د داعش د تمویل په ستراتیژۍ کې د فدیې اغېزې:
د فدیې له لارې د مالي سرچینو پیاوړتیا د داعش د تمویل ستراتیژۍ یو له مهمو او ثابتو عناصرو څخه ګڼل کېږي. دغه تاکتیک د دې ډلې د مالي بنسټ د جوړښت یوه داسې برخه ده چې نه یوازې د جنګي ماشین د دوام لپاره کارول کېږي، بلکې د دې ډلې د سیاسي، تبلیغاتي او سازماني هدفونو په لاسته راوړلو کې هم حیاتي رول لري.
د داعش لپاره، تښتونه یوازې د وېرې او وحشت د خپرولو وسیله نه ده؛ بلکې د عاید یوه منظمه، حساب شوې او د اوږدمهالې پایلې لرونکې سرچینه ده چې په هوښیارۍ سره یې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کاروي. په ځانګړي ډول، د اروپایي هېوادونو د وګړو تښتونه او د هغوی د خوشي کېدو په بدل کې د لوړې فدیې غوښتنه، د داعش مالي بنسټونه له میلیونونو ډالرو سره بډایه کړي دي، دغه پیسې د جګړې د دوام، د وسلو او تجهیزاتو د برابرولو، د نظامي عملیاتو د پراخولو او د نفوذ د پراخولو لپاره په مستقیم ډول لګول شوې دي.
په ډېرو مستند شویو قضیو کې، داعش د فدیې د ترلاسه کولو لپاره داسې هدفونه ټاکلي چې د نړیوالو رسنیو، عامه افکارو او حکومتونو د پام وړ وي. بهرني خبریالان، د بشري مرستو کارکوونکي، روغتیايي پرسونل او د نړیوالو سازمانونو استازي د دې ډلې د تښتونو عمده قربانیان جوړ شوي دي، د دغو کسانو خوشي کېدل، د دوی د هیوادونو لپاره د لوړ سیاسي، عاطفي او اخلاقي ارزښت له امله، اکثراً د فدیې د ورکولو لامل ګرځي، د داعش د عملیاتو په تحلیل کې ښکاري چې دغه ډله قصداً د لوړې کچې او لوړ شهرت لرونکي هدفونه ټاکي، څو د فدیې غوښتنه یې سیاسي اغېز هم ولري او مالي عاید یې زیات وي.
د فدیې له لارې ترلاسه شوې پیسې، چې د ځینو څېړنو له مخې په ځینو کلونو کې یې کچه لسګونو میلیونو ډالرو ته رسېدلې، د داعش د مالي سرچینو په تنوع کې دومره مهم رول لوبولی چې د تیلو د قاچاق، د لرغونو آثارو د غیرقانوني سوداګرۍ او د غنمو د سوداګرۍ سره یې په عایداتي لحاظ سیالي کړې ده. د بیلګې په توګه، د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د داعش لهخوا د اروپایي وګړو د تښتونې په بدل کې ترلاسه شوې فدیې دومره زیاتې وې چې د دې ډلې د کلني بودیجې د پام وړ سلنه یې تشکیلوله، دغه پیسې نه یوازې د وسلو او مهماتو په پېرلو ولګول شوې، بلکې د جګړه مارو د معاشونو، د قوماندانانو د امتیازاتو او د لوژستیکي شبکو د پیاوړتیا لپاره هم وکارول شوې.
تحلیلونه ښيي چې د فدیې عاید یوازې په نظامي اړخ کې نه دی محدود شوی. داعش د دغو پیسو یوه برخه د خپل اداري جوړښت د تمویل لپاره ځانګړې کړې، څو د خپل کنټرول لاندې سیمو اداره او د خلکو د تابع کولو لپاره کار وکړي. همدارنګه، د پروپاګندې ماشین چې د ویډیوګانو د تولید، د ټولنیزو شبکو د مدیریت، او د انلاین تبلیغاتي موادو د خپرولو له لارې د ترهګرۍ د ایډیالوژۍ د ترویج لپاره کارول کېږي، په ډېره کچه د همدې عوایدو له لارې تمویلېږي.
دا تبلیغاتي هڅې نه یوازې د نړیوالو غړو د جلبولو لپاره کارول کېږي، بلکې د وېرې د فضا د خپرولو، د دښمنانو د مورال کمزوري کولو او د خپلو بریاوو د مبالغه کولو لپاره هم حیاتي دي.
د امنیتي زاویې له نظره، د فدیې ورکول د داعش لپاره یو پهدوه چنده ګټه لري. لومړی، مالي عاید چې د جګړې او د ترهګریزې شبکې د تمویل لپاره اړین دی، په چټک او نسبتاً خوندي ډول تر لاسه کېږي. دوهم، د تښتونې هره پېښه د لویدیځ پر حکومتونو د سیاسي فشار یوه وسیله ګرځي، ځکه د خپلو اتباعو ژوند او امنیت د دې هېوادونو د کورني سیاست د مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي، کله چې یو اروپایي وګړی د داعش په له خوا تښتول کېږي، د هغه هېواد حکومت د دوو سختو انتخابونو ترمنځ پاتې کېږي: یا باید د فدیې ورکولو له لارې د خپل تبعه ژوند وژغوري او یا د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په خاطر د هغه د مرګ خطر ومني. دغه حالت، د سیاسي کړکېچ، عامه فشار او د بهرني سیاست د بیاکتنې لامل ګرځي.
د فدیې ورکولو دغه کړنلارې د داعش لپاره یوه خطرناکه «ګټوره کړۍ» رامنځته کړې ده. کله چې دا ډله په بریالیتوب سره فدیه ترلاسه کړي، نه یوازې مالي پیاوړتیا پیدا کوي، بلکې د نورو تښتونو هڅونې ته هم وده ورکوي، ځکه دغه عمل ورته د کم خطر او لوړ ګټې یوه ثابت شوې لاره ښکاري. د همدې دلیل له مخې، د امریکا او بریتانیې په څېر هېوادونو ظاهراً د «فدیې نه ورکولو» تګلاره خپله کړې، خو ځینې اروپایي هېوادونه په ښکاره یا پټه د خپلو وګړو د خلاصون لپاره فدیه ورکوي، چې دا پخپله د داعش د مالي تګلارو په تداوم کې مرسته کوي.
په پای کې، د فدیې رول یوازې د مالي عاید په کچه نه محدودېږي. دا د داعش د ستراتیژیکو موخو د تحقق لپاره یو څو اړخیزه وسیله ده چې د جګړې د دوام، د نفوذ د پراخېدو، د نړیوال تبلیغاتي ماشین د پیاوړتیا او د لویدیځو هېوادونو د سیاسي کړکېچ د ژورتیا لپاره کارول کېږي. د فدیې د عایداتو بندول د دې ډلې د مالي بنسټ د کمزوري کولو لپاره حیاتي دي، خو د دې هدف لاسته راوړل د نړیوالو دولتونو، امنیتي سازمانونو او بشري حقونو د ادارو ترمنځ همغږۍ، یو واحد دریځ او اوږدمهاله ستراتیژۍ ته اړتیا لري.