان شوې وې. په قانون کې دا خبره هم واضح شوې وه چې په ټول هېواد کې به د اسلامي حکمونو خیال ساتل کېږ، قرآن او سنت ته به لومړیتوب ورکول کېږي. قوم، سیمه او ژبه مطرح نه وو او نه ورته کومه ځانګړې پاملرنه کېده.
سلطان محمد فاتح د داسې قوانینو د جوړولو هڅه هم وکړه چې په هېواد کې د نامسلمانو اوسېدونکو او له هغوی سره د مسلمانانو اړیکې تنظیم کړي. په دې قوانینو کې له نامسلمانو هېوادونو سره د اړیکو د ساتلو وضاحت هم شوی وو، کوم هېواد چې د عثماني دولت تر ولکې لاندې و، د هغو د ټولو امورو ساتنه به د دولت دنده وه، سلطان محمد فاتح له خپل رعیت سره په عدل چلند کاوه او انصاف به یې کاوه. د غلو او شوکماریو د ختمولو هڅه یې وکړه او اسلامي حدود یې پرې جاري کړل. په ټولې امپراتورۍ کې یې امنیت ټینګ کړ.
سلطان محمد فاتح هغه نظام هم برقرار وساته چې د هغه د مشرانو له وخته، او له پخوا څخه په ځینو سیمو کې چلېده، خو په دغو قوانینو کې یې د خپل وخت د امپراتورۍ اړتیاوو ته په کتو اړین بدلونونه راوستل، هېواد په لویو لویو ولایتونو وېشل شوی وو، په هره سیمه یو مشر ټاکل شوی و چې بکاربک به ورته ویل کېده، په کوچنیو سیمو کې بیا امیر اللواء (د بیرغ والا مشر) واکمن و، چې استجق بک به ورته ویل کېده. دغو دواړو مشرانو به په یو وخت د ښار پوځي کارونه هم سمبالول.
سلطان محمد فاتح په پیل کې ځینو صلیبي امارتونو ته یوه کچه کورنۍ ازادي ورکړې وه، په دوی به ځینو ځایي امیرانو حکومت کاوه، خو دا امیران د عثماني دولت له خوا ټاکل کېدل او د سلطاني احکامو پابند وو. سلطان محمد فاتح دا امارتونه کمزوري کړي وو، او که به هغوی بغاوت ته چمتو شول یا به یې سرغړونه وکړه، سزا به یې ورکوله.
سلطان محمد فاتح به کله چې د جهاد اعلان کاوه، ټول مشران به یې راوغوښتل. هغه به پر دې ټینګ و چې هر مشر دې د حکومت بلنې ته لبیک ووایي او د جګړه مارو سره په جګړه کې برخه واخلي، ځکه چې دوی په لومړیو کې د همدې موخې لپاره چمتو شوي وو. له امیرانو سره به له مخکې خبرې شوي وې چې د جګړې په وخت کې به څومره پوځي مرستې ورکوي. د هرې پنځه (آقچه) ځمکې په بدل کې به یو امیر په پوځي مرسته مکلف و. کوم مشر ته چې پنځوس زره آقچه ځمکه ورکول شوې وه، نو هغه ته لازمه وه چې د جګړې په وخت کې سل سپاره مرکزي حکومت ته ولېږي. د ولایتونو په پوځونو کې به اس سپاره او پلي دواړه ډوله عسکر موجود وو، چې مشري به یې پاشاه ګانو او جنرالانو کوله.
سلطان محمد فاتح د ټولو هغو مامورینو له منځه یو پراخ اصلاحاتي بهیر پیل کړ چې عدل او انصاف یې نه مراعتاوه. ټولو ته یې یو واحد درجه بندي سیستم جوړ کړ، هغوی یې د ځانګړو واکونو لرونکي وټاکل، تر څو د بېلابېلو خدماتو لپاره مناسب انتخاب وشي، د مامورینو د معاونانو او نورو کارکوونکو لپاره هم ځانګړي واک لرونکي ټاکل شول. د مالیاتو نظام منظم شو، د ملکي لاسته راوړنو لپاره سخت قوانین جوړ شول، او سلاطین یې له بېځایه لګښتونو او لهو لعب څخه منع کړل.
په دې توګه هېواد د لویو اقتصادي ضایعاتو څخه خوندي شو، سلطان رغنیزو کارونو ته ځانګړې پاملرنه کوله. په سیاسي او پوځي برخو کې یې د ځواکمنتیا لپاره هېڅ ډول نرمي ونه کړه.











































