علامه ابو العباس، احمد بن محمد بن المهدي (رحمه الله):
ابو العباس، احمد بن محمد بن المهدي رحمه الله د خپل تفسیر “البحر المدید” د دویم جلد په ۴۹مه صفحه کې فرمايي: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾
أي: من والاهم منكم فإنه من جملتهم.
قال البيضاوي: وهذا تشديد في وجوب مجانبتهم، كما قال صلّى الله عليه وسلّم: «المؤمنُ والمشركُ لا تَتَراءى نَارهَمَا» أو لأن الموالين لهم كانوا منافقين. هـ.
وقال ابن عطية: من تولاهم بمعتقده ودينه فهو منهم في الكفر واستحقاق النقمة والخلود في النار، ومن تولاهم بأفعاله من العَضد ونحوه، دون معتقد ولا إخلال بإيمان، فهو منهم في المقت والمذمة الواقعة عليهم وعليه.
علامه ابن عاشور (رحمه الله):
علامه ابن عاشور (رحمه الله) د خپل تفسیر “التحریر والتنویر” د شپږم جلد په ۲۳۰مه صفحه کې د دې آیت لاندې چې؛ ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُوْدَ وَالنَّصٰرٰۤى اَوْلِيَآءَ م بَعْضُهُمْ اَوْلِيَآءُ بَعْضٍؕ وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِيْنَ ٥١﴾؛
فرمايي: ښکاره خو آیت دا مطلب څرګندوي چې د کافرانو سره دوستي د هغوی په دین کې داخلېدل دي، ځکه معنا د بعضیت له دې پرته بل څه نه جوړېږي، خو هر کله چې د یو مسلمان عقیده صحیح وي، یعني ایمان لري او اتباع د رسول الله صلى الله علیه وسلم کوي او منافق شوی نه وي، نو دغه کس خامخا مؤمن دی، نو آیت تأویل ته محتاجه دی، له همدې امله مفسرینو يې دوه ډوله تاويل کړی دی؛ چې یا خو د ولایت نه مراد ولایت کامله دی او ولایت کامله دې ته وايي چې د کافرانو دین يې خوښ وي او په دین اسلام باندې نیوکې او تنقیدونه کوي او یا دا تشبیه بلیغ ده، يعنې دغه کس د کافرانو له ډلې دی په عذاب کې.
او بیا وروسته فرمايي:
په دې خبره د اهل السنة د علماوو اتفاق دی، چې ترڅو پورې د یو مسلمان کفري دین خوښ شوی نه وي او دا مرسته يې د کافرانو سره په دغه بنیاد نه وي کړې، نو د اسلام څخه نه وزي، البته لویه ګمراهي او ګناه ده.
او بیا د موالاتو یو خطرناک ډول يې ذکر کړی، چې د اندلس بعضي قومندانان او جنګیالي يې مرتکب شوي و، چې د مسلمانانو په خلاف د نصاراوو سره ملګري شوي و؛ د هغوی په حوالې سره د اندلس د علماوو څخه استفتاء هم شوې وه، خو هغوی د کفر فتوا نه وه ورکړې، بلکې دا يې ویلي وو چې دا يوه لویه ګناه ده او د الله او د الله د رسول صلى الله علیه وسلم په نافرمانۍ کې مرسته ده.
ابن عاشور رحمه الله فرمايي، چې دغه فقهاوو چې د دغې استفتاء جواب کې د دغه آیت څخه استدلال کړی، نو تکفیر يې د دغه خلګو نه دی کړی او آیت يې په تاويل حمل کړی دی، همداراز ابن عاشور رحمه الله فرمايي: دغه موالات چې دغه اندلسي قومندانانو او جنګیالو کړي و او دغه فقهاء کرامو يې په اړه جواب ورکړی و، دا د کفري موالاتو نه وروسته د موالاتو په انواعو کې د ټولو نه اعظم ډول دی.
نوموړی رحمه الله داسې فرمايي:
وَقَوْلُهُ: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ (مَنْ) شَرْطِيَّةٌ تَقْتَضِي أَنَّ كُلَّ مَنْ يَتَوَلَّاهُمْ يَصِيرُ وَاحِدًا مِنْهُمْ جَعَلَ وَلَايَتَهُمْ مُوجِبَةَ كَوْنِ الْمُتَوَلِّي مِنْهُمْ، وَهَذَا بِظَاهِرِهِ يَقْتَضِي أَنَّ وَلَايَتَهُمْ دُخُولٌ فِي مِلَّتِهِمْ؛ لِأَنَّ مَعْنَى الْبَعْضِيَّةِ هُنَا لَا يَسْتَقِيمُ إِلَّا بِالْكَوْنِ فِي دِينِهِمْ. وَلَمَّا كَانَ الْمُؤْمِنُ إِذَا اعْتَقَدَ عَقِيدَةَ الْإِيمَانِ وَاتَّبَعَ الرَّسُولَ وَلَمْ يُنَافِقْ كَانَ مُسْلِمًا لَا مَحَالَةَ، كَانَتِ الْآيَةُ بِحَاجَةٍ إِلَى التَّأْوِيلِ، وَقَدْ تَأَوَّلَهَا الْمُفَسِّرُونَ بِأَحَدِ تَأْوِيلَيْنِ: إِمَّا بِحَمْلِ الْوَلَايَةِ فِي قَوْلِهِ: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ﴾ عَلَى الْوَلَايَةِ الْكَامِلَةِ الّتي هِيَ الرّضى بِدِينِهِمْ وَالطَّعْنُ فِي دِينِ الْإِسْلَامِ، وَلِذَلِكَ قَالَ ابْنُ عَطِيَّةَ: وَمَنْ تَوَلَّاهُمْ بِمُعْتَقَدِهِ وَدِينِهِ فَهُوَ مِنْهُمْ فِي الْكُفْرِ وَالْخُلُودِ فِي النَّارِ.
وَإِمَّا بِتَأْوِيلِ قَوْلِهِ: ﴿فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ عَلَى التَّشْبِيهِ الْبَلِيغِ، أَيْ فَهُوَ كَوَاحِدٍ مِنْهُمْ فِي اسْتِحْقَاقِ الْعَذَابِ. قَالَ ابْنُ عَطِيَّةَ: مَنْ تَوَلَّاهُمْ بِأَفْعَالِهِ مِنَ الْعَضْدِ وَنَحْوِهِ دُونَ مُعْتَقَدِهِمْ وَلَا إِخْلَالٍ بِالْإِيمَانِ فَهُوَ مِنْهُمْ فِي الْمَقْتِ وَالْمَذَمَّةِ الْوَاقِعَةِ عَلَيْهِمْ اهـ. وَهَذَا الْإِجْمَالُ فِي قَوْلِهِ: ﴿فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ مُبَالَغَةٌ فِي التَّحْذِيرِ مِنْ مُوَالَاتِهِمْ فِي وَقْتِ نُزُولِ الْآيَةِ، فَاللَّهُ لَمْ يَرْضَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ يَوْمَئِذٍ بِأَنْ يَتَوَلَّوُا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى؛ لِأَنَّ ذَلِكَ يُلْبِسُهُمْ بِالْمُنَافِقِينَ، وَقَدْ كَانَ أَمْرُ الْمُسلمين يَوْمئِذٍ في حَيْرَةٍ إِذْ كَانَ حَوْلَهُمُ الْمُنَافِقُونَ وَضُعَفَاءُ الْمُسْلِمِينَ وَالْيَهُودُ وَالْمُشْرِكُونَ، فَكَانَ مِنَ الْمُتَعَيَّنِ لِحِفْظِ الْجَامِعَةِ التَّجَرُّدُ عَنْ كُلِّ مَا تَتَطَرَّقُ مِنْهُ الرِّيبَةُ إِلَيْهِمْ.
وَقَدِ اتَّفَقَ عُلَمَاءُ السُّنَّةِ عَلَى أَنَّ مَا دُونُ الرِّضَا بِالْكُفْرِ وَمُمَالَأَتِهِمْ عَلَيْهِ مِنَ الْوَلَايَةِ لَا يُوجِبُ الْخُرُوجَ مِنَ الرِّبْقَةِ الْإِسْلَامِيَّةِ، وَلَكِنَّهُ ضَلَالٌ عَظِيمٌ، وَهُوَ مَرَاتِبُ فِي الْقُوَّةِ بِحَسَبِ قُوَّةِ الْمُوَالَاةِ وَبِاخْتِلَافِ أَحْوَالِ الْمُسْلِمِينَ.
نو په دې خبره د اهل السنة والجماعة د علماوو اتفاق دی چې په کومو موالاتو کې خوشحالي او رضا په کفر باندې نه وي او په دغه بنیاد د هغوی سره تعاون نه وي، نو دغه موالات سړی د ایمان څخه نه خارجوي.
د رضا تحقيق:
د رضا معنا او مفھوم علماوو داسې ذکر کړی چې، “الرضا لغة قبول الشيء بسرور وغبطة والاطمنان به قلبًا دون ألم أو ضجر أو مشقة. (موسوعة المفاھیم الإسلامیة العامة، ص: ۳۱۵ ).
رضا په لغت کې دې ته وايي، چې سړی یو شی په داسې خوشحالۍ او مینې سرہ قبول کړي چې په غیر د کوم درد، ستومانۍ او مشقت څخه يې ورباندې زړه مطمئن شي.
مقصد: بغیر د کوم درد، ستومانۍ او مشقته په اطمنان د زړه سره کفري دین په خو شحالۍ سره قبلول، دا د لغت د دغه تعریف په اعتبار سره رضا بالکفر ده.
قاموس وايي: الرضاء کمال إرادۃ وجود شيء. (کلیات أبي البقاء الحسني ص: ۱۹۴، ج: ۴)
رضاء پوره ارادې د وجود د شي ته وايي.
مقصد: یو کس د کفري دین پوره اراده وکړي، نو دا رضا ده په کفري دین باندې
نظر بعین الرضا قِبل الشيء عن طیب نفس. (معجم اللغة العربیة المعاصرہ، ص: ۹۰۴، ج: ۲)
یعنې په زړه سره یو شي طرف ته د خوشحالۍ په نظر کتل.
مطلب: د زړه نه يې کفري دین خوښ وي، نو دا د دغه تعریف په اساس رضا په کفر ده.
“رضي به وعنه وعلیه اختارہ وقبله” يعنې رضا په مانا د خوښولو او قبلولو راحٔي. (المعجم الوسیط بالراء ج: ۱، ص: ۳۵۱)
نو په کفر خوشحاله کېدل او هغه خوښول او قبلول، د دغه تعریف په رڼا کې رضا بالکفر ده.
الرضاء نھایة القبول. (رسالة رد الروافض، ص ۱۰)
رضا انتهائي قبلولو ته وايي، یعني ظاهراً او باطناً پوره په پوره قبلولو ته وايي، نو که یو څوک کفر دغه شان قبول کړي نو دا د دغه تعریف په تناظر کې رضا بالکفر ده.
الرضا عند الحنفیة ھو امتلاء الاختیار وبلوغه نهاية.
خلاصه يې دا ده چې رضا دې ته وايي چې د یو شي خوښول انتهاء ته ورسېږي، نو که يو څوک کفري دین تر انتهايي درجې پورې (یعنې ظاهرًا او باطناً) خوښوي، نو دا په دغه تعریف باندې رضا بالکفر ده.
دويمه مانا يې اهل لغت داسې کوي:
“إیثار الشيء واستحسانه” یو شی غورہ کول او ښه ګڼل، نو کفر غوره کول، یعنې ترجیح ورکول او ښايسته او ښه ګڼل، د دغه تعریف په بنیاد رضا بالکفر ده. (بحواله المفصل في شرح آیة الاکراہ في الدین، ص: ۱۳۹)
او علامه ابن عاشور (رحمه الله) مخکې فرمايي:
وَأَعْظَمُ هَذِهِ الْمَرَاتِبِ الْقَضِيَّةُ الَّتِي حَدَثَتْ فِي بَعْضِ الْمُسْلِمِينَ مِنْ أَهْلِ غَرْنَاطَةَ الَّتِي سُئِلَ عَنْهَا فُقَهَاءُ غَرْنَاطَةَ: مُحَمَّدٌ الْمَوَّاقُ، وَمُحَمّد بن الأرزق، وعلي بن دَاوُود، وَمُحَمَّدُ الْجَعْدَالَةُ، وَمُحَمَّدٌ الْفَخَّارُ، وعلى الْقَلْصَادِيُّ، وَأَبُو حَامِدِ بْنُ الْحَسَنِ، وَمُحَمَّدُ بْنُ سَرْحُونَةَ، وَمُحَمَّدٌ الْمُشَذَّالِيُّ، وَعَبْدُ اللَّهِ الزَّلِيجِيُّ، وَمُحَمَّدٌ الْحَذَّامُ، وَأَحْمَدُ بْنُ عَبْدِ الْجَلِيلِ، وَمُحَمَّدُ بْنُ فَتْحٍ، وَمُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ الْبَرِّ، وَأَحْمَدُ الْبَقَنِيُّ، عَنْ عِصَابَةٍ مِنْ قُوَّادِ الأندلس وفرسانهم لجأوا إِلَى صَاحِبِ قَشْتَالَةَ (بِلَادِ النَّصَارَى) بَعْدَ كَائِنَةِ (اللِّسَانَةِ) – كَذَا- وَاسْتَنْصَرُوا بِهِ عَلَى الْمُسْلِمِينَ وَاعْتَصَمُوا بِحَبْلِ جِوَارِهِ وَسَكَنُوا أَرْضَ النَّصَارَى، فَهَلْ يَحِلُّ لِأَحَدٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ مُسَاعَدَتُهُمْ وَلِأَهْلِ مَدِينَةٍ أَوْ حصن أَن يأووهم.
فَأَجَابُوا بِأَنَّ رُكُونَهُمْ إِلَى الْكُفَّارِ وَاسْتِنْصَارَهُمْ بِهِمْ قَدْ دَخَلُوا بِهِ فِي وَعِيدِ قَوْلِهِ تَعَالَى: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ فَمَنْ أَعَانَهُمْ فَهُوَ مُعِينٌ عَلَى مَعْصِيَةِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ، هَذَا مَا دَامُوا مُصِرِّينَ عَلَى فِعْلِهِمْ، فَإِنْ تَابُوا وَرَجَعُوا عَمَّا هُمْ عَلَيْهِ مِنَ الشِّقَاقِ وَالْخِلَافِ فَالْوَاجِبُ عَلَى الْمُسْلِمِينَ قَبُولُهُمْ.
فَاسْتِدْلَالُهُمْ فِي جَوَابِهِمْ بِهَذِهِ الْآيَةِ يَدُلُّ عَلَى أَنَّهُمْ تَأَوَّلُوهَا عَلَى مَعْنَى أَنَّهُ مِنْهُمْ فِي اسْتِحْقَاقِ الْمَقْتِ وَالْمَذَمَّةِ، وَهَذَا الَّذِي فَعَلُوهُ وَأَجَابَ عَنْهُ الْفُقَهَاءُ هُوَ أَعْظَمُ أَنْوَاعِ الْمُوَالَاةِ بَعْدَ مُوَالَاةِ الْكُفْرِ.
د دغه آیت: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ څخه وروستو د آیت نمبر ۵۴ ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا مَنْ يَّرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِيْنِهٖ﴾ په تفسیر کې علامه ابن عاشور (رحمه الله) بیا وضاحت کوي، چې دَ ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ څخه مراد ارتداد نه دی، بلکې یو اخطار دی، یا په بل تعبیر سره تشدید دی، نو ځکه يې د ارتداد په حوالې سره وروسته صریح آیت راوړ، اشاره دېته چې څوک د یهودو او نصاراوو سره دوستي کوي، نو دا ذریعه د ارتداد ګرځي، لکه فرمايي:
فَجُمْلَةُ ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا مَنْ يَّرْتَدَّ مِنْكُمْ﴾ إِلَخْ مُعْتَرِضَةٌ بَيْنَ مَا قَبْلَهَا وَبَيْنَ جُمْلَةِ ﴿اِنَّما وَلِيُّكُمُ اللّٰهُ﴾ [الْمَائِدَة: 55]، دَعَتْ لِاعْتِرَاضِهَا مُنَاسَبَةُ الْإِنْذَارِ فِي قَوْلِهِ: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ [الْمَائِدَة: 51]. فَتَعْقِيبُهَا بِهَذَا الِاعْتِرَاضِ إِشَارَةٌ إِلَى أَنَّ اتِّخَاذَ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ ذَرِيعَةٌ لِلِارْتِدَادِ؛ لِأَنَّ اسْتِمْرَارَ فَرِيقٍ عَلَى مُوَالَاةِ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى مِنَ الْمُنَافِقِينَ وَضُعَفَاءِ الْإِيمَانِ يُخْشَى مِنْهُ أَنْ يَنْسَلَّ عَنِ الْإِيمَانِ فَرِيقٌ. وَأَنْبَأَ الْمُتَرَدِّدِينَ ضُعَفَاءَ الْإِيمَانِ بِأَنَّ الْإِسْلَامَ غَنِيٌّ عَنْهُمْ إِنْ عَزَمُوا عَلَى الِارْتِدَادِ إِلَى الْكُفْرِ.
ژباړه: دا جمله معترضه ده په مابین د خپل ماقبل او په ما بین د دې جملې کې چې: ﴿اِنَّما وَلِيُّكُمُ اللّٰهُ﴾ او د دې جملې معترضې راوړو ته داعي د انذار مناسبت دی، او دا جمله معترضه يې د دغه انذار نه بعد د دې اشارې لپاره راوړې چې یهود او نصارا په دوستۍ نیول، دا ذریعه د ارتداد ده، ځکه د منافقينو او کمزور ایمان څښتنانو د یو فریق د یهودو او نصاراوو په دوستۍ باندې استمرار کول د دې خبرې وېره پېدا کوي چې دوی به بلکل د ایمان څخه ووزي، نو الله سبحانه وتعالی خبر ورکړ، دغه ضعيفانو او مترددینو ته چې که چېرته دوی د اسلام څخه د مرتد کېدو عزم کړی وي، نو د اسلام ورته څه حاجت نشته، او اسلام ترېنه بې پرواه دی.