امر بالمعروف او نهى عن المنکر (نېکيو ته هڅول او له ناوړو را ګرځول) د اسلامي نظام په چوکاټ کې له خورا بارز او ځواکمن رول څخه برخمن مسئوليت دى چې په مټ يې د مسلمانانو فردي او ټولنيز ژوند ته ژور بدلون او عمیقه اصلاح ور په برخه کېداى شي.
هر اسلامي حکومت په حقيقت کې د مسلمانانو د ژوند د پنځو مهمو اهدافو ساتنې ته مکلف دى چې له دين، نفس، عقل، مال او نسل څخه عبارت دي؛ که په يوه اسلامي ځواکمن حکومت کې يوازې د خلکو مالونه او ځانونه په ډاډمن امنيت کې وي خو دين او عقل يې متضرر شي نو د بريا پر ځاى يې د هلاکت کندې ته ټېل وهلي دي، له همدې امله اسلامي دولت مکلف دى چې د مسلمانانو د ديني او عقلي زوال، انحطاط او فساد مخه ډب کړي.
د اصول فقه کتابونه چې کله مأموربه شرعي اعمال د حُسن له اړخه ويشي نو وايي؛ د مأموربه اعمالو حُسن به یا لعینه (لذاته) وي او يا لغيره؛ لغيره ته د جهاد مثال وړاندې کوي چې په خپل ذات کې “تعذيب عباد الله و تخريب بلاد الله” پکې کيږي خو د بلې مهمې موخې لپاره مشروع عمل دى، يعني جهاد په خپل ذات کې جګړه ده چې د الله تعالى بندګانو ته پکې عذاب شته او ښارونه پکې ورانېږي خو د اعلاء کلمة الله لپاره دا هرڅه مشروعيت لري.
نو چې کله جهاد د مهمو اهدافو لپاره مشروع شو؛ له بريا وروسته د مجاهد مسئوليت الله تعالى په قرآن کريم کې واضح کړى دى چې فرمايې: [الَّذِينَ ان مَّکَّنَّاهُم فِي الأَرضِ أَقَامُوا الصَّلوةَ وَ أتَوُا الزَّکَوةَ وَ أَمَرُوا بِالمَعرُوفِ وَ نَهَوا عَنِ المُنکَر] (الحج_۴۱)
ژباړه: (کوم مٶمنان چې الله تعالى يې نصرت کوي) هغه کسان دي چې که د مځکې په مخ يې واکمن وګرځوم لمونځ اقامه کوي، زکات اداء کوي او امر بالمعروف او نهى عن المنکر کوي.
له پورته آيت څخه به اختصاراً داسې استدلال ونيسو چې جهاد د اعلاء کلمة الله لپاره مشروع دى چې په واک او ځواک سره کېداى شي؛ د واک وروسته يو الهي مسئوليت چې واکمن ته سپارل شوى امر بالمعروف او نهي عن المنکر دى، نو که څوک د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له مسئوليت سره په فکري، عقيدوي او عملي لحاظ مخالف وي د جهاد ثمره به يې ډېر ژر حبطه او برباد شي.
که څه هم ځینې روڼ اندي تحلیلګران د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د رامنځته کېدو او ثبتېدو په اړه حیران دي، خو “الحسبة” د اسلام په سیاسي جوړښت کې د یو مهم او بنسټیز اساس په توګه معرفي کېږي، دا اداره د معروف د نه ترسره کېدو په صورت کې د ترسره کولو حکم او یا د علني منکراتو د مخنیوي لپاره اقدام کوي.
“الحسبة” یا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په اسلامي حکومت کې د خلکو د څارنې او کنټرول یوه اداره ده، چې د همدې ادارې له لارې د ټولنې وګړي او د اسلامي حکومت مشران د اخلاقي، اداري او سیاسي فساد څخه خوندي پاتې کېږي.
امر بالمعروف او نهي عن المنکر که څه هم د اسلامي حکومتونو یوه مهمه دنده بلل کېږي، خو دا مسئولیت د ټولنې هر فرد ته هم متوجه دی، څو په خپل وار سره د دې دندې په ترسره کولو کې برخه واخلي.
البته دغه وزارت د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د فعاليت محدوده زمينه لري چې بايد ورته ژمن پاتې شي؛ په مجموع کې د علني منکراتو مخنيوي ته مکلف دى او هېڅ کله اجازه نه لري چې د اصلاح یا د منکراتو د مخنیوي په پلمه د خلکو په پټو رازونو کې مداخله وکړي او یا د هغوی په شخصي ژوند کې د جاسوسۍ کولو هڅه وکړي، د دوی دنده یوازې د علني منکراتو په محدود او ټاکلي چوکاټ کې منحصره ده.