دا چې تر لمر روښانه او واضحه ده، چې د جمهوریت له سقوط سره سم، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد پر ټولو ښارونو، کلیو، دښتو، غرونو او رغونو د خپلي مبارکې سلطې سپین د امن څادر خپور کړ او د هېواد د ټولو پرګنو تر منځ یې د یووالي، اتحاد او اسلامي اخوت فضا رامنځته کړه، د هېواد په ګوټ، ګوټ کې ولسونو په ډېرو خوشحالیو سره د نړیوالو ښکېلاګرو د ځپلو، ماتې او زوال صحني ولمانځلې.
له خپل منځ څخه راټوکېدلو شازلمیانو ته یې د هېواد د آبادۍ، پر مختګ او بیا رغوني هیلي او امیدونه وسپارل، د جهاد او سنګرونو آتلانو پرته له کوم ځنډ او دمې اخیستلو په ټول هېواد کې تر سپین کلیمه داره توغ لاندي د یو سوچه شرعي نظام د حاکمیت اعلان وکړ، داسې نظام چې د اسلامي خلافت له سقوط څخه وروسته یې د نړیوال کفري استکبار په منځ کې چا فکر هم نشو کولای.
خو د څه وخت په تېرېدلو سره ټول ملکي وزارتونه منظم او په نورمال شکل یې خپل ورځني کارونه او خدمات پیل کړل او همدا شان په نظامي برخه کې د تربیه شوي اسلامي پوځ، استخباراتو او پولیسو د جوړښت پر بهیر په چټکتیا سره کار پیل شو، خو اوس دا دی درې کاله تېر شوي او هېواد مو د منظم روزل شوي پوځ، استخباراتو او پولیسو څخه برخمن دی، چې په توسط یې د هېواد سرحدونه، ښارونه، کلي او بانډونه په امن او امان دي.
هیڅ څوک ددې جرأت نه لري چې د حاکم نظام پر وړاندي په ښکاره ډول بغاوت وکړي او شته امن وننګوي، بس همدا د نظام د قوت او بریا لوی راز دی، اما هدفې پېښي د دښمن د قوت او پیاوړتیا په معنی نه دي، ځکه چې هدفي وژنې دا د نړۍ په تر ټولو پر مختللو هېوادنو لکه: امریکا، روسیه، چاپان او نورو کې هم وخت، پر وخت را منځ ته کېږي او د نظام لوی، لوی مسؤلین هدف ګرزوي.
په داسې حال کې چې یاد هېوادونه په لکونو روزل شوی پوځ لري او داسې تربیه شوی استخباراتي قوت، وسایل او مراکز لري چې د هر کال په تېریدلو سره د خپل ټول هېواد نیمه بودیجه ورباندي مصرفوي او یاد هغه هېوادونه دي چې له سلګونو کلونو راهیسي یې په خپلو ښارونو کې د جنګ څرک هم نده لېدلی.
نو ایا دا په دې معنی چې یاد هېوادونه ضعیف او د ځان دفاع نشي کولای؟ یا هم د افغانستان اسلامي امارت چې د ټول غرب استکبار یې له خاورو سره خاوري کړ اوس د بې ایمان او اجیر داعشي په مقابل کې پاتې راغلی دی!؟
نه، نه داسې نه ده.
ددې هرڅه ځواب دا دی:
هر هغه دښمن چې ښکاره نه وي، د جنګ او مقاومت کرښي او مراکز یې معلوم نه وي، د جنګیالیو او تجهیزاتو آندازه یې حدالامکانه روښانه نه وي، د یو ځای د نیولو او فتحه کولو اراده او عمل یې موجود نه وي او د یو هدف د تر سره کولو څخه وروسته د ځان ساتني په موخه خوندي ځای و نه لري، نو دې ته فقط یو بې غیرته او بزدلانه دښمن ویلای شو، تر خپله توانه یې باید مخنيوی وشي، اما داسې بزدلانه کړني هيڅ وخت، نه د نظام پیاوړتیا ننګولای شې او نه یې هم د سپیڅلو اهدافو د ترلاسه کولو په لار کې د ځنډ او خنډ سبب جوړېدلای شې.
نو په همدې اساس نړۍ او کاونډي هېوادونو ته پکار ده، چې د امریکا او د هغوی د متحدینو له شرمونکې شکست څخه درس او عبرت واخلي او نور دې په افغانستان کې د خپلو نامشروع استخباراتي اهدافو د تعقیبولو په مټ په نړۍ کې د یو لامثاله محکم اسلامي نظام د تضعیف کولو خوبونه نه ویني.