قدس په اسلامي دوره کې:
په (۶۲۷) میلادي کال کې رومي هرقل وکولاى شول چې د هغه وخت مشرک او مجوس ایرانیان له قدسه وباسي، قرآن کریم هم دا وړاندوینه کړې وه: [غُلِبَتِ الرُّومُ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ فِي بِضْعِ سِنِينَ]. «رومیانو (له ایرانیانو څخه) ماتې خوړلې په نږدې ځمکه کې او هغوی له خپلې ماتې وروسته به څو کالو کې بریالي شي.»
د قرآن کریم دې وړاندوینې مسلمانانو ته زېری ورکړ ځکه چې مسلمانانو اهل کتاب ته د مشرکانو پر ځای ترجیح ورکوله. همدارنګه د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته دا زېری ورکړه چې بیت المقدس به په نږدې وخت کې د مسلمانانو په لاس فتحه شي: «إِنَّ الشَّامَ سَتُفْتَحُ إِنْ شَاءَ اللهُ، وبَيْتُ المَقْدِسِ سَتُفْتَحُ إِنْ شَاءَ اللهُ». «ژر به شام او بیت المقدس د مسلمانانو په لاس فتحه شي.»
دغه ستره خوشحالي د خاتم انبیاء صلی الله علیه وسلم په وخت کې، د مسلمانانو دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په (۱۶ هجري قمري، برابر ۶۲۷ میلادي) کال کې عملي شوه. د بیت المقدس فتحه داسې وشوه چې حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه وروسته له دې چې د شام مهم ښارونه یو په بل پسې فتحه کړل، د قیساریه او بیت المقدس وخت راغی، حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه قدس په خپل محاصره کې ونیوه.
بل خوا د اسلام ځواکمن قوماندان حضرت ابو عبیده ابن جراح رضي الله عنه هم ورسره ملګری شو، محاصره اوږده شوه، په پای کې مسیحیانو د سولې وړاندیز وکړ، په دې شرط چې د اسلامي نړۍ خلیفه باید راشي او د سولې تړون ولیکي او د مسجد الاقصی کیلیانې ورته تسلیم کړي.
حضرت ابو عبیده رضي الله عنه یو لیک حضرت عمر رضي الله عنه ته واستاوه، په دې کې ویل شوي وو چې د بیت المقدس فتحه د نصاراو غوښتنې پر بنسټ د خلیفه تر راتګ پورې وځنډول شي. حضرت عمر رضي الله عنه د اسلامي خلافت مرکز مدینه منوره کې سمدستي مشورتي کابینه جوړه کړه او مشوره یې پيل کړه، هر مشاور خپل نظر څرګند کړ.
حضرت عثمان رضي الله عنه وویل: «ځکه چې عیسویان ډېره وېره لري نو د سولې غوښتنه کوي، که دوی ته مثبت ځواب ورنه کړل شي، ذلیل او خوار به شي.» تر دې چې نوبت حضرت علي رضي الله عنه ته ورسېد، د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لور خاوند حضرت علي رضي الله عنه څرګنده کړه چې اې امیرالمؤمنینه! «د بیت المقدس کیلیانې ترلاسه کول» یو تاریخي امتیاز دی چې یوازې تاسې ورته شایسته یاست.
حضرت عمر رضي الله عنه د خپلو اصحابو په ګډون، په ځانګړې توګه حضرت عباس رضي الله عنه سره قدس ته روان شو او حضرت علي رضي الله عنه یې د خپل ځایناستي په توګه ټاکلی و. د يادولو وړ ده چې حضرت عمر رضي الله عنه همیشه حضرت علي رضي الله عنه ته پر نورو افرادو ترجیح ورکوله، کله چې حضرت عمر رضي الله عنه شام یا نورو ځایونو ته سفر کاوه، نو دولس ځله حضرت علي رضي الله عنه په مدینه منوره کې د هغه د نائب په توګه پاتې شوی دى.
حضرت عمر رضي الله عنه چې کله جابیه ته ورسېد، خپله يې د سولې تړون لیک ولیکو او لاسلیک یې پرې وکړ او د اسلام ځواکمن قوماندانان يې لکه؛ حضرت خالد بن ولید، حضرت ابو عبیده ابن جراح، حضرت عمرو بن عاص او حضرت معاویه بن ابي سفیان رضي الله عنهم شاهدان ونیول او له اسقف اعظم صفر نیوس سره دا تړون لاسلیک شو.
د حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه له خوا د قدس د خلکو سره د سولې تړون متن:
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
دا هغه تړون دی چې د خدای بنده امیرالمؤمنین عمر د ایلیا (قدس) خلکو ته ورکړی او هغوی ته یې امن ورکړی دی، دوی ته، د دوی ناروغانو او صحتمندو، مالونو، کلیساوو او صلیبو ته یې امن ورکړی. هیڅ څوک حق نه لري چې د دوی کلیساوو ته زیان ورسوي یا هلته استوګنه وکړي، نه باید د کلیساوو ځای او حالت کم یا زیات شي.
د دوی صلیبونو او کلیساوو ته باید هیڅ زیان ونه رسېږي، د دوی دین د هغوی اختیار دی او د خپلو عباداتو په ترسره کولو کې آزاد دي، د اسلام دین منلو کې هغوی مجبور نه دي، د ایلیا خلک، لکه د مدائنو په څېر به اسلامي دولت ته جزیه ورکوي.
هغه رومیان چې په قدس کې دي، کولی شي آزادانه له دې ښار څخه ووځي او خپل هېواد ته لاړ شي، تر هغې چې یوه امن ځای ته نه وي رسېدلي، هغوی او د هغوی مالونه به خوندي وي، هر څوک چې غواړي دلته پاتې شي او د ښار د خلکو په څیر حقونه ترلاسه کړي، باید جزیه ورکړي. د ایلیا خلک حق لري چې له رومیانو سره لاړ شي، هغوی هم تر هغې چې امن ځای ته نه وي رسېدلي، خوندي دي.
هغه کسان چې له بله ځای څخه ایلیا ته راغلي او دلته مېشت شوي، حق لري چې خپل ځای ته بېرته لاړ شي یا دلته پاتې شي او لکه د ښار خلک جزیه ورکړي، د جزیې پرته بل هیڅ شی نه اخیستل کیږي، مګر کله چې د هغوی زراعتي محصولات ترلاسه شي، باید خپل خراج اسلامي دولت ته ورکړي.
دا تړون شخصاً د حضرت عمر رضي الله عنه په لاس مهر، لاسلیک او لیکل شوه او وروسته نورو هم لاسلیک کړه.