سلطان محمد فاتح له عربي ژبې سره ډېره مینه درلوده، ځکه چې دا د قرآن کریم ژبه وه او په هغه وخت کې دا یوه علمي ژبه ګڼل کېده، چې په کې نوي او عصري علوم تدوین شوي وو. له عربي ژبې سره د مینې او د هغې د عامولو هڅې یې وکړې، له دې څخه بل لوی دلیل څه کېدای شي، چې ده د اتو مدرسو استادانو ته امر کړی و، تر څو کتابونه دې د فقې په علم کې راټول کړي؛ لکه صحاح سته، تکملة القاموس او داسې نور.
سلطان محمد فاتح له ژباړونکو سره مرسته وکړه، تر دې چې عامه کتابتونونه جوړ شول، ترڅو خلک له اسلامي او علمي پوهې څخه پراخه ګټه واخلي. ده په خپل ماڼۍ کې یو لوی او ځانګړی کتابتون جوړ کړ، چې په هغه کې هر ډول کتابونه موجود وو. شیخ لطفي یې د کتابتون مسؤل ټاکلی و، چې یو لوی عالم و، په دې کتابتون کې دولس زره کتابونه وو چې په ۱۴۶۵م کال وسوځېد، پروفیسور ډېزمان د دې کتابتون یادونه کړې، چې دا کتابتون د ختیځ او لویدیځ ترمنځ یو داسې مرکز و، له کوم ځایه چې علمونه له یوې وچې بلې ته انتقالېدل.
آبادي:
سلطان محمد فاتح د مسجدونو، علمي ځایونو، ماڼیو، روغتونونو، بازارونو، لویو مارکیټونو او د سیل و مبلې ځایونو له جوړېدو سره ډېره مینه درلوده. ځانګړې پاملرنه یې د ښارونو ځمکو ته وکړه او د اوبو سیستم یې برابر کړ. د هېواد لويو شخصیتونو او مشرانو ته یې د کانونو، حمامونو او ورته نورو ودانیو جوړولو لپاره هڅونه ورکړه، چې د ښار روښنايي ور سره دوه برابره شوه.
د پلازمېنې استنبول د زینت او ښکلا لپاره ځانګړې پاملرنه وشوه، ده غوښتل چې دا ښار نه یوازې ښکلی وي، بلکې د بېلابېلو فنونو مرکز هم وګرځي. د سلطان محمد فاتح په وخت کې آبادي ډېره زیاته شوه، هر ځای به لوړ او ښکلي تعمیرونه لېدنه کېدل. د روغتونونو لپاره په کافي اندازه ودانۍ جوړې شوې او د ښایست او زړه راښکون لپاره ځانګړی ترتیب ونیول شو، د لويو روغتونونو ترڅنګ شفاخانې هم جوړې شوې، په لومړیو کې به په هره شفاخانه کې یو ډاکټر ټاکل شوی و، خو وروسته یې شمېر زیات شو.
ډاکټران به د طب متخصصین وو، نارینه او ښځینه دواړه به له دې شعبې سره تړاو درلود. د طب متخصص ډاکټرانو ترڅنګ، د سترګو متخصصین، جراحان، نرسان او داسې کسان هم موجود وو، چې د خلکو خدمت به یې کاوه، او ان څو چوکیداران هم کار کاوه.
د روغتون د کارکوونکو لومړی شرط دا و، چې مهربانه، په انسانیت مینان او قانع خلک وي، د ډاکټرانو دنده وه، چې ناروغان په ورځ کې دوه ځله معاینه کړي او تر هغې درمل ورنه کړي، څو یې پوره یقین حاصل نه کړي، چې دوا د ناروغ لپاره ګټوره ده که نه؛ په روغتونونو کې به ناروغانو ته ډوډۍ هم ورکول کېده، او د دې لپاره ځانګړي اعتباري کسان ټاکل شوي وو. دوی به یوازې هغه خواړه تیارول، چې د ناروغانو لپاره ګټور وو، په درملنه کې به د ټولو خلکو سره یو شان چلند کېده؛ مذهب، ملت او نور توپیرونه به په پام کې نه نیول کېدل.
د تجارت او صنعت هڅې:
سلطان محمد فاتح صنعت او تجارت ته هم ځانګړې پاملرنه کړې وه، د صنعت او تجارت د وده لپاره یې خپل ټول کوښښونه وکړل او د خپلو نیکونو او پلرونو په لاره لاړ، ځکه هغوی هم په دې برخه کې ډېرې هڅې کړې وې. یو شمېر لوی ښارونه چې فتحه شول او له لوټمارۍ وژغورل شول، نو هغوی ته روښنايي او خوشحالي ور په برخه شوه، چې له امله یې د پرمختګ نوې دوره پیل شوه. د دې یوه مهمه بېلګه د نیقیا ښار دی.
عثماني نړیوال بازارونه له وچو او بحري لارو سره تړل شوي وو. هغوی زاړه لارې ښایسته جوړې کړې، چې له کبله یې تجارتي سامانونه په اسانۍ سره انتقالېدل، نور هېوادونه اړ شول چې خپل بندرونه د عثماني دولت پر مخ پرانیزي، څو د عثماني بیرغ لاندې خپل تجارت عملي تجربه کړي.
د صنعت او تجارت په ډګر کې د دولت د تګلارې اغېز دا و، چې په هېواد کې له لرې ـ لرې هرې خوا د پرمختګ نښې ښکاره شوې. د هېواد پیسه د نورو هېوادونو د روپیو په پرتله قیمته شوه، ځکه دا روپۍ له سرو زرو جوړې شوې وې. په هېواد کې یو شمېر کارخانې جوړې شوې، چې وسلې به یې جوړولې. د دغو وسلو د زېرمه کولو لپاره ګودامونه جوړ شول او د هېواد په هغو ځایونو کې عسکري کلاوې جوړې شوې، چې ستراتیژیک ارزښت یې درلود.








































