ډیر لوی لوی فرانسوي مشران ونیول شول، چې په هغوی کې د ډي نيفر نوم د ټولو په سر کې راځي، سلطان بایزید هغوی ټول د فديې په بدل کې ازاد کړل، ډي نيفر هم آزاد شو، هغه قسم کړی و چې د جگړې لپاره به بيا نه راځي، بايزيد ورته وویل زه تاته اجازه در کوم، که ته بیا زما په وړاندې د جگړې ډگر ته را ښکته کېدل غواړې نو را ښکته کېدلای شې، ځکه چې ما ته له دې ډېر هیڅ شی داسې خوند نه را کوي، لکه په اروپا کې چې له ټولو عیسویانو سره جگړه وکړم او پر هغوی بریالی شم.
پاتې شو د هنگري پاچا؛ چې غرور يې تر دې حده رسیدلی و او د خپل پوځ په قوت يې دومره یقین و چې ویل به یې که اسمان پر مونږ را پریوځي نو موږ به یې په خپلو تورو پورته کړو هم و تښتېد، له ده سره د رودس د آس سپرو مشر هم و، کله چې دا دواړه د تورې بحیرې غاړو ته ورسېدل او نصراني کښتۍ يې لنگر اندازې وليدې ښکته شول او په یوې کښتۍ کې کېناستل او وتښتېدل.
د نيکوبوليس له جگړې وروسته د اروپايي ټولنې په وړاندې د هنگري قدر او مقام را ټيټ شو، هغه وېره او دبدبه یې له خاورو سره خاورې شوه، د بایزید په زړه دې لویې بریا اغیز وکړ، بلکې اروپايي اسلامي نړۍ هم د بريا نغارې وغږولې، بايزيد ختيځو اسلامي واکمنانو ته استازي واستول او د نصرانيانو په وړاندې يې د بریا زیري ور کړل.
د بایزید استازي چې کله د اسلامي پاچاهانو دربارونو ته ورسېدل نو عيسوي بنديان له دوی سره و، دا بنديان یې پاچاهانو ته ډالۍ کړل، دا د دې خبرې دلیل دی چې بایزید د اروپا په وړاندې لویې برياوې گټلې وې، بايزيد د (سلطان الروم) لقب اختيار کړ، دا د دې خبرې دليل و چې دی د سلجوقي دولت یو امین و او د اناتولیا په ټاپو وزمه یې واک ترلاسه کړی و.
بایزید په قاهره کې د عباسي خليفه خدمت ته روان شو او له هغه يې وغوښتل چې د ده لقب ته تسليم شي، ځکه چې په کومو سیمو د دوی د نیکونو او پلرونو واک و په قانوني، شرعي او سياسي ډول دې د ده واک ته تسليم شي، په دې سره د اسلامي نړۍ رعب او دبدبه زياته شوه، د عباسي خلافت ساتونکي ملک سلطان برقوق د هغه غوښتنه ومنله، ځکه هغه پوهېده چې بایزید د هغه یواځینی ملگری دی چې د گوډ تیمور په وړاندې د ده مرسته کولای شي.
هغه دولت چې د عثماني دولت په وړاندې مخ په وړاندې روان و، په زرگونو مسلمانانو د اناتولیا په لور هجرت وکړ، دې خلکو د عثماني دولت خدمت غوښت؛ په مهاجرینو کې هر ډول خلک و، ځينې يې په حقيقت کې د صلیبیانو په وړاندې د جگړې شوقیان و، ځينې یې داسې وو چې د دې لویې امپراتورۍ اقتصادي او علمي خدمت یې غوښت، لکه مخکې چې په عراق ایران او ماوراء النهر ملکونو کې په اقتصادي، علمي او سياسي ډگرونو کې خپلې وړتياوې غوښتې وې، له دې سره – سره ځينې خلک داسې هم و چې په مینځنی آسیا کې د گوډ تیمور يرغلونو له وېرې دیوه خوندي ځای په لټه کې وه.
د قسطنطنیې کلابندي
د نیکوبوليس له جگړې وړاندې په بيزنطي امپراتورۍ د بایزید سخت زور او د قسطنطنیې مسلمانانو د کارونو د پرېکړو لپاره حکومت د قاضي په تعينولو اړ کړ، څه وخت وروسته دوی د بيزنطينيني امپراتورۍ پلازمینه کلابنده کړه، امپراتور د اسلامي محکمو د مسجدونو او د اسلامي ورورولۍ لپاره په ښار کې دننه (۷۰۰) کورونو جوړول ومنل، له دې پرته د سیمې خلکو د خپلې ابادۍ نیمه برخه د بایزید په خاطر د عثماني پوځ د ساعت تیرۍ ځای جوړولو لپاره پرېښوده چې له زرگونو پوځيانو جوړ و.
د بیزنطینیې په دولت یې ټاکل شوې مالیه لوړه کړه، په انگورو او له ښاره د لیري سیمو د سبزيجاتو په کروندو هم د عثماني خزانې د ډكېدو لپاره ماليه وضع شوه، له دې پرته د بيزنطنيې په پلازمېنه کې د اذان اجازه هم وشوه.
د نیکوبوليس په جگړه کې له لویې بریا وروسته عثمانیان به بالکان کی سره راټول شول، چې له کبله یې په بالکان کې وېره خپره شوه، بوسنیا او بلغاریې هم عثمانیانو ته غاړه کېښوده؛ عثماني لښکرو د نصراني جگړه مارو لاره پرېښوده، تر څو کوم ډگر ته د بېرته راتللو همت ونه کړي، سلطان بایزید د مورا د جزيرې حاکم ته ځکه سزا ورکړه، چې ده د صليبي اتحاد له پوځ سره مرسته کړې وه.
بایزید بیزنطیني امپراتورۍ ته د سزا ورکولو په ځای له هغوی څخه د قسطنطنيې د سپارلو غوښتنه وکړه، د سلطان د مقابلې لپاره شاه مانويل له اروپا څخه مرسته وغوښته خو په اصل کې په قسطنطنیې برید بایزید ته د هغه د جهادي پروگرام له اړخه ډېذ ارزښت درلود، ځکه هغه يو لوی لښکر له ځان سره کړ، مخته لاړ او بیزنطنیې پلازمینه یې کلابنده کړه، کلابندي یې دومره سخته کړه چې د ښار نيولو ته لږې شیبې پاتې وې او اروپا په دې تمه وه چې نن سبا به دا پخوانۍ پلازمېنه نړېږي، سلطان ختيځو سیمو ته د روانېدو په خاطر کلابندي ختمه کړه.