د ژوند مجبوریتونه، نا سم رواني حالات او اقتصادي ناندرۍ هغه لاملونه دي چې انسان هرې سختې، بدې او ناروا کړنې ته دروي، ځکه له مجبوریت او تش لاس سره هيڅ نه کېږي، دا نړۍ او ژوند له امکاناتو سره تړلي، انسان چې هر څومره له رواني، اقتصادي او فکري اړخه سم وي هغومره حقیقتونه او لوري درک کولای شي، خو کله چې یې د ژوند لوړې ژورې واخلي بیا تر حقیقتونو تېرېږي او د یو څه د لاسته راوړلو لپاره هر ډول روا او ناروا هڅې کوي.
دا لوړې ژورې د ژوند اصل دی، خو بدبخته هغوی دې چې د انسانانو له کمزوریو ګټې اخلي، مجبوریتونه یې اخلي او ناوړه کارونو ته یې اړ کوي، داعش همداسې ډله ده؛ انسانیت، خواخوږي او همدردي نه لري، د مجبوریتونو درک لا لرې پرېږده،؛ تاجکستان د نړۍ یو له بې ثباته، لوېدلو او کمزورو هیوادونو څخه ګڼل کېږي، چیرې چې اقتصاد، علم، مذهبي ازادۍ او انساني اولیتونه د زوال خواته دي او پر ځای یې غربت، بېکاري او سیاسي و اقتصادي ناندرۍ اوج ته رسېدلي دي.
د تاجکستان ډېری افراد په اروپايي هیوادونو کې په مزدورۍ او کار بوخت دي، ځکه په خپل هیواد کې نه پانګوال لري، نه منظمه حکومتي سيسټم او نه د تجارانو او دولتي غړو بشپړه همکاري؛ دې کمزوریو تاجکستاني وګړي اړ کړي چې د پیسو په بدل کې د داعش لیکو ته ور شي، داعش هم د تاجکستان وګړو ته د هغوی د ژوند په بدل کې پیسې ور کړي.
د داعش خراسان څانګه تر ډېره د تاجکستاني وګړو څخه مشتمله ده، د نیو یارک ټایمز په یو خپور شوي راپور کې راځي چې د خراسان څانګې نیمه برخه افراد تاجکستاني وګړي دي او له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۹ پورې دوه زره تاجکان په سوریه او عراق کې له داعش سره یو ځای شوي، د داعش له خوا پر مسکو، افغانستان او د سیمې د ځینو نورو هیوادونو په بریدونو کې په بار بار تاجکستاني وګړي را ښکاره شوي، نېول شوي کسان دا ادعا کوي چې د خپل مجبوریت له مخې یې د داعش د ډیرو پیسو وړاندیز منلی او د داعش لیکو ته ننوتلي دي.
د تاجکستان لوړ پوړې ادارې د فساد تر اوجه رسېدلي دي، رشوت، غلا، فساد او چور د تاجکستان د ادارو اصل ګرځېدلی، همدا لامل دی چې ورځ تر بلې د زوال خوا ته ځي، رهبران یې پر ځای ددې چې خپلو ولسونو ته د کار زمینه برابره کړي او د غربت سلنه را کمه کړي، د خپلو شخصي ګټو او شتمنیو په ډېرولو بوخت دي.
یوازې غربت نه دی چې تاجکستاني اتباع داعش ته ځي، بلکې استبداد او مذهبي پابندۍ هم هغه لاملونه دي چې ځوانان د داعش لیکو ته هڅوي، داعش ځوانانو ته د مذهبي ازادۍ او یوه قوي مذهب او نړیوال خلافت وعدې ور کوي، چې نوي او احساساتي ځوانان په اسانۍ غولېږي او د داعش لیکو ته ځي.
د غربت، استبداد او مذهبي پابندۍ سربېره دیکتاتوري هغه لوی عامل دی چې تاجکستاني وګړي د داعش لیکو ته هڅوي، تاجکستان له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۷ پورې د اسلامي ازادۍ غورځنګ سره جنګېده، که څه هم دا جګړه یاد غورځنګ پای ته ورسول خو بیا هم په ۲۰۱۵ کې دا ډله غیر قانوني وبلل شول او مشران یې ونیول شول او یا ووژل شول، د تاجکستان اوسنی ولسمشر علی رحمان له ۱۹۹۴ څخه په واک کې دی او د تل لپاره به ولسمشر پاتېږي.
د پایلې په توګه ویلای شو، چې د داعش افراطي ډلې د ناکامۍ او زوال یو عمده لامل د قوي عقیدې نشتون دی، د دوی ټول افراد د تاجکستاني وګړو په څېر د پیسو، مقام او نورو موخو لپاره سره یو ځای شوي، نه د یوې قوي عقیدې او تګلارې له مخې؛ دا ډله به همداسې د زوال لورې ته ځي.