تر اوسه مونږ لس هغه ګناهونه لوستلي چې خوارج یې مرتکب شوي دي، او دا ګناهونه نه یوازې د دوی د انفرادي انحراف نښه ده، بلکې د امت پر ضد یې یو لوی خیانت هم بلل کېږي، د دې لړۍ دوام په لاندې ډول دی.
۱۱:- تشويه صورة الإسلام (د اسلام د دین بدنامول)
اسلام د امن، رحمت، عدل او انسانیت دین دی، خو ځینې خلک د ناسم کردار یا افراطي چلند له امله د دې مقدس دین تصویر خرابوي، هغوی اسلام داسې معرفي کوي لکه یو دین چې یوازې سختي، تاوتریخوالی او تندلاري لري، دا کار اکثر د هغو کسانو له لوري ترسره کیږي چې د اسلامي تعلیماتو څخه ناخبره دي.
الله تعالی فرمایي: “وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ” (سورة الأنعام: ۲۱)
ژباړه: تر ټولو لوی ظالم هغه دی چې پر الله دروغ وتړي یا یې آیتونه رد کړي.
همداراز، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: “من كذب علي متعمداً فليتبوأ مقعده من النار” (صحیح بخاري)
“څوک چې عمداً پر ما درواغ وتړي، خپل ځای دې په دوزخ کې تیار کړي.”
په تاريخ کي د اسلام ځيني افراطې ډلې لکه خوارج، تل د اسلام د عدالت، رحمت او زغم پر ځای، تندلاري، سختي او وژنې معرفي کړي، دوی د خپلو کړنو له لارې غیر مسلمانان دې ته اړ کړي چې اسلام د ظلم او وینې تویولو دین وبولي، حال دا چې اسلام دا ټول افعال سخت غندي.
۱۲:- اعطاء العدو الفرصة لانتهاک دیار المسلمین او الاستهزاء بالدين (دښمن ته فرصت برابرول ترڅو د مسلمانانو پر خاوره بريد وکړي)
الله تعالی په قرآن عظيم الشان کي د ظالمانو د ملاتړ په اړه فرمایي: “وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ” (سورة هود: ۱۱۳)،
یعنې له ظالمانو سره مه نږدې کېږئ، که نه اور به مو ونيسي، دا آیت موږ ته دا تنبیه را کوي چې د هغو اعمالو ملاتړ مه کوئ چې د ظالمانو مرسته کوي.
لېکن خوارج د داخلي فتنو، افراطیت او ناسم تبلیغ له امله، دښمن ته فرصت ورکوي چې د مسلمانانو پر خاوره برید وکړي، اسلامي هیوادونه اشغال کړي، او مقدساتو ته سپکاوی وکړي.
۱۳:- إضعاف الدولة الاسلامیة(د اسلامي دولت کمزوري کول)
اسلامي دولت د نظم، عدالت، او د شریعت د نفاذ بنسټ دی، څوک چې دا نظام کمزوری کوي یا یې پر ضد فعالیت کوي، هغه د امت وحدت خرابوي او د فتنو لامل ګرځي، دا کار د امت لپاره ډېر زیانمن دی، الله تعالی فرمایي: “وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا” (سورة آل عمران: ۱۰۳)
ټول د الله رسۍ (دین) کلک ونیسئ او مه وېشل کېږئ.
تفرقې او اختلافات د مسلمانانو قوت له منځه وړي.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: “من فارق الجماعة شبراً فقد خلع ربقة الإسلام من عنقه” (مسلم)
څوک چې د جماعت نه د یو وجب په اندازه جلا شي، نو د اسلام طوق یې له غاړې ایستلی دی، خوارجو تل دا کار کړی، د مشروع امامانو پر ضد پاڅېدلي، او امت یې تیت کړی.