سلطان محمد فاتح له زدهکوونکو سره
سلطان محمد فاتح به خپل زدهکوونکي د هڅې او کوښښ لپاره تشویقول، او هر استاد یا زدهکوونکي چې به ښه فعالیت درلود، هغه ته به یې ډالۍ ورکوله. د ټول هېواد په کچه د ښوونې خدمتونه وړیا وو، او له زدهکوونکو څخه به هېڅ ډول لګښت نه اخیستل کېده.
په دغو مدرسو کې چې کوم مروج ښوونیز نصاب و، په هغه کې دې مضمونونو ته ځانګړی ارزښت ورکول کېده:
تفسیر، حدیث، فقه، ادب، بلاغت، معاني، بیان، بدیع، هندسه او نور.
په قسطنطنیه کې د سلطان د مسجد ترڅنګ اته مدرسې وې چې په هغو کې به زدهکوونکي تر لوړې مرحلې پورې تعلیم بشپړاوه. په دغو مدرسو کې د زدهکوونکو لپاره د اوسېدو کوټې موجودې وې؛ د خوراک او خوب لپاره یې جلا خونې درلودې. هر زدهکوونکي ته به میاشتنی وظیفه ورکول کېده، او په دغو مدرسو کې به د کال په اوږدو کې دوامداره تعلیم روان و.
له دغو مدرسو سره کتابتونونه هم تړلي وو، د کتابتونونو د خدمت لپاره داسې کسان ټاکل شوي وو چې د علم او تقوا څښتنان وو، او د کتابونو او مؤلفینو په اړه به یې بشپړ معلومات لرل. د کتابتون مسؤل به استادانو او زدهکوونکو ته کتابونه په پور ورکاوه، د اخیستونکي نوم به یې ثبتاوه، او اخیستونکی به مکلف و چې کتاب په ټاکلي وخت بېرته وسپاري او کتاب ته هېڅ زیان و نه رسوي، څو د هغه جلدونه او پاڼې سالمې پاتې شي. لږ تر لږه هر درې میاشتې وروسته به کتابتونونه معاینه کېدل.
په دغو مدرسو کې د لومړنیو او منځنیو زدهکړو ترڅنګ لوړې علمي زدهکړې هم ورکول کېدې. د عقلي او نقلي علومو ځانګړې برخې موجودې وې، او همدارنګه د تطبیقي او تخنیکي علومو ځینې څانګې هم شاملې وې. د ټول هېواد په کچه د ښوونې ارزښت اوسط حد ته رسېدلی و. د ایران عالمان، بودیجه لرونکې مدرسې، مسجدونه او ښوونیز بنسټونه د یو بل څخه د مخکېتګ په سیالۍ کې وو.
د علماوو عزت
سلطان محمد فاتح د علماوو او ادیبانو ډېر درناوی کاوه، د هغه په اند، د علم څښتنان د انسانیت افتخار دي، هغه به عالمان ځان ته نېږدې ساتل، د هغوی احترام به یې کاوه، او هغوی یې د علمي کارونو او نوو تألیفاتونو لیکلو ته هڅول، سلطان د هغوی د معاشونو کچه لوړه کړې وه او هڅه یې کوله چې د هغوی دندې په ثبات سره روانې وساتي، تر څو د زدهکړې او علم د خپرولو کار په ډاډ ترسره کړي.
کله چې یې قرمان د خپلې امپراتورۍ برخه کړ، د مزدورانو او کاریګرو د تګ امر یې وکړ. وزیر محمد پاشا له خلکو سره سخت چلند وکړ، چې په هغوی کې عالمان هم شامل وو، په دغو عالمانو کې یو تن احمد چلبي و، د امیر علي زوی. کله چې سلطان ته معلومه شوه چې احمد چلبي عالم دی او وزیر ورسره تېری کړی، نو سمدستي یې له هغه بخښنه وغوښته او په عزت سره یې بېرته واستاوه.
د ترکمنانو سردار اوزون حسن څو ځله بغاوت کړی و او خپلې وعدې یې ماتې کړې وې. کله چې مات شو، له خپلو بندیانو سره د سلطان حضور ته راغی. سلطان امر وکړ چې له عالمانو او پوهانو پرته دې ټول بندیان ووژل شي، په دغو عالمانو کې قاضي محمد شریح هم و، چې د خپل وخت ستر عالم ګڼل کېده. سلطان د هغه احترام وکړ او کار یې پرې ونه لاره.
سلطان محمد فاتح د تقوادارو او عاجزو عالمانو ډېر قدر کاوه. که څه هم کله ناکله به د ساده تېروتنې له امله غصه کېده، خو ډېر ژر به بېرته عادي کېده او د عالمانو عزت به یې ساته.
تاریخي کتابونه وایي چې سلطان محمد فاتح یو ځل د خپل خادم په لاس علامه کوراني ته شاهي فرمان واستاوه. په هغه وخت کې علامه کوراني د لښکر قاضي و. کله چې کوراني د فرمان منځپانګه ولیده او پوه شو چې دا د شریعت خلاف ده، نو غصه شو، فرمان یې څیرې کړ او د سلطان خادم یې وواهه، کله چې سلطان ته د دې پېښې خبر ورسېد، ډېر خفه شو او کوراني یې له دندې لرې کړ. د دواړو تر منځ خفګان رامنځته شو. کوراني مصر ته ولاړ، هلته سلطان قايتباي هغه ته ښه راغلاست ووایه او ډېر یې عزت وکړ.
وروسته سلطان محمد فاتح ته د خپلې تېروتنې احساس وشو، نو یې قايتباي ته لیک واستاوه او د مولانا کوراني د بېرته ورلېږلو غوښتنه یې وکړه. قايتباي له کوراني سره دا خبره شریکه کړه او ورته ویې ویل: “ته مه ځه، زما سره پاتې شه، زه به درته له هغه څخه زیات احترام وکړم.”
علامه کوراني ورته وویل:
“هو، دا سمه ده، خو زما او د محمد فاتح تر منځ د مینې یوه ژوره رشته شته، لکه د پلار او زوی تر منځ. که زه لاړ نه شم، هغه به فکر وکړي چې تا زه د تګ اجازه ورنه کړه، او دا به د دواړو تر منځ خفګان زیات کړي.”
سلطان قايتباي ته دا خبره ډېره خوښه شوه. ده علامه کوراني په مال او دولت ونازوه، د هغه له لاسه یې سلطان محمد فاتح ته ډالۍ واستولې، او په عزت یې رخصت کړ، کله چې علامه کوراني بېرته راغی، سلطان محمد فاتح هغه ته د قضا دنده بېرته ورکړه، ډېر یې نازاوه او له پخوا څخه یې لا زیات عزت وکړ.











































