په معاصرو تکفیري غورځنګونو کې د خارجي فکر بیا راګرځېدل
په اسلامي تاریخ کې، منحرف نظریات تل په نوې بڼه او له نوو وسایلو سره بیا راژوندي شوي دي. معاصر تکفیري غورځنګونه، لکه د داعش ډله، د اسلام د صدر د خوارجو فکري وارثان دي، چې هماغه خطرناک نظریات یې د عصري وسایلو په مټ او په نوې بڼه کې بیا ژوندی کړي دي، دا فکري میراث د هغه دوامداره خطر نښه ده چې تل یې اسلامي نړۍ ګواښلې ده.
خوارجو خپل فکري بنسټونه پر درې اصولو ودرول: د مسلمانانو تکفیر، د واکمن مخالفت او تاوتریخوالی. نن ورځ داعش همدغه اصول د پخوانیو په څېر په شدت او جديت سره عملي کوي. دوی ځانونه یوازیني ریښتیني مسلمانان ګڼي او نور ټول د مرګ مستحق بولي.
د تاریخي خوارجو او معاصرو تکفیري غورځنګونو ترمنځ ورته والی حیرانونکی دی. دواړه ډلې د مذهبي متنونو په ظاهري او نه انعطافمنونکي تفسیر تکیه کوي، دواړه د رحمت، زغم او مصلحت مفکورې له پامه غورځوي او دواړه تاوتریخوالی، د لومړي او یوازیني حل لارې په توګه ګڼي.
په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د خوارجو د فکر دا بیا راټوکېدل په ښکاره ډول لیدل شوي دي. تکفیري ډلې د ځوانانو د جذب او غولولو لپاره له سیاسي او ټولنیزو ستونزو ګټه اخلي. دوی د شهادت او تاوتریخوالي د اتلولۍ کیسې وړاندې کوي ترڅو نوي پلویان راجلب کړي.
په اوسني عصر کې د خوارجو فکر بیا راژوندي کېدل له نوو ننګونو سره مخ دي. تکفیري ډلې عصري ټیکنالوژي او ټولنیزې شبکې د خپلو نظریاتو د خپرولو لپاره کاروي او مجازي فضا یې د افراطي نظریاتو د ترویج نوې جبهه ګرځولې ده. په داسې حال کې چې تاریخي خوارجو یوازې د خپل وخت محدودو وسایلو ته لاسرسی درلود.
د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه ژور تاریخي درک ته اړتیا لري، باید پوه شو چې دا نظریات ولې او څنګه د تاریخ په اوږدو کې تکرار شوي دي، یوازې د دې بهیر د دقیقې پوهې له لارې اغېزمنې لارې چارې موندل کېدای شي.
په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې علماوو تل د خوارج د ایډیالوژۍ د بیا تولید خطر ته اشاره کړې ده. دوی ټینګار کوي چې له دې پدیدې سره مقابله یوازې په پوځي اقداماتو نه، بلکې د فکري او فرهنګي مبارزې له لارې ممکنه ده. د اسلام هغه حقیقي او منطقي تعبیر چې پر مینه، رحمت او عدالت ولاړ وي، د افراطي نظریاتو لپاره غوره درمل دي.
د افغانستان تجربه موږ ته ښيي چې افراطیت یوازې په تاوتریخوالي له منځه نه ځي؛ بلکې باید د هغې فکري او ټولنیزې ریښې وڅېړل شي. فقر، بېعدالتي او د مناسبې زده کړې نشتوالی د افراطي نظریاتو د خپرېدو زمینه برابروي.
په معاصرو تکفیري غورځنګونو کې د خوارجو د فکر بیا راټوکېدل د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د خطر زنګ دی. دا پدیده څرګندوي چې که د افراطیت فکري ریښې ونه موندل شي، نو دا نظریات به تل په نوې بڼه راڅرګندېږي. له همدې امله، ښوونه، فرهنګي پوهاوی او د مذاهبو ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا د دې خطر پر وړاندې تر ټولو اغېزمنه لاره ده.










































