پر افغانستان د شوروي یرغل (۱۹۷۹م – ۱۹۸۹م) د نړۍ په معاصر تاریخ کې یوه تر ټولو وحشتناکه او ویجاړونکې پېښه وه، چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ سیاسي او ستراتېژیک وضعیت یې بدل کړ، د دې یرغل پایلې باید نه یوازې افغانان، بلکې د سیمې نور هېوادونه هم په ژوره توګه درک کړي او د دغه یرغل څخه اخيستل شوي درسونه باید د راتلونکي لپاره د ثبات او سولې د ټینګښت لپاره وکارول شي.
۱:- لنډ تاریخي شاليد:
شوروي اتحاد په ۱۹۷۹م مېلادي کال کې د خلق دموکراتیک ګوند د داخلي شخړو او ولسي مخالفتونو د قابو کولو په پلمه افغانستان ته خپل ځواکونه ولېږل، د دوی هدف دا و چې د خپل نفوذ سیمه پراخه کړي او افغانستان د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره وکاروي، خو د دې اشغال پایلې دومره ویجاړونکې وې چې افغانستان یې په کنډواله بدل کړ.
۲:- د افغان ولس سپېڅلی جهادي پاڅون:
افغان ولس په خپلو اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو ولاړ و او د شوروي یرغل پر وړاندې یې جهاد اعلان کړ، دا جهاد نه یوازې په افغانستان، بلکې په نړۍ کې د نورو مظلومو ملتونو لپاره د حریت او آزادۍ یوه بېلګه شوه.
۳:- د جهاد موخې:
✓ د خپلواکۍ ساتنه
✓ د شورويانو د استعمار ختمول
✓ د اسلامي نظام د قيام لپاره هلې ځلې
۴:- پایلې:
افغان مجاهدینو د شوروي اتحاد تر ټولو ځواکمن پوځ ته داسې ماتې ورکړه چې په پایله کې یې شوروي اتحاد دړې وړې شو.
۵:- د نورو لپاره د عبرت درس:
په افغانستان باندې د شوروي یرغل له تاریخ څخه دا درس اخیستل کېږي چې افغانستان د هېڅ زبرځواک لپاره د تسلیمېدو میدان نه دی، هر هغه ځواک یا هېواد چې غواړي افغانستان کمزوری کړي، له همداسې برخلیک سره مخامخ کېږي لکه څنګه چې شوروي اتحاد ورسره مخ شو.
۶:- د ګاونډیو هېوادونو رول:
په ځانګړي ډول، هغه هېوادونه چې د افغانستان ګاونډ دي، باید د دې تاریخ نه عبرت واخلي او د افغانستان په وړاندې له دښمنۍ او مداخلې څخه لاس واخلي، په دې برخه کې پاکستان ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه:
پاکستاني پوځ او ځینې سیاستوالو په ځلونو هڅه کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
د افغانستان پر ضد تورونه لګوي او د خپل کمزوري سیاست د پټولو لپاره افغانستان په نښه کوي.
۷:- وروستۍ پېښه – د پاکستاني پوځ وحشت:
تېره ورځ، د دسمبر په ۲۴مه (هغه ورځ چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل پیل کړ)، پاکستاني پوځ د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په مظلومو خلکو ړندې بمبارۍ وکړې. په دې وحشیانه برید کې:
۵۰ تنه مظلوم بې ګناه کډوال او افغانان په شهادت ورسېدل، په دې شهیدانو کې ۲۷ ښځې او ماشومان شامل و، دا برید د ټولو شرعي، اخلاقي او نړیوالو اصولو خلاف ترسره شو.
۸:- د افغانستان صبر او عزم:
افغانان د تاریخ په اوږدو کې د داسې دښمنیو او وحشتونو سره مخامخ شوي دي، خو هېڅکله یې خپلې ملي او اسلامي ارزښتونه له لاسه نه دي ورکړي، د شوروي اتحاد یرغل یې په مېړانه مات کړ، او د اوسنیو دښمنانو هر ډول دسیسې به هم شنډوي.
۹:- پیغام:
پاکستان او نور دښمن هېوادونه باید د شوروي اتحاد له برخلیک څخه عبرت واخلي، افغانستان د اسلامي امت زړه دی، او د دې خاورې دښمني د ټول امت دښمني ده، د دې پر ځای چې د افغانستان پر وړاندې دسیسې جوړې کړي، باید د سیمې د سولې او ثبات لپاره لاسونه ورکړي او د خپلو ولسونو لپاره د مثبت بدلون لارې ولټوي، افغانان به د تل لپاره د خپلواکۍ، وقار، او د اسلامي نظام د قیام لپاره هڅې کوي او هېڅ زبرځواک به د دوی عزم کمزوری نه کړي.