که د اسلام تېر تاریخ په غور سره مطالعه کړو، د خوارجو اصل او فصل به ټکی ټکی راته څرګند شي او د مسلمانانو په وړاندې د دوی بغاوتونه، شورشونه، فتنې او مزاحمتونه به یې ټول په واضحه توګه وپېژنو.
د خلافت راشده له پایه آن د عثماني خلافت تر پیله پورې دا د زهرو بوټی په بېلابېلو مرحلو او زمانو کې په ډول ډول نومانو راڅرګند شوی دی، په ځانګړې توګه د اموي خلافت پر مهال.
د عبدالملک بن مروان د خلافت پر مهال مسلمانان په خورا سختو خپلمنځي اختلافاتو او لانجو کې ښکېل و، تر دې چې د همدې خپلمنځي شورش په پای کې عبدالله ابن زبیر رضی الله عنه هم شهید شو، خوارجو د خپل پخواني عادت له مخې د مسلمانانو له اختلافاتو په استفاده سره په عراق کې بغاوتونه پیل کړل.
په لومړیو کې حجاج بن یوسف دا بغاوتونه تر یو حده آرام کړل، خو هغه مهال چې عبدالرحمن بن اشعث د عبدالله لخوا کابل ته واستول شو تر څو د کابل حاکم رتبیل خپل رعیت او په جزیه ورکولو مکلف کړي، اشعث خپل ماموریت پوره نه کړ او له بېرته ګرځېدو سره یې په بصره او کوفه کې یرغل وکړ او د هغه ځای د خوارجو او ځینو نورو ډلو په ملتیا یې خلک پر بیعت کولو مکلف کړل.
د دې لپاره چې د باغیانو قیام ودرول شي حجاج بن یوسف شاتګ وکړ، د نوموړي ملاتړ ته عبدالملک بن مروان یو بل لښکر ور ولېږه او په کال ٨٣ هـ ق کې د دیر الجماجم په سیمه کې د دواړو پوځونه سره مخامخ شول او جګړه پیل شوه.
دې جګړې تقریباً سل ورځې دوام وکړ، چې پای کې یې د حجاج په مشرۍ امویانو غالب او اشعث مغلوب شو، اشعث له ماتې خوړولو وروسته کابل ته وتښتېد او هلته یې د رتبیل تر حاکمیت لاندې پناه واخیسته.
حجاج بن یوسف رتبیل ته لیک ولېږه او له نوموړي یې ژر تر ژره د اشعث د ورسپارلو غوښتنه پکې کړې وه، دا چې حجاج یو خونخوار او په مرګو روږدی شخص و او د سیمې اکثریت خلکو د نوموړي له دوښمنۍ ځان ساته په همدې اساس رتبیل د اشعث سر پرې او حجاج بن یوسف ته یې په یوه کڅوړه کې راولېږه، په دې توګه د اشعث له فتنې عبدالملک خپل خلافت محفوظ او خوندي وساته.