په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، د طالبانو په مشرۍ د رامنځته شوې د افغانستان اسلامي امارت شاوخوا څلور کاله بشپړېږي، په دې موده کې نړیوالې ټولنې د تذبذب، چوپتیا او مشروطو دریځونو له لارې د افغانستان له نوي سیاسي نظام څخه ځان لرې ساتلی دی، خو پرون د روسیې لخوا د افغانستان اسلامي امارت د رسمي حکومت په توګه په رسمیت پېژندل، د دې سفارتي یخوالي لومړی ستر درز ثابت شو.
دا پرېکړه یوازې یو سمبولیک یا تشریفاتي ګام نه دی، بلکې دا یو ستر ستراتیژیک اقدام دی، چې د افغانستان، منځنۍ آسیا، چین، اسلامي نړۍ او حتی لوېدیځو قدرتونو پر معادلاتو به ژور اغېز وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د لومړي ځل واک پر مهال (۱۹۹۶–۲۰۰۱) یوازې درې هېوادونو، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د رسمي حکومت په توګه په رسمیت پېژندلی وو، روسیې هغه مهال د تماشاچي په حیث چوپتیا غوره کړې وه او د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره په همغږۍ کې، د طالبانو د مخالفت برخه ګرځېدلې وه.
خو اوسنی وضعیت له پخوانیو حالاتو سره ډېر متفاوت دی، نننی دریځ د روسیې لپاره تاریخي ځانګړتیا لري، له یوې خوا د افغانستان اسلامي امارت له پخوانیو حکومتونو سره پر توپیر، د نظم، امنیت او مدیریت نوی معیار رامنځته کړی دی او له بلې خوا روسیې په خپله ځان له لوېدیځ بلاکه بیل او یو خپل مسیر غوره کړی دی، له همدې امله یو با ثبات، له لوېدیځه بېل او نظریاتي حکومت په افغانستان کې، د روسیې د ستراتیژیکو ګټو لپاره یو ارزښتناک فرصت ګڼل کېږي.
د اوکراین له جګړې وروسته، د روسیې بهرنۍ پالیسۍ کې یو څرګند بدلون راغلی، لوېدیځ له خوا د اقتصادي بندیزونو، سیاسي انزوا او د ناټو د پراخېدو اندېښنو، ماسکو دې ته اړ کړ چې په خپلو ګاونډیو سیمو کې داسې متحدین ولټوي چې د لوېدیځ له سیوري خلاص وي، افغانستان د منځنۍ آسیا، چین، پاکستان او ایران ترمنځ یوه مهمه ستراتیژیکه کیلي ده، چې د روسیې د سیمهییزو محاسبو لپاره کلیدي ارزښت لري، د روسیې د دې پرېکړې تر شا یو شمېر بنسټیز عوامل شته:
۱:- د منځنۍ آسیا د پولو خوندیتوب:
له افغانستانه داعش یا نورو وسلهوالو د خپرېدو احتمال تل د روسیې لپاره یوه اندېښنه وه، اوس د افغانستان اسلامي امارت له لورې د دغو ډلو ځپنه او د سرحدي نظم ټینګښت، مسکو ته د اطمینان وړ پرمختګ دی.
۲:- د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی:
د کوکنارو په کرلو د افغانستان اسلامي امارت لخوا عملي بندیز او د نشهيي توکو د قاچاق په مخنیوي کې هڅې، روسیې ته مستقیم کورنی امنیتي او ټولنیز ګټه رسوي.
۳:- د لوېدیځ ضد بلاک جوړېدل:
د روس، چین، ایران او افغانستان ترمنځ متقابله همکاري، د لوېدیځ د یو اړخیز تسلط پر وړاندې یو بدیل نړيوال نظم وړاندې کولی شي.
د افغانستان اسلامي امارت داخلي فعالیتونه او لاسته راوړنې:
د افغانستان اسلامي امارت د مشروعیت پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ، د لوېدیځ هغه تبلیغاتي دریځ و، چې طالبان یې غیر متمدن، غیر مسؤل او توندروه معرفي کول، خو د ځمکنيو واقعیتونو تصویر تر دې توپیر لري.
۱:- نظم او مدیریت:
د افغانستان اسلامي امارت په کابل او ټولو ولایتونو کې پولیس، عدلیه، تعلیم، روغتیا او مالي سیستمونه تنظیم کړي دي، له فساد سره مبارزه، د مالیاتو راټولونه او د امنیت ښهوالی په عملي ډول تر سترګو کیږی.
۲:- امنیتي وضعیت:
د څلورو لسیزو جګړو وروسته، افغانستان کې د لومړي ځل لپاره عمومي ثبات او نسبي سکون رامنځته شوی دی، سړکونه، لویې لارې او کلیوالې سیمې د دولتي حاکمیت لاندې راغلي دي.
۳:- د اقتصادي خپلواکۍ هڅه:
امارت اسلامی هڅه کړې چې د نړیوالو مرستو پر ځای، له کورنیو منابعو حکومت وچلوي، دا یو مثبت ګام دی، چې د اوږدمهاله خپلواکي لپاره اړین دی.
د روسي اقدام نړیوال انعکاس:
د روسیې دا ګام د یو هېواد تر سرحد ور هاخوا، د یو ستر نړیوال سیاسي تحول پیلامه ده. دا به لاندې اغېزې ولري:
۱:- د نړیوال جمود ماتېدل:
دا اقدام به چین، ایران، ترکیه، قطر او د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو ته هم لاره هواره کړي، تر څو د افغانستان اسلامي امارت ته رسمي مشروعیت ورکړي.
۲:- د اسلامي نړۍ نظریاتي تزلزل:
دا پرېکړه هغو اسلامي هېوادونو ته یو عملي چلینج دی، چې د لوېدیځو دموکراتیکو ماډلونو پلویان دي، که د افغانستان اسلامي امارت د یو نظریاتي حکومت په توګه بریا ترلاسه کوي، نو دا به یو د فکر وړ سوال شي چی: ولې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ سیاست ونشي؟
۳:- د لوېدیځ سیاسي شکست:
د روس اقدام، د لوېدیځ د هغه بیانیی نفي ده، چې امارت اسلامي یې د منلو وړ نه ګڼلو. دا د امریکا لپاره د هغه فکري او سفارتي ماتې علامت ده، کوم چې یې د کابل له سقوط وروسته هم غځوله.
۴:- په ملګرو ملتونو فشار:
که نور هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، د روسیې د اقدام پیروي وکړي، نو دا به د ملګرو ملتونو پر سیسټم هم فشار زیات کړي، څو امارت اسلامي د افغانستان قانوني استازي په توګه ومني.
د لوېدیځ لپاره د فکر شېبه:
د روسیې دا ګام لوېدیځو تګلاره جوړوونکو ته یو روښانه پیغام لري چې؛ خپلې ناکامې پالیسۍ له سره وارزوئ. افغانستان ته مو د دیموکراسۍ صادرول ناکام شول، پوځي مداخله نور یو زوړ او مړ شوی ماډل شو، او د بیانیې په جګړه کې مو د نظریاتي ثبات پر وړاندې ماتې وخوړه، که لوېدیځ اوس هم د افغانستان اسلامي امارت له پامه غورځوي، نو نه به یوازې په افغانستان کې خپله پاته اغېزه له لاسه ورکړي، بلکې په منځنۍ آسیا کې د چین، روس، او افغانستان د یو نوي بلاک مخنیوی هم نهشي کولی.
د نړیوالې سفارتکارۍ یو نوی فصل:
د روسیې له لورې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندل، یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بدلون نه دی، بلکې دا د نړیوالو اړیکو په نقشه کې یو نوی باب پرانیزي، نړۍ اوس په دوه ډلو وېشل کېږي: یو خوا هغه قوتونه دي چې د خپلواکو ملتونو د خپلو تصمیمونو احترام کوي، او بله خوا هغه قوتونه چې لا هم د زوړ استعمار د تفوق له خوبه نه دي راویښ شوي.
افغانستان وښوده چې هر څومره هم په حقایقو سترګې پټې شي، خو بلاخره نړۍ اړ کېږي چې واقعیت ومني. اوس وخت راغلی، چې نړیواله ټولنه، په شمول د ملګرو ملتونو، دا حقیقت ومني او یو آزاد، نظریاتي او باوقاره افغانستان د نړیوالې ټولنې د بشپړ غړي په توګه ومني.