قدس خپل اصلي مقام وموند:
د ۱۵ هجري کال په اوږدو کې د صلحې تړون وشو، چې له مخې يې قدس پرته له جګړې او وينې تويېدو د عادل خليفه په مشرۍ د مبارک او تلپاتي دين اسلام غېږې ته ستون شو، د ښار اوسېدونکو په امن، سکون او خوشحالي کې نوی ژوند پيل کړ او قدس خپل له لاسه تللی عزت او مقام بېرته ترلاسه کړ.
بيت المقدس د رب العالمين د عبادت لپاره خپل اصلي ځای وموند، دا ښار د دوه منحرفو قومونو د جګړو او يرغلونو له لاسه د تاریخ په اوږدو کې کې ستړی شوی و اوس یې ساه آرامه او په ویاړ او سرلوړۍ دې تاریخي سولې ته ورسېد.
د وخت په تېرېدو قدس مبارک د اسلام د عدل په برکت و ویاړيده، ځکه د اسلام دښمنانو د توطئو او بیرته نیولو هڅې نه شوې کولای، د اروپا مسیحیان سلګونه کاله په کمین کې ناست وو او د دې څخه په قهر و چې مسلمانانو د هغوی ختیځې سیمې نیولې وې او حتی د حضرت عیسی علیه السلام د زېږېدو ځای یې په خپل واک کې راوستی و.
د خلکو د احساساتو د پارولو لپاره همدا خبره کافي وه، خو د اسلامي ځواکمنو سلطنتونو شتون او د هغوی پرمختګ مسیحیانو ته دا جرئت نه ورکاوه چې د مسلمانانو خاورې ته کاږه وګوري.
د صلیبیانو د جګړې پیل:
کله چې د سلجوقیانو سلطنت د خواجه نظام الملک د شهادت او د داخلي جګړو له امله په کال(۱۰۹۸) میلادي کې کمزوری شو، فاطميان (عبیديان) قدس ته ننوتل، زرګونه کسان یې ووژل او د افتخارالدوله په نوم یو مشر یې پر ښار واکمن کړ.
فاطمیانو هغه قبر ته سپکاوی کاوه چې مسیحیان یې د عیسی علیه السلام قبر ګڼي، مسیحیان یې د قدس له زیارت څخه منع کړل او د قیامت کلیسا یې ویجاړه کړه، هغه زیارت کونکي مسیحیان چې له قدسه اروپا ته ستنېدل، د فاطمیانو ظلمونه یې خلکو ته بیانول، چې دې خبرې د اروپا مسیحیان سخت په غوسه کړل، په دې توګه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د صلیبي جګړو پیل وشو.
قدس؛ یوازې تز فلسطینیانو پورې اړه نه لري، بلکه د ټولې نړۍ مالکیت دی، دا ښار د ختیځ او لویدیځ ټولو مسلمانانو پورې تړاو لري او د قیامت تر ورځې پورې به د ټولو اسلامي نسلونو ملکیت وي، لکه څنګه چې څوک نشي ویلای چې مکه مکرمه او مدینه منوره یوازې د سعودي ملکیت دی او نورو مسلمانانو پورې اړه نه لري.
هغه څوک چې الله تعالی جل جلاله په (۸۵۳) هجري قمري کال کې د بیت المقدس د آزادولو شرف ورکړ، چې د صلیبیانو ۹۰ کلن اشغال ته یې د پای ټکی کېښود، نه فلسطینی و، نه عرب، بلکه یو مسلمان، اتل، د کردانو اصلي نسل یو عجم و، چې نوم یې صلاح الدین ایوبي و، جزاه الله عن المسلمین.
له همدې امله، پر ټولو مسلمانانو فرض ده چې د مسجد الاقصی او فلسطین د ځمکې دفاع وکړي، ځکه د مسلمانانو په اجماع دا خبره ثابته ده چې هرکله په اسلامي خاوره پر يوه لوېشت ځمکه تېری وشي، جهاد د هغه ځای پر خلکو او د هغه سیمې پر ګاونډيانو فرض ګرځي، که هغوی د دې فرض ادا کولو وس ونه لري يا په دې کار کې ناغېړي او سستي وکړي، نو د فرض عین دا دایره له نژدې سیمو څخه پيلېږي او ختیځ او لویدیځ ته پراخېږي.
شهيد شيخ ډاکټر عبدالله عزام رحمه الله په خپل کتاب “فتوای جهاد” کې ليکي:
“د خلفاو او سلفو، د څلورو مذاهبو فقهاؤ، محدثینو او مفسرینو په ټولو اسلامي دورو کې پر دې اتفاق کړی چې په داسې حالت کې جهاد د هغه ښار پر اوسېدونکو فرض دی چې پرې يرغل شوی وي او د هغوی د ګاونډي سیمو پر خلکو هم فرض دی.
په دې ډول چې زوی د خپل پلار له اجازې، ښځه د خپل مېړه له اجازې او… پرته د جهاد لپاره وځي، که د هغه ښار خلک د مقابلې لپاره کافي نه و يا یې په دې کار کې سستي وکړه، نو فرض عین له نژدې ځایونو پيلېږي او دایره یې پراخېږي، که بيا هم نژدې سیمې د دې کار لپاره کافي نه وې يا هغوی هم ناغېړي وکړه، نو د جهاد دا دایره نوره هم پراخېږي او په پای کې د ټولې نړۍ مسلمانان پکې شامليږي.”
د مسلمانانو کمزوري او سستي:
د مسلمانانو کمزوري هغه څه دي چې الله متعال جل جلاله په صراحت سره ترې منع کړي دي، الله سبحانه وتعالی فرمایي:
[فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ].
“کمزوري مه کوئ او کفار سولې ته مه رابولئ، ځکه تاسو برلاسي یاست، الله متعال جل جلاله له تاسو سره دی او ستاسو د اعمالو اجر به نه کموي.”
دا کمزوري، بې وسي او د دښمن پر لور د محبت او دوستۍ لاس اوږدول د دنيا د مينې، د مقام غوښتنې او له مرګه د تېښتې نښه ده، له هغه وخته چې ملي، مادي او سياسي جګړې پیل شوې او د اسلامي جهاد ځای یې ونیوه، نړۍ د جهاد له برکتونو او ثمراتو بې برخې شوه، مسلمانانو خپل عزت او کرامت له لاسه ورکړ او د الله رسول صلی الله علیه وسلم هغه پیشګويي په ټکو ټکو تحقق وموند چې فرمايي:
«يُوشِكُ الْأُمَمُ أَنْ تَدَاعَي عَلَيْكُمْ كَمَا تَدَاعَيِ الْأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا ، فَقَالَ قَائِلُ: وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ يَوْمَئِذٍ؟ قَالَ: «بَلْ أَنْتُمْ يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ، وَلَكِنَّكُمْ غُتَاءُ كَغُثَاءِ السَّيْلِ، وَلَيَنْزَعَنَّ الله مِنْ صُدُورِ عَدُوّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ، وَلَيَقْذِفَنَّ الله فِي قُلُوبِكُمُ الْوَهْنَ ، فَقَالَ قَائِلٌ يَا رَسُولَ اللهِ، وَمَا الْوَهْنُ؟ قَالَ: « حُبُّ الدُّنْيَا، وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ»
ژباړه: “ژر ده چې قومونه پر تاسو داسې راټول شي لکه د خوړو خوړونکي چې پر خپلې کاسې راټولېږي.”
صحابه کرامو پوښتنه وکړه: يا رسول الله صلی الله علیه وسلم! آيا هغه وخت به موږ لږ يو؟
هغه مبارک صلی الله علیه وفرمایل: نه، هغه وخت به تاسو ډېر یاست، خو د سېلاب خس و خاشاکو ته به ورته شئ، الله متعال جل جلاله به ستاسو له دښمنانو څخه ستاسو وېره وباسي او ستاسو په زړونو کې به (وهن) واچوي، پوښتنه وشوه: يا رسول الله! وهن څه شی دی؟
ویې فرمایل: د دنیا مينه او له مرګه کرکه.
کله چې مسلمانان د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له اطاعت څخه انحراف وکړي، د اسلام دښمنان او کافران به پرې مسلط شي، ځکه د مسلمانانو بریا، عزت، شتمني او ځواک یوازې د الله جل جلاله په اطاعت پورې تړلي دي.
نن ورځ تر ټولو زړه دردونکې پېښه د صهیونستي یهودو د بیت المقدس تسلط دی؛ هغه ښار چې د مسلمانانو د درېو سپېڅلو جوماتونو څخه یو دی، د لومړۍ قبلې حیثیت لري او ډېر انبیا عليهم السلام پکې ژوند کړی دی، د بیت المقدس سوځول او د څو میلیونو مسلمانانو او عربانو پر وړاندې د صهیونستي یهودو واکمني د مسلمانانو لپاره نه عزت دی، نه ویاړ؛ بلکې دا د دوی د سرغړونې سزا ده.
د مسلمانانو ستونزه يوازې په دې حل کېدای شي چې د خپلو بدو اعمالو څخه په اخلاص توبه وکړي، الله جل جلاله ته رجوع وکړي، د هغه اطاعت وکړي، په الله تعالی توکل وکړي، اسلامي جهاد وکړي او د نورو په سیاست او معاشرت باور پرېږدي، ان شاء الله، بیت المقدس او د فلسطین خاوره به بیرته زموږ په لاس کې راشي.
خو ډېر افسوس چې اوسني حکام او مسلمانان تر اوسه دې حقیقت ته نه دي متوجه شوي، دوی لا هم د نورو مرستې ته سترګې نیولې دي او د بیت المقدس د بیرته اخیستلو لپاره داسې پلانونه جوړوي چې د ظاهري امکاناتو له مخې هیڅ عملي نه ښکاري.
“فالى الله المشتكى.”